1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د طالبانو او امريکا تر منځ به د سولې خبرې بيا پيل شي؟

۱۳۹۸ آبان ۵, یکشنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل ته سفر کړی تر څو افغان چارواکو سره د سولې پر موضوع خبرې وکړي. دغه سفر په داسې حال کې کيږي چې ترمپ تيره مياشت له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ودرولې.

https://p.dw.com/p/3S1D8
Katar | Taliban | Friedensgespräche
د زلمي خليلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوي شاوخوا يو کال په قطر کې له طالب استازو سره د سولې خبرې اترې درلودېانځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

وروسته له هغې چې په مسکو کې د چين، روسيې او پاکستان استازي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بيا پيليدو غوښتونکي شول، زلمی خليلزاد هم نن (د ۲۰۱۹ م کال د اکتوبر ۲۷مه) کابل ته سفر کړی دی. هغه کابل ته تر ورتللو دمخه په پاکستان کې له يو شمير بهرنيو ديپلوماتانو او د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

د رويټرز خبري آژانس په حواله، خليلزاد په دغه سفر کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون لوړپوړو افغان چارواکو ته د سولې په بهير کې د نوو پرمختګونه په اړه معلومات ورکوي.

د افغانستان د جمهوري رياست د دفتر يوه چارواکي رويټرز ته ويلي: »د هغه [خليلزاد] د سفر موخه روښانه ده. هغه ولسمشر غني ته په ځينو هيوادونو کې د افغانستان د سولې په اړه د خپلو وروستيو ملاقاتونو او غونډو رپوټ ورکوي.«

د افغانستان د سولې له پاره د زلمي خليلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوي شاوخوا يو کال په قطر کې له طالب استازو سره د سولې خبرې اترې درلودې او حتی د سولې د هوکړې يوه مسوده يې هم چمتو کړه، خو دغه خبرې اترې په همدې وخت کې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له خوا په کابل کې د طالبانو په يوه بريد کې د يوه امريکايي سرتيرې د وژل کيدو په غبرګون کې لغوه اعلان شوې.

طالبانو په قطر کې له امريکايي لوري سره د خبرو اترو سره جوخت په افغانستان کې خپل وسله وال بريدونه هم تر سره کول. په دغو بريدونو کې د ياد امريکايي سرتيري په ګډون ګڼ شمير افغانان ووژل شول. په ظاهره کې همدغه حملې او تاوتريخوالي سبب شول چې ترمپ له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ودروي.

 

اوس چين، روسيې او مسکو له امريکا غوښتي چې دغه خبرې اترې دې بيا پیل شي.

که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې ترمپ به د کومو شرايطو پر اساس له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر بيا پیل توافق وکړي، خو هغه پر دې ټينګار کړی چې له افغانستان څخه امريکايي ځواکونه وباسي او د هغو تر ټولو اوږد پوځي ماموريت ته د پای ټکی ږدي.

په مسکو کې د چين، روسيې او پاکستان استازو د خپلې جمعې ورځې په غونډه کې توافق وکړ چې د سولې راروانې بين الافغانې خبرې دې د چين په کوربتوب ترسره شي. تر دې مخکې په رپوټونو کې ويل شوي وو چې دغه غونډه راتلونکې اوونۍ کيږي. يوې سرچينې اسوشتيد پريس خبري آژانس ته ويلي دي، که څه هم د دغې غونډې پر جوړيدو توافق شوی دی، خو وخت يې لا تر اوسه هم مشخص شوی نه دی.

په مسکو کې د چين، روسيې او پاکستان د غونډې په اعلاميه کې له واشنګتن څخه غوښتل شوي چې له طالبانو سره دې د سولې خبرې اترې له سره پيل او هغه هوکړه ليک دې لاسليک کړي چې په افغانستان کې د جګړې پاي ته رسولو له پاره، بين الافغاني خبرو اترو ته لار هواوروي.

/mks/ns/na/rsh (ap,reuters)