1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

آيا راشد خان په راتلونکو لوبو کې لوبېدلی شي؟

۱۳۹۸ خرداد ۱۹, یکشنبه

راشد خان د نوي زيلند سره د لوبې پر وخت په سر ولگيد او ټپي شو. هغه بيا په دغه لوبه کې چې نوي زيلند په اووه وېکټو وگټله، نوره لوبه ونه کړه. خو آيا نوموړی به په نورو لوبو کې ولوبيږي؟

https://p.dw.com/p/3K5my
ICC Cricket World Cup Afghanistan -  Neuseeland
انځور: Getty Images/AFP/S. Khan

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې تکړه توپ اچوونکی راشد د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون ۸) د توپ وهنې پر وخت د نوي زيلند د توپ اچوونکي لوکي فرگوسن پر يوه توپ ټپي شو.

په لوبه کې د راشد خان نه شتون د افغان لوبډلې د توپ اچوونې برخې له پاره چې د نړۍ په ښو بالرانو کې شمير کيږي، يوه لويه تشه وه. افغانستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او نوي زيلند ته یې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه. دغه هدف د نوي زيلند لوبډلې په داسې حال کې پوره کړ چې ۱۰۸ بالونه یې لا پاتې ول.

دا د افغانستان له پاره د کريکټ د نړيوال جام د روانو سياليو په ترڅ کې دريمه ناکامي وه. افغان لوبډله په داسې حال کې له دې ناکامۍ سره مخامخ کيږي چې تکړه توپ وهونکی او وېکټ ساتونکی شهزاد محمدي هم د ټپي کېدو له کبله نور د نړيوال جام په سياليو کې نه لوبيږي.

د کريکټ نړيوالې شورا (آي سي سي) په يوه اعلاميه کې ويلي چې په ټاونټن لوبغالي کې د کېدونکې لوبې څخه د راشد خان ايستل يو احتياطي گام وو. افغان لوبډلمشر گلبدين نايب هم بيا وروسته وويل چې د راشد روغتيايي وضيعت هومره هم بد نه دی لکه په لومړي سر کې چې ښکاريده. نايب وويل: «هغه اوس ځان ډېر ښه احساسوي. هغه ښه دی اوس.»

Asia Cup Cricket | Afghanistan vs. Bangladesch
انځور: Getty Images/AFP/I.S. Kodikara

راشد خان په ساعت کې د ۱۴۰ کيلومترو سرعت لرونکي بال سره پر سر لگېدلی وو او ډاکترانو ورته د استراحت سپارښتنه کړې وه. د لوبډلې ډاکتر وويل: «همدا وجه وه چې نوموړي ته مو ميدان ته د نه وتلو توصيه وکړه.»

راشد خان په دې لوبه کې تر ټپي کيدو دمخه يوه منډه هم جوړه نه کړای شوه او په بال سره تر لگېدو وروسته له ميدانه ووت.

افغانستان به خپله بله لوبه راتلونکې اوونۍ له جنوبي افریقا سره وکړي. د کريکټ نړيوالې شورا ويلي چې د بلې لوبې د مخه به وکتل شي چې آیا راشد خان لوبيدلی شي او که نه؟ خو کپتان گلبدين نايب په دې ډاډه دی چې تکړه بالر به یې په راتلونکې اوونۍ کې بيرته ولوبيدلی شي. نوموړي وويل: «هغه ښه دی. افغانان ډېر پياوړي او قوي خلک دي.»

شل کلن راشد خان چې سپينر بالر دی او تل ښه لوبه کوي، په روان نړيوال جام کې تر اوسه نبستاً ډېر نه دی ځليدلی. هغه د استرليا په خلاف لوبه کې د ۵۲ منډو په ورکولو سره يوه وېکټه او د سريلنکا سره په لوبه کې د ۱۷ منډو په ورکولو سره ۲ وېکټې اخيتسي دي.

د افغان لوبډلې يوه بل تکړه توپ اچوونکي حميد حسن وويل چې د لوبو ترمنځ اوږده دمه به د ټولو بالرانو په گټه وي. هغه وويل: «موږ به راتلونکو شپږو لوبو له پاره ځانونه له نوي سره چمتو کړو.» هغه زياته کړه: «موږ بايد تل پام وکړو او تر پای پورې مثبت و اوسو. د وروستۍ لوبې تر وروستي توپه پورې. موږ به خپله روحيه لوړه ساتو.»

bs/ns (AP)

زموږ له آرشيف څخه: