1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د آلمان اردو نورو سرتېرو ته اړتيا لري؟

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۴, شنبه

د آلمان د حکومت هغه پرېکړه چې له فرانسې سره په سوريه کې د داعش ترهګرو ضد جنګ کې ګډون کوي، په آلمان کې اوس دا بحث راټوکولی دی چې آيا د سرتېرو شمېر دې زيات شي، که نه.

https://p.dw.com/p/1HHrO
انځور: picture-alliance/dpa/J. Wolf

د آلمان د اردو صنفي اتحاديې د آلمان پارلمان له خوا د سوريې د ماوريت تر تصويبېدو وروسته زيات عسکر غوښتي دي. د دغې اتحاديې مشر، اندرې ويستنر د «پاساور نوې پرېسه» ورځپاڼې ته د شنبې په ورځ ويلي دي چې «اوسمهال موږ لږ تر لږه ۵۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ پورې زياتو عسکرو ته اړتيا لرو.» دې ته له دې کبله هم اړتيا ليدله کيږي، ځکه چې د جنورۍ مياشتې وروسته «د کار ورځنۍ موده هم په قانوني لحاظ تعيينيږي چې د ۲۴ ساعته خدمت اجازه د روغتيايي عواملو په اساس نور نه ورکول کيږي.»

د يادي صنفي اتحاديې د څرګندونو له مخې د عسکرو شمېر ډېر راټيټ شوی دی، ځکه چې «د ۲۰۱۱ کال د اصلاحاتو پر مهال هيچا د يوکراين کړکېچ او د داعش پر ضد جګړې اټکل لا نه و کړی.» سياستوالو هغه وخت د دې انتظار نه لاره چې په ۲۰۱۶ کال کې به څه باندې ۲۰۰۰۰ سرتېري په ماموريتونو بوخت وي يا داسې ورته دندو ته وګومارل شي لکه له کډوالو سره د مرستو بهير. ويستنر زياتوي چې «اوس د افغانستان ماموريت هم اوږد شوی دی او موږ د عراق په شمال او مالي کې هم خپل حضور پراخوو.»

په بېړني حالت کې د ځانګړو ځواکونو استول

د آلمان پارلمان د جمعې په ورځ په لوی اکثريت د سوريې ماموريت منلی و. په دې ترتيب آلمان تر ۱۲۰۰ سرتېري د تروريستي اسلامي دولت ډلې په وړاندې ماموريت ته استوي. د «بيلد» ورځپاڼې د شنبې په ورځ د پارلماني کړيو په حواله راپور ورکړی دی چې حکومت په بېړني حالت کې غواړي چې د آلمان د ځانګړو ځواکونو واحد هم سوريې ته ولېږي. دغه خبره د پارلمان د دفاعي پلاوي په وړاندې د دفاع وزيرې، اورزولا فون دېر لاين او لوی درستيز، فولکر ويکر د راڅرګندېدو پر مهال جوته شوې ده. هلته وويل شول چې په بېړنيو حالاتو کې به د ځانګړو ځواکونو واحد هم په اختيار کې وي. د ټاکلو دندو په کتار کې د لوېدلو تورنادو ډوله الوتکو د پيلوټانو د آزادولو عمليات هم راتلی شي.

په داسې حال کې چې د دفاع وزيرې په يوه مطبوعاتي غونډه کې د پرسونل شمېر ته اشاره کړې وه، خو د بهرنيو چارو د وزير، فرانک والتر شتاينماير په خبره د لا زياتو بهرنيو ماموريتونو له پاره د آلماني اردو د سرتېرو شمېر زياتوالی لا د آلمان د حکومت له پاره کومه موضوع نه ده ګرځېدلې. د سوسيال دموکرات ګوند دغه سياستوال وويل چې «تر اوسه مو په کابينه يا د وزيرانو په منځ کې د آلمان پوځ د غټولو په اړه بحث نه دی کړی.» د سوريې د ماموريت پرېکړه د آلمان پوځ د مشرتابه او د دفاع د وزيرې له خوا د ټول ټال ۱۷۹۰۰۰ عسکرو په اساس شوې ده.

د پخوا په پرتله اوس لږ شمېر آلماني عسکر په بهر کې مېشت دي

اصلي شمېرو ته کتنه د اضافه ځواکونو د غوښتنې په اړه بحث د توجيه وړ نه په ګوته کوي. سمه خبره دا ده چې د سوريې د ماموريت له پاره د عسکرو سربېره به ۸۲۰ نور عسکر افغانستان، عراق او مالي ته واستول شي. ورسره جوخت په ترکيه کې د ۳۰۰ عسکرو د توغنديو دفاعي ماموريت پای ته رسيږي. سږ کال له هېواد څخه دباندې د ګومارل شوو عسکرو شمېر له افغانستان څخه د ډېرو سرتېرو په وتلو سره د ۱۹۹۰ يمو کلونو راهيسې تر ټولو ټيتو شمېرو ته راغلی دی. دا مهال يوازې څه نا څه ۳۰۰۰ آلمانيان په بهر کې مېشت شوي دي، چې د اوج ټکی يې پخوا آن ۱۰۰۰۰ ته رسېدلی و. د آلمان د پارلمان د دفاعي چارو استازی، هانس پېتر بارتلس د پوځيانو له شمېر سر د انعطاف منونکي چلند غوښتنه کوي چې د «حدودو ټاکنې» د ده په خبره «عقيدوي يا دوګماتيکه» بڼه خپله کړې ده.