1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا مهاجر تر آلمانيانو زيات مجرم دي؟

۱۳۹۶ فروردین ۲۶, شنبه

په تيرو ۲ کلونو کې له يو ميليون زياتو مهاجرو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. د دغو مهاجرو د جرمونو او غيرقانوني کړنو واقعي آمار په څه حد کي قرار لري؟ دا يوه ډيره حساسه موضوع ده او په عين حال کې يې پرتله کول ګران بريښي.

https://p.dw.com/p/2bGnK
Bildergalerie "Wie wohnen Flüchtlinge in Deutschland" Alfred-Fischer Halle in Hamm
انځور: picture-alliance/dpa/I. Fassbender

د آلمان په بن ښار کې په دې وروستيو کې د يوه نارينه لخوا پر يوې ۲۳ کلنې نجلۍ جنسي تيری وشو. دغې نجلې د خپل ملګري سره د شپې تيرولو په موخه، د راين سيند پر غاړه خيمه لګولې وه. نيمه شپه، حمله کونکی د يو چاقو پر مټ د دغو ځوانانو خيمې ته داخليږي، نجلې ورڅخه وباسي او جنسي تیری ورباندې کوي. ویل شوي دي چې تعرض کونکی شخص د غانا هيواد مهاجر دی.

دې ته ورته د جنسي تيريو او زورونو پيښې د ۲۰۱۵ کال شپې په مراسمو کې د کولون په ښار کې هم رامنځ ته شوې ول. دغو پيښو په رسنيو کې په پراخه کچه داسې غبرګونونه او بحثونه راوپارول چې ګواګې آلمان کې د مهاجرو په زياتیدو سره د جرمونو کچه هم پورته تللې ده. خو پوښتنه دا ده چې آيا دا ډول ادعاوي واقعيت لري؟

د مهاجرو لخوا جنايي جرمونه

مهاجر څوک دی؟ د دغې پوښتنې ستونزمن جواب د دې څرګندويي کوي چي واقعي ځواب ته لاسرسی ساده او اسانه نه ښکاري. په ورستيو کې د آلمان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې لخوا د مهاجرت په اړه يو خپور شوي رپوټ کې يو مهاجر د يوه ژغورل شوي شخص په توګه ښودل شوی دی. د داسې يو شخص په توګه چې منل شوی او د جګړو قرباني دی.

د فدرال آلمان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې لخوا په ۲۰۱۶ کال کې د قانون خلاف ۳۰۰ زره پيښې ثبت شوې وې چې هغو کې يوازې يوه پيښه د مهاجر لخوا ترسره او په تړاو يې هغه بندي شوی وو. که څه هم په ۲۰۱۶ کال کې په ټوليزه توګه لږ جنايي جرمونه ترسره شوي ول خو مهاجرو پورې يې د نسبت ورکولو آمار لوړ ول.

د جنايي جرمونو څيړونکی او د نيدرزاکسن ایالت د عدليې پخوانی وزير کرستين پفايفر وايي د دې خبرې منل ډيره ګرانه ده چې د جرمونو زياتوالی دې د مهاجرو د زياتيدو سره تړاو ولري.

پفايفر وايي چې آلمان کې د پناه ترلاسه کولو د پاره د مهاجرو چلن تر ډیره حده د هغو تر چانس پورې اړه لري، خو په دې دګر کې ډیری ډلې د جنايي جرمونو له اړخه زيانونه ويني.

هغه وویل: « د بيلګې په توګه دغه امر په ځانګړې توګه د شمالي افريقا په اتباعو کې ليدل کيږي، هغوی کله چې آلمان ته ورسيږي بيا پوهيږي چې دلته د پاتې کيدو چانس نلري. دې سره هغوي تر ډيره ناهيلي او قهرجن کيږي او بلاخره پر داسې کړنو لاس پورې کوي لکه په کلن کې چې د نوي کال د شپې په مراسمو کې ترسره شول».

کرستين پفافر زياته کړه چې دا ډول افراد د پيسو د پيدا کولو او آلمان کې د پاته کيدو په خاطر تر زيات فشار لاندې نيول کيږي چې نتيجه کې دوی داسې فکر کوي چې غيرقانوني او جنايي کړنې به وشي کړای دوي دغو اهدافو ته ورسوي.

د زاکسن ايالت دغه سياستوال وايي، څيړنو ښودلې چې عراقي او سوريايي مهاجر په دې دليل چې آلمان کې يې د پاتې کيدو چانس له خطر سره مخ نشي، د ډيرو لږو جرمونو مرتکب کيږي. کله چې پناه غوښتونکی منفي ځواب ترلاسه کړي، د ژبې او ادغام په کورسونو کې له شامليدو هم محروميدای شي.

د ۱۴ او ۳۰ کلنې تر منځ

پفايفر زياتوي، هغه افراد چې آلمان کې د پاته کيدو زيات چانس لري ډیری يې پر ناوړه کړنو لاس پورې کوي. دوی له خوا جنايي جرمونه هغه وخت زيات ترسره کيږي چې د خپل هيواد د مخالفو ډلو سره يو ځای په موقتي ګډو هستوګنځايونو کې واچول شي.

د ۲۰۱۰ کال يوه ټولنيزه څيړنه ښيي چې د آلمان شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي د ۳۰ کلونو څخه زيات عمر لرونکي دي. خو د ۲۰۱۵ کال راپديخوا آلمان ته راغليو مهاجرو کې اکثريت يې د ۱۴ او ۳۰ کلونو عمر لرونکې دي.

د کرستين پفافر په وينا چې دغه عمر معمولا د ژوند هغې دورې بلل کيږي چې انسان لخوا د جرم ترسره کيدل په کې زيات ليدل کيږي. هغه زياته کړه: « د ۱‍۴ او ۳۰ کاله عمر لرودونکي نارينه په ټوله نړۍ کې خطرناکه وي. په ټوليزه توګه د جرمونو ۷۰ سلنه برخه د همدې عمر لرودونکي لخوا ترسره کوي».

د زاکسن ايالت د عدليې پخوانی وزير زياتوی چې د مهاجرو ۷۳ سلنه برخه ځوان نارينه تشکليوي چې دا د جرمونو د ترسره کولو انديښنې او احتمال له ځانه سره لري.

هغه وویل: « ځکه دغه موضوع ښيي چې د جرمونو سلنه په آلمانيانو کې د مهاجر د عين شميرې په پرتله ښکته ده. کوم خلک چې دلته ژوند کوي ډیری يې د پورته عمرونو درلودونکي دي چې هغو کې بيا لويه برخه یې ښځې جوړي»

د هغه په خبره دا چې د جنسي تيرو رپوټونه هم ډیر ورکول کيږي؛ همدې موضوع سره تړاو لرې.

د مقايسې وړ نه دی

د هامبورګ پوليسو په ۲۰۱۶ کال کې د جنايي جرمونو په تړاو خپل آمار خپاره کړل. د پوليسو د معلوماتو له مخې په دغه کال کې د جنايي جرمونو په تړاو د ۳۵۴۹۷ تنه تورنو کسانو له ډلې څخه ۴۷ اعشاريه ۷ سلنه يې هغه وګړي ول چې آلماني تابعیت يې نه درلود.

دې سره، داسې ويل کيږي چې په دغه هيواد کې د جرمونو ارتکاب سنتي، جنستي او ټولنيزو جوړښتونو ته په کتو د مهاجرو او آلمانيانو تر منځ د يو ډول مقايسه کولو وړ ندي. په همدې دليل هغه کسان چې آلماني تابعيتونه نلري، د آلمانيانو په پرتله ډیر ځوان دي. دا تر ډیره نارينه او هغه ډلي دي چې لږ عوايد لري. ياد لاملونو د دې سبب واقع کيږي چې پوليسو سره د جرمونو په تور د هغوی آمار پورته ولاړ شي.

دغو ټولو حالاتو او جرمي مشخصاتو ته په کتو پفايفر دا حقيقت مني چې « مهاجر بد خلک ندي، خو خبره دا ده چې هغوي په يو نوي ټولنيز جوړښت کې واقع شوي دي. پوليسو سره ثبت شوې معلومات هم ښيي چې هغه د خلکو لخوا د ورکړل شویو رپوټونو پر بنسټ چمتو شوي نه د خپلو سترګو ليدلي شواهدو له مخې».

دا چې د جرمي مواردو نسبت، د آلمانيانو په پرتله مهاجرو ته زيات ورکول کيږی بايد په اړه يې پاملرنه وشي. پفایفر د بيلګې په توګه دوه نومونو ته اشاره وکړه چې يو يې په آلمان او بل يې په بهر کې معمول دی: « کله چې مکس د مورتيس له لورې تر حملې لاندې نيول کيږي، پوليسو سره د دغه رپوټ ثبتول ۱۹ سلنه وي خو برخلاف کله چې وویل شي چې مکس د محمد لخوا تر حملې لاندې نيول شوی دی، په دې صورت کې پوليسو سره د دغه رپوټ ثبتول احتمالا ۲۹ سلنې ته رسيږي.

آيا مهاجر تر آلمانيانو زيات مجرم دي

په تيرو دوو کلونو کې له يو ميليون څخه زياتو مهاجرو آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. د دغو مهاجرو د جرمونو او غيرقانوني کړنو واقعي آمار په څه حد کي قرار لري؟ دا يوه ډيره حساسه موضوع ده او په عين حال کې يې پرتله کول ګران بريښي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.05.2016):