1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا ایراني ځواکونه سوریې ته تللي؟

۱۳۹۴ مهر ۱۰, جمعه

سوریې ته د ایراني ځواکونو د رسیدو رپوټونه ورکول کیږي، څو د حزب الله له جنگیالیو سره د بشارالاسد په ملاتړ له سترو ځمکنیو تعرضونو سره یو ځای شي. روسیې هم د یاغیانو پر خزو هوایي بمبارۍ پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Ghh8
انځور: picture-alliance/dpa/Y.Kochetkov

رویټرز خبري آژانس د دوو لبنانیانو په حواله ویلي دي چې په تیرو لسو ورځو کې په سلونو ایراني ځواکونه سوریې ته رسیدلي دي. ویل شوي دي چې هغوی د تعرضي عملیاتو له پاره وسلې لري.

دغه خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله لیکلي دي: «د ایران د ځمکینو ځواکونو د لښکر مخکښي ډلگۍ سوریې ته رسیدل پیل شوي دي. په پام کې ده چې په ځانگړې توگه عسکر او افسران په جگړه کې برخه واخلي. هغوی مشاورین نه دي...په سونو کسان په تجهیزاتو او وسلو سمبال دي.» ويل کيږي چې له هغوی سره به نور ایراني ځواکونه هم یو ځای شي.

تر وروستیو وختونو پورې د سوریې د ولسمشر د مستقیم ملاتړ له پاره د ایران پوځي مرستې زیاتره د پوځي سلاکارانو په بڼه وې. ایران د ځینو عراقیانو او افغانانو په شمول د شیعه ملیشو جنگیالي چمتو کړي دي چې د سوریې د حکومت په پلوۍ وجنگیږي.

په عین وخت کې داسې رپوټونه ورکول کیږي چې د روسیې جنگي جېټ الوتکو د بمباریو په دوهمه ورځ د هغو پاڅون کوونکو یو مرکز بمبار کړی چې د امریکا متحدو ایالاتو د استخباراتي ادارې (سي آی اې) له لوري روزل شوي وو.

د «لیوا الصقور الجبال» ډلي مشر حسن حج علي، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې په عدلیب ښار کې د دوی مرکز یو له اهدافو څخه وو. دغه ډله د سوریې د آزادي بخښونکي پوځ برخه ده.

د پېنتاگون د وینا له مخې د پنجشنبې په ورځ د متحدو ایالاتو او روسیې جگپوړو چارواکو د یوه ویدیويي کنفرانس له لارې خبرې اترې وکړي چې څرنگه د هوايي بمباریو پر مهال د احتمالي تیروتنو مخه ونیول شي.