1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د افغانستان لانجه د سولي پرته د حل بله لار لري؟

۱۳۹۰ مهر ۵, سه‌شنبه

نن په کابل کي په سلګونو تنو د سولي د عالي شورا د پخواني مشر پر مرگ او له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو پر ضد لاريون وکړ.لاريون کوونکو د لوپوړو چارواکو د وژلو په مخنيوي کي د دولت هڅي بې گټي وبللې.

https://p.dw.com/p/12hFk
د کابل لاريون
د کابل لاريونانځور: DW

آيا د افغانستان لانجه د سولي پرته د حل کومه بله لاره لري که څنګه؟ دې پوښتني ته د سياسي چارو کارپوه بشير عاطف د دويچه ويله سره په يوه ځانگړې مرکه کي جواب ويلی.

دويچه ويله: ښاغلي عاطف د نن ورځي د لاريون کونکو دغه غوښتنه چي وايي د سولي خبري بايد له دولت ضد وسله والو سره ودرول سي قانوني او حقوقي بنسټ لري که څنګه؟

عاطف: د سولي مخالفين د سولي د پروسې له پيل راهيسي شتون لري، د بيان آزادي هر چا ته حق ورکوي، چي خپلي غوښتني څرګندي کړي. که له نظام سره مخالفي وي که له کومي پروسې سره، په دې باندي څوک نه سو ملامتولای، دا قانوني ممانعت نه لري، خو کله چي خبره ملي مصالحو ته رسيږي هغه به ستونزه ولري. وګوري نن د سولي اړتيا دلته محسوسسه ده او نړيواله ټولنه هم په دي باور ده چي بې له سولي کومه بل لاره نشته، د افغانستان په ديارلسو ولايتونو کي جګړه روانه ده هره ورځ خلک وژل کيږي، هلته سوله ډيره اړينه مسله ده. او دې خوا ته هم سوله مخالفين لري خو په ديپلوماتيکه توګه.

دويچه ويله: لاريون کوونکو نن ويل چي که يې غوښتني و نه منل سي دوی به مظاهري په سختو حرکاتو بدلي کړي په دي اړه ستاسو نظر څه دی؟

عاطف: که چيرته خلک د غونډو او لاريونونو په  تر سره کولو خپلي غوښتني مطرح کوي دا د دوی حق دی او که مطلب دا وي چي، په غير مدني حرکاتو لاس پوري کوي، يا وسلي ته لاس کوي لکه څنګه چي تبصري هم کيږي او هغه کسان چي وسله اخلي هغه بغاوت دي بايد له دغسي کسانو سره قانوني چلند وشي، او د هيواد ځواکونه بيا دنده لري چي له دغسي کسانو سره د مخالفينو په څېر و جنگيږي.

دويچه ويله: ستاسو په نظر آيا د مظاهرو تر سره کول به د سولي د عالي شورا پر هڅو څه اغيز ولري؟

عاطف: نه زه ګمان نه کوم، ما مخکي وويل، چي دغه مخالفتونه چي اوس روان دي دا نوي نه دي، دا هم هغه کسان دي چي د سولي له پروسي سره له پخوا مخالفت کوي، ښايي يو عامل يې دا وي، چي نه غواړي مخالفين د سولي په پروسه کي شريک سي او يا د واک په ويش کي شريک سي.

دويچه ويله: دوی ولي ددې څخه بيريږي؟

عاطف: ځکه د واک د ويش دغه اوسنۍ معادله له مينځه ځي ځکه که مخالفين راسي او په سياسي ويش  کي برخه واخلي د اوسنيو کسانو ونډه کميږي، د سولي عالي شورا په داخل او بهر کي مخالفين لري او زه باور نه لرم چي د دغسي لاريونونو په تر سره کولو سره د سولي دعالي شورا دريځ بدل سي.

دويچه ويله: ننيو کسانو ويل چي موږ د ټول افغانستان استازي توب کوو ځکه د هر ټبر خلک زموږ په ډله کي دی، ايا دا د ټول افغانستان غوښتنه ده چي د سولي خبري دي بندي سي؟

عاطف: يوه خبره زه کوم هغه دا چي موږ تر اوسه داسي سياسي حرکت نه لرو، چي د ملت نمايندګي وکړای سي.

داسي ګوند نه سته چي د سياسي حرکتونو استازي توب وکړي، تر اوسه پوري هيڅ څوک ادعا نه سي کولای چي موږ د ټول افغانستان استازي يو، خو اټکليزه سروي ښيي چي د سولي د پروسي پلويان زيات دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل