1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پر غير دولتي موسسو انتقاد وشو

۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبه

«د آلمان له خوا له داسې غير دولتي موسسو څخه ملاتړ چې د اسرائيل په داخلي چارو کې مداخله کوي يا د اسرائيل ضد فعاليتونو ته وده ورکوي، بې سارې خبر ده»، دغه جمله آلمان ته په يوه استول شوي ليکل کې راغلې ده.

https://p.dw.com/p/3AZ80
Deutschland AfD & Religion | Mann mit Kippa und deutscher Flagge
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

په دغه ليک کې دا جمله هم راغلې ده چې «موږ غواړو چې د آلمان حکومت دې خپل مالي ملاتړ په دې شرط پورې وتړي چې دغه ډول فعاليتونه په بشپړه توګه ودرول شي.» په خبره يې بايد د آلمان حکومت «د خپل تمويل د مقرراتو ارزيابي» وکړي. په دقيقه توګه د ټول ټال دولسو داسې غيردولتي ټولنو تمويل ياديږي چې په اسرائيل او فلسطين کې کار کوي، لکه «د نړۍ له پاره ډوډۍ» يا «ميزېرېور»، بېلابېل سياسي بنسټونه لکه د آلمان زرغون ګوند ته نژدې د هاينريش بول بنياد، په برلين کې پروت يهودي موزيم او د برليناله فستيوال هم تر سوال لاندې راوستل کيږي.

«د هنر او بيان آزادۍ اساسي حقونه دي»

د آلمان د برليناله فلمي فلستيوال مشر، ديتر کوسليک، د دغه لګېدلي تور په وړاندې د آلمان «تاګس شپيګل» ورځپاڼې ته وويل چې د برليناله فستيوال د بنسټ ايښودنې پر وخت اصلي مفکوره دا وه چې د ولسونو تر منځ په تفاهم کې برخه واخيستل شي. په دغه خبره کې له نړۍ څخه د بېلابېلو ليدلورو وړاندې کول هم راځي. د هغه په خبره «د هنر او بيان آزادي اساسي حقونه دي.» د آلمان د کلتوري چارو ادارې بيا وويل چې په کلتوري چارو کې د حکومت مرستيالې، مونيکا ګرويترس د اسرائيل د حکومت دغه اندېښنې او تشويشونه درک کړي دي. خو په ورته وخت کې په هنري چارو کې د برليناله خپلواکۍ ته هم درناوی او ورڅخه ساتنه کيږي. يوه خبره د هغې په وينا معلومه ده چې «برليناله فستيوال نه د اسرائيل سرسختو مخالفينو ته او نه نورو بنسټ پالو او غير دموکراتيکو خوځښتونو ته د ستيج په سر ځای بايد ورکړي.»
د برلين يهودي موزيم: داسې نندراتون چې ليدلوری يې ناسم دی؟

په برلين کې د يهودي موزيم پر فعاليتونو باندې د انتقاد علت د «بيت المقدس ته ښه راغلاست» په نوم يو نندارتون هم وو، ځکه چې د ليک په حواله پکې «بيت المقدس ته له يوه فلسطيني مسلمان ليدلوري» څخه کتل شوي دي. دغه نندارتون چې له يو کال راهيسې جوړ او د ليدنې وړ دی، دغه سپېڅلي ښار ته له مختلفو ليدلورو څخه ګوري چې د درو وحدانيت منونکو اديانو د آرمانونو داسې ځای دی چې ورباندې ناندرۍ هم صورت نيسي. موزيم څرګنده کړه چې «يو پرانيستی بحث چې ډېر مختلف او کله مخالف لوري پکې هم راوستل شوي وي، خورا اړين دی څو زموږ ليدونکو ته د دې امکان ورکړو څو خپله يوه څو اړخيزه فيصله ورباندې ځان ته برابره کړي.» 

Blick auf den zentralen Ausstellungsraum „Die heilige Stadt“
د برلين د يهودي موزيم يوه څنډهانځور: Jüdisches Museum Berlin/Y. Sucksdorff

د موزيم مشر، پېتر شېفر، تر دې مخکې په تاګس شپيګل ورځپاڼه کې يوه مقاله ليکلې وه چې ورته هم اشاره وشوه. له مخې يې طبيعي ده چې د هيڅ راز سياسي لوري فعالينو ته ځای او امکانات نه ورکول کيږي، چې دغه خبره په تېره بيا د «بي دي اس» يعنې له اسرائيل سره د بايکاټ يا پرېکون د کمپاين په حاميانو او فعالينو پورې صدق کوي.