1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د کیمیاوي وسلو په جوړولو کې آلماني موادو کارشوی؟

مسعود جهش «آژانسونه»۱۳۹۲ مهر ۹, سه‌شنبه

په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پر سر تر توافق وروسته په آلمان کې دغه پوښتنه رامنځ ته شوې ده چې آیا سوریې ته د دغه هیواد له صادرو شویو کیمیاوي موادو څخه د وسلو د جوړولو په موخه ګټه اخيستله شوې او که نه؟

https://p.dw.com/p/19sOH
انځور: Reuters/Mohamed Abdullah

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ چې په کې د آلمان د فدرال حکومت د اقتصاد وزارت په حواله راغلي وو چې آلمان آن په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو وروسته هم دغه هیواد ته داسې کیمیاوي مواد صادر کړي دي چې کیدای شي له هغوی څخه د کیمیاوي وسلو په جوړولو کې کار واخیستل شي.

د دغه روپوټ په غبرګون کې د آلمان د اقتصاد وزارت ویلي دي چې دغه مواد یوازې په غیر پوځي برخو کې د استفادې له پاره سوریې ته صادر شوي ول. د آلمان د اقتصاد وزارت زیاته کړې ده چې د ۲۰۱۱ کال د اپریل میاشتې تر پایه پورې سوریې ته د کیمیاوي موادو د صادرولو قانوني مجوز موجود وو.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې که څه هم په سوریې کې کورنۍ جګړه پیل شوې وه خو د سوریې حکومت داسې قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي ول چې له مخې یې آلمان پر دې موضوع چې صادر شوي مواد یې د کیمیاوي وسلو د جوړولو په موخه نه کاریږي ډاډه شوی وو.

د کیمیاوي وسلو د کارونې د مخنیوي سازمان (OPCW) غړي د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول سوریې ته ولاړل ترڅو د دغه هیواد د کیمیاوي وسلو د ځیرمو اندازه تعینه کړي او د هغوی د له منځه وړلو پر بهیر باندې څارنه وکړي.

د هغو کیمیاوي موادو په ډله کې چې په ۲۰۱۱ کال کې سوریې ته صادر شوي دي د «ګالاونو او سیانید اسید» یو مخلوط هم شامل دی چې کیدای شي د کیمیاوي وسلو په جوړولو کې ورڅخه ګټه پورته شي. خو د آلمان د اقتصاد وزارت ویلي دي چې د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې پر سوریې باندې تر بندیزونو وروسته دمشق ته د دغو موادو د صادرولو لړۍ بنده شوې ده. خو د آلمان له سوسیال دیموکرات ګوند څخه کلوس بارتل، په دې اړه وایي: «په راتلونکې کې باید دغه شان یو وضعیت رامنځ ته نه شي. دا خبره د منلو وړ نه ده چې په سوریې کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو وروسته هم دغه هیواد ته داسې مواد صادر شوي ول چې د کیمیاوي وسلو په جوړولو کې ورڅخه ګټه پورته کیدای شي.»

په دې اړه د آلمان د مسیحي دیموکراتانو له ګوند څخه رودریک کیزي، وايي چې موجوده کړنلاره د قناعت وړه نه ده. هغه زیاتوي چې صادروونکي باید په دې اړه چې له موادو څخه یې ناوړه ګټه نه پورته کیږي ځان ډاډه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې حکومت په وروستیو وختونو کې ډاډ ورکړی دی چې د خپلو کیمیاوي وسلو له منځه وړلو ته چمتو دی. اوس به نو د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک له مخې د ۲۰۱۴ کال تر نیمایي پورې د دمشق ټولې کیمیاوي وسلې له منځه ولاړې شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب