1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا ترکيه طالبان مهارولی شي؟

۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

د ناټو تقريباً ټول ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي او اوس ترکيه غواړي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو دغه تشه ډکه کړي. خو طالبانو انقرې ته څرګند ګواښونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/3wKMh
Aschraf Ghani Ahmadsai trifft Erdogan in Kabul
انځور: picture alliance/AA/K.Ozer

وروسته له هغې چې تقريباً ټول لويديځ ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي، د افغانستان مرکزي حکومت له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې تقريباً يوازې دی. خو اوس ښايي انقره له کابل سره پوځي ملاتړ وکړي.

دغسې پلانونه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په جولای کې د ناټو سرمشريزې په څنډه کې وړاندې کړل. د دغه ماموريت اصلي تمرکز به ښايي د کابل پر حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر وي چې ترکي سرتېري به يې ساتنه پر غاړه لري. د ناټو سرمنشي، ينس ستولنتبرګ، په بروکسل کې د ترکيې پر »کليدي رول» ټينګار وکړ. خو رسمي پرېکړه لا نه ده شوې. داسې ښايي چې د پردې تر شا د انقرې او واشنګټن تر منځ خبرې اترې جريان لري.

طالبان د ترکيې «اشغال» نه مني

خو نه يوازې غربي لوبغاړي د ترکيې له احتمالي حضور او عملياتو سره له خپلو ګټو څخه دفاع کوي. د ډېر شمېر بهرنيو ځواکونو د وتلو راهيسې طالبان هم په هېواد کې اوس واک غواړي.

د ترکیې له تازه هلو ځلو څخه د ناټو ډېری استازي هرکلی کوي ځکه چې د اکثر مسلمان هېواد په توګه ترکيه د افغانستان د کشالې په برخه کې د منځګړيتوب يو رول لوبولی شي.

خو د طالبانو پخواني وياند، سهيل شاهين، دغه خبره له بي بي سي سره په خبرو کې رد کړه. په خبره يې ټول بهرني سرتېري چې له سپتمبر مياشتې وروسته په افغانستان کې پاتې کيږي، دوی به اشغالګر وبلل شي. د سهيل په خبره بايد »ټول خارجي ځواکونه، قرارداديان، مشاورین او روزونکي له هېواد څخه ووځي.«

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

کارپوهان له پوځي عملياتو خبرداری ورکوي

هغه کارپوهان چې دويچه ويله ورسره خبرې کړې دي، په کابل کې د ترکیې د پوځي ماموريت له ګواښونو څخه خبرداری ورکوي. ايلهان اوزګل، چې د انقرې په پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو کارپوه دی، دې ته اشاره کوي چې ۶۰ زره طالبان د کاغذ پر مخ له ۳۰۰ زره افغان پوځيانو سره مخامخ دي، هغه سرتېري چې شل کاله د ناټو له خوا روزل شوي هم دي.

د هغه په خبره «سره له دې هم سيمې نيول کيږي. افغان پوځ چې په تيورۍ کې بايد ورڅخه پياوړی وي، د جګړې په ډګر کې هسې فعال بيا نه دی.«

سېزين اوونی چې د نړيوالو اړيکو کارپوهه ده، هم په دې نظر ده چې د طالبانو د برياوو مخه نه شي نيول کېدای. د هغې په خبره بايد «بهرني سرتېري په افغاستان کې د طالبانو له خوا وزغمل شي.«

انقره کوم علايق لري؟

د ناټو له ډېرو غړو سره د ترکيې ارتباطات هم ترينګلي دي. واشنګټن او نور دې ته حيران دي چې ترکيه غواړي خپل هوايي حريم د کوم غربي سيستم پرځای د روسيې د دفاع له اس ۴۰۰ توغديز سيستم سره وژغوري. دغې پرېکړې ته په غبرګون کې متحده آيالاتو ترکيه د اف ۳۵ بم غورځونکې الوتکې له پروګرام څخه ايستلې ده چې د ترکيې هوايي ځواک ته به اوس نه ورکول کيږي. دغه اړيکې د متحده آيالاتو هغې پرېکړې هم اغېزمن کړي دي چې د لومړي نړيوال جنګ پر مهال د ارمنيانو وژنه يې ولس وژنه درجه بندي کړې ده.

کارپوهان وايي چې ولسمشر اردوغان دا مهال هڅه کوي چې ترينګلتيا راکمه کړي تر څو د بنديزونو مخه يې هم نيولې وي. د ايلهام اوزګل په خبره د دې له پاره چې خپل غربي متحدين آرام کړي، انقره اوس حتی چمتو ده چې په افغانستان کې خطرناک عملياتونه پر غاړه واخلي. انقره غواړي له دې لارې لويديځ ته وښيي چې په امنيتي چارو کې د زياتې همکارۍ لېوالتيا لري.