1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيساف: په افغانستان کي مو کيمياوي وسلې نه دي کار ولي

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

د آيساف وياند جنرال جوزف بلاتڅ د دوشنبې په ورځ په کابل کي خبر يالانو ته وويل، دوی د نړيوالو قوانينو پر بنسټ په افغانستان کي کيمياوي وسلو نه دي کارولي.

https://p.dw.com/p/11fiJ
د ايساف ځواکونو وياند جنرال بلاتڅ
د ايساف ځواکونو وياند جنرال بلاتڅانځور: DW

خو افغان ولسمشر حامد کرزي د تيري شنبې په ورځ د ځوانانو ملي کنفرانس ته په وينا کي د بهرنيو ځواکونو له خوا په افغانستان کي د کيمياوي وسلو له کاروني انديښنه ښودلې و.

بلاتڅ دا يو سؤ تفاهم وباله او ويې ويل په دې برخه کي ټولي انديښنې بې ځايه دي.

« ايساف په جګړه کي له هيڅ ډول کيمياوي مادې څخه استفادي نه کوي، آيساف سل په سلو کي د جنګ له نړيوالو قوانيينو څخه پيروي کوي دا موضوع ښايي يو سؤ تفاهم وي او يا ښايي غلط فهمي وي په دې برخه انديښنې ځای نه لري.»

بلاتڅ ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزو په ليست کي د طالبانو او القاعدې غړو د جلا کولو څخه هم هرکلی وکړ خو ويې ويل چي دا به په افغانستان کي د طالبانو په وړاندي په جګړه اغيزه ونه کړي.

د آيساف وياند د وسله والو طالبانو سره د امريکا متحده ايالاتو د خبرو اترو په اړه وويل چي دي د امريکا په استازيتوب نه ږغيږي خو آيساف تل د ملي پخلايني څخه چي مشري يې د افغانانو په غاړه وي ملاتړ کړي.

په دې وروستيو کي له وسله والو طالبانو سره د امريکا د خبرو اترو موضوع توده سوې ده.

د امريکا د دفاع وزير رابرت ګيټس تيره ورځ سي اين اين ټلويزون سره په خبرو کي وويل :

« د وسله والو طالبانو سره د امريکا خبري اتري دوام لري چي همدااوس دا خبري په لومړي پړاو کي دي.»

د ښاغلي ګيټس په وينا د خبرو اترو تر څنګ به له طالبانو جګړې ته هم دوام ورکوي.

ګېټس ويلي چي له امريکا پرته څو نور هيوادونه هم دې ته ليواله دي چي طالبانو سره خبري وکړي.

که څه هم د سولي عالي شورا د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفينو سره په هره بڼه چي وي د سولي خبري ګټوري ګڼي خو د چارو يو شمير کتونکي په خبرو اترو کي د افغان حکومت ورګډول هم اړين بولي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل