1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د طالبانو سره معامله اوخبري کول امکان لري

۱۳۸۸ خرداد ۱۲, سه‌شنبه

د امريکا جمهوررييس بارک اوباما او دده حکومت غواړي په افغانستان او پاکستان کښي د په اصطلاح «معتدلو طالبانو »سره روغه جوړه وکړي ، او په يوه سياسي الترناتيف پسي ګرزي ...

https://p.dw.com/p/I22J
هغه سمبوليک تصوير چه اوباما غواړي د طالبانو سره خبري وکي
هغه سمبوليک تصوير چه اوباما غواړي د طالبانو سره خبري وکيانځور: AP / DW-Fotomontage

د منځ پلوه طالبانو په هکله بحث کي دري پوښتني منځته راځي چي له يو بل سره اړوند لري : يو داچي طالبان اود جهاد له تعصب څخه ډکه ايديولوژي څومره مهمه ده ، دمثال په ډول ددوی دجګړو ټولنيز علتونه کوم نقش لوبوي ؟ ،او دويمه پوښتنه داده چي آيا سړی ددوی ترمنځ درز منځته راوړلای شي ؟. اودريمه پوښتنه داسي ده چي آيا بايد سړی د طالبانو سره معامله وکي او وغږيږي ؟

پاکستاني طالبان ټول يوشانته ندي .پدې وروستيو وختونوکي ډيرو نورو زورلارو ډلو چي دمختلفو نوروانګيزو له مخي يې وسلو ته لاس اچولی دی، د طالبانو سره يو ځای شوی دي . دلندن دپوهنتون استاد اوټولنيز تاريخ پوه مارکوس ديچسل وايي، دوی غريب خلک دي چي پدې ډول غواړي په فشاراو د زور د لاري ددولت څخه امتيازونه ترلاسه کړي . دی زياتوی،

«مهمه داده چي سړی د«طالبي کيدو» لپاره کومه عمومي دحل لاره ونه لټوي ،بلکه دټولو دغو سيمو شرايط او لانجې يويو په پام کي ونيسي . وروسته تر هغه سړی سيمه ايزود حل لاروته رسيږي چي زيادتره مذهبي نه بلکه ټولنيزه اقتصادي بڼه لري . »

همدغه ډول دافغانستان طالبان هم ټول ديني متعصب کسان ندي چي په هيڅ وجه روغي ته چمتو نوي . انتونيو ګيوستوزي دلندن دسکول اف ايکونوميکس دطالبانودچارو کارپوه وايي چي، دوی دکورنۍ جګړې په وروستيو کلونوکي نسبتاً معتدله تګلاره غوره کړه ترڅوچي ددوی لخوا په نيول شوو سيموکي خلک ونه ډارکړي . ګيوتوزي زياتوي :

«داواقعيت ،چي طالبان دخپلو سيمو پر حکومتونوباندي ځانونه متمرکزوي ، اعتدال راوستونکی اثرپرې کوي، او موږ پوهيږو چي دا ددې سبب کيږي چي ددوی اودملاعمر په مشرۍ طالبانوترمنځ لانجې منځته راوړي کوم چي دجهاد له نړيوالي شبکي سره ګډ کارکوي .»

ګيوستوزي وايي چي دملا عمردشاوخوا طالبان هم خبرو اترو ته علاقه لري . خودوی به دښکاره خبرو اترو په ترڅ کي کوښښ وکوي چي دشوروي اتحاد پر ضد جګړې پخواني محافظه کاره سياستوال په خپل پلو کړي . ګيوستوزي زياتوي ،

« زه فکرکوم چي خبري اتري به دوی ته داسي صحنه اوميدان په واک کي ورکړي چي دعامو خلکو پر عقيدې باندي داغيزې داچولو لپاره ګټه ورڅخه واخلي، ځکه داښکاره ده کله چي سړی په خبرو اترو پيل کوي نوخپلي دعلاقې وړ موضوعګاني په واضحه څرګندوي . دمثال په ډول کيدای شي چي طالبان دقضايي چارو اسلامي کيدل، اويا د هيواد څخه دبهرنيو ځواکونو وتل غواړي . نوداسلامي ګوندونو مشران دهغه پر ضد څه ويلی نسي، اوپدې ډول طالبانوته داامکان چي« دطالبانو پر ضد اتتلاف » په منځ کي درز منځته راوړي ،په لاس ورځي .»

په پاکستان کي له طالبانوسره خبري اتري حرامي ندي .بلکه برخلاف دپرويز مشرف په وخت کي پوځ کله له طالبانوسره معاهده اوکله يي جګړه ورسره کوله . همدغه ډول دپاکستان په ديموکرات ډول ټاکل شوی حکومت هم همدا لږه موده دمخه ترخبرو اترو وروسته دسوات په دره کي دشريعت دجاري کولو دپاره يوه معاهده ورسره وکړه . له هغه نه پس دامريکا دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزيري کلينتن نوموړي حکومت ته پيغور ورکړ چي طالبانو ته تسليم شويدی . مارکوس ديشزل داانتقاد ناحقه بولي، او وايي :چي خبري اتري له زورلارو سره دپاکستان دحکومتونو چل او عنعنوي تاکتيک دی، دی دهغه دعملي کولو لاره داسي توضيح کوي :

«لمړی خبري اتري کيږي او وخت ترلاسه کيږي . وروسته تر هغه ډيرژر ديته پام کيږي چي له دې معاهدې سره سم عمل نه کيږي . اودهغه له امله ددښمن ترمنځ دوه والی راځي . اوسړی منځ پلوه خوا دې ته اړه کوي چي له نوموړي معاهدې سره سم عمل وکړي ،او دافراطي خواڅخه مخ واړوي . نوهغوی پدې ډول له پوځي اوسياسي پلوه ډير کمزوري کيږي . دهمدي لپاره زه نه وايم چي دسولي دمعاهدي ناکاميدل ددې ثبوت دی چي دې چل کارورنکړ، بلکه زما په عقيده دا ددغه تاکتيک يو جز ؤ.»

په واقعيت کي دپاکستان حکومت پردې بريالی شو، چي په هغه هيواد کي کله چي طالبانو دمعاهدې څخه غاړه وغړوله، اوهڅه يې وکړه چي له هغه ځايه نورو سيموته ځان پلن کړي، دطالبانوپر ضددسوات په دره کي دستربريد لپاره ډيرملاتړترلاسه کړي . اودا ناممکنه نده چي نوموړي حکومت هماغه له لمړي سر څخه همدا په ذهن کي درلودل .

بېرتلاين/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري