1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د پاکستان اوهند تر منځ به په اړيکو کي تودوالی راشي ؟

۱۳۸۸ مهر ۳, جمعه

دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي غواړي چي په نيويارک کي دملګرو ملتونو دټولني دعمومي غونډي په بهير کي دهند دبهرنيو چارو دوزير S.M. Krishna سره وګوري

https://p.dw.com/p/Joyu
دپاکستان اوهندوستان تر منځ سرحدي پوسته
دپاکستان اوهندوستان تر منځ سرحدي پوستهانځور: AP

ښايي ددوی کتنه دراتلونکي يکشنبې په ورځ وشي . دغه خبره دپاکستان دبهرنيو چارو وزير قريشي درويټر دخبر رسولو دآژانس سره په يوه مرکه کي کوي ،او وايي هيله ده چي ددغي کتني په ترڅ کي دې ته لاره هواره شي چي ددواړو هيوادو تر منځ دسولي کومي خبري چي دتير کال دنومبر دمياشتي راهيسي په بمبيي کي دترهګري ګوزارونو دپيښي راهيسي په ټپه دريدلي وې، بيرته پيل شي .

دهند حکومت له پاکستان سره دسولي دخبرو دغه پنځه کلنه پروسه ددې په خاطر ځنډولې چي وايي دممبای دترهګرۍ په پيښه کي دهغه تند لارو اسلامي ډلو لاس دی، چي مرکزونه يې په پاکستان کي دی . او تر څو چي دپاکستان حکومت دترهګرۍ پر ضد مبارزه کي دزړه له کومي اغيزمن ګامونه وانخلي او د بمبيي دترهګري په پيښه کي ګرم کسان دهند حکومت ته ونه سپاري ،هند به د پاکستان سره دسولي خبرو ته نه حاضريږي .

له بله پلوه دامريکې متحده ايالتونه غواړي چي دغه د اټومي سلاوو لرونکي ګاونډي او پخپل منځ کي سره وران هيوادونه د خپل منځي شخړو دحل دپاره دخبرو په ميز ته سره کښېني ،تر څو پاکستان دهند دګاونډي هيواد له خوا دخطر دنه احساسولو په صورت کي وکولای سي، خپل ټول پوځي او استخباراتي امکانات دافغانستان په ګډو پولو کي دالقاعده دنړيوال اسلامي تروريستي سازمان او دتند لارو طالبانو شبکو ته متوجه کړي .

داچي دپاکستان دبهر نيو چارو وزير شاه محمود قريشي دهند دبهرنيو چارو له وزير S.M Krishna سره دخپلو خبرو څخه څه تمي لري ، په دې هکله درويتر دخبري آژانس خبر يال يو لړ پوښتني مطرح کوي او ليکي چي :

دنيويارک دخبرو څخه دا تمه نسي کيدلای چي ددواړو هيوادونو په منځ کي سړه فضا سمدستي پای ته ورسيږي ، خو د دغه خبرو څخه داتمه کيدای سي چي ښايي په راتلونکي کي دهند دلمړي وزير من موهن سنګه او دپاکستان دلمړي وزير يوسف رضا ګيلاني ترمنځ دکتني او خبرو امکانات د کامنولت يا دګډو ګټو دهيوادونو دسرمشريزي د غونډي په ترڅ کي چي دنومبر په مياشت کي په Trinidad کي پلان شويدي ، برابر شي .

دهمدې روان ميلادي کال دجون دمياشتي راهيسي تر اوسه دهند اوپاکستان دمشرانو ترمنځ د بيلابيلو نړيوالو غونډو په ترڅ کي د دوه اړخيزو خبرو امکانات برابر شوي وه ، خو بياهم ددواړه هيوادنو ترمنځ دسولي دخبرو دبيا پيل کيدلو دپاره لاره ځکه نده هواره شوې، چي هند وايي د تير کال دنومبر په مياشت کي دهند د بمبيي دښار په ترهګري ګوزارو کي دلشکر طيبه په نامه دهغه تند لاري اسلامي ډلي لاس ؤ، چي هډه يي په پاکستان کي ده . او پاکستاني چارواکي بايد په دغه پيښه کي ګرم کسان ونيسي او هغوي دهند حکومت ته وسپاري .

Yousuf Raza Gilani pakistanischer Premierminister
انځور: AP

اوبيا ددې پوښتني په ځواب کي چي دهند اوپاکستان ترمنځ رواني لانجې او شخړي به پر افغانستان باندي څه اغيزي ولري ، داسي ويل کيږي چي :

هند اوپاکستان دواړه پخپل منځ کي داسيالي لري چي په افغانستان کي خپل نفوذ زيات کړي . په تيره بيا له دې کبله چي پاکستان د افغانستان سره اوږده پوله لري .نو له ستراتيژيکي پلوه غواړي چي که يو وخت دهند سره جګړه ولري، نو وکولای سي افغانستان دپاکستان دپاره په اصطلا دپه شا تللو يوه ډاډه جبهه وي .

دبله طرفه په افغانستان کي بيا ولسمشر حامد کرزی اودده ملاتړ کونکي ، دهند له حکومت سره ډيري نژدې اړيکي پالي ،او هندهم دافغانستان سره پراخي مرستي کړي او کوي يې . ځکه نو پاکستان داويره لري چي دهند او افغانستان ترمنځ داړيکو دلا پسي ښه کيدلو په صورت کي به دغه هيواد دهند او افغانستان دواړو د خواڅخه تر فشارلاندي راسي . افغانستان تر اوسه هيڅ کله له پاکستان سره خپلي ګډي پولي چي دډيورند دکرښي په نامه ياديږي ،په رسميت ندي پيژندلي ، او هند هم دافغانستان ددغه دريځ څخه ملاتړکوي .

له بله پلوه دامريکا دمتحده ايالتونو دا دريځ چي غواړي دپاکستان پوځ پياوړي کړي ،تر څو وکولای سي دتند لارو طالبانواو نورو تند لارو اسلامي ډلوسره مقاومت وکړي ،نو دغه عمل په سيمه کي دهند دنفوذ دمخنيوي دپاره يو عمل بلل کيدای شي .

ځيني ناظرين په سيمه کي ديوې بلي احتمالي جګړې خطر هم ويني ،او وايي چي که چيري دامريکايي او دناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، او په دغه سيمه کي بيرته طالبان دځواک په مسند کښيني ، نو کيدای سي هند دروسيې او ايران په همکارۍ سره په دغه سيمه کي دطالبانو دواکدارۍ پر ضد يوه بله ټلواله پرانيزي .

په افغانستان کي دامريکې دمتحده ايالتونو او دناټو ستر امريکايي قوماندان په همدې اونۍ کي دافغانستان په لانجه کي يوې بلي سيمه ايزي سيالۍ ته ګوته ونيوله، او وايي چي که چيري په افغانستان کي دهند نفوذ نورهم زيات شي ، نو ددې امکان سته چي پاکستان په سيمه کي دهند دزيات نفوذ دمخنيوي دپاره په داسي اقداماتو لاس پوري کړي چي په سيمه کي به کړکيچونه لاپسي زيات کړي .

رويټر/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري