1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آياپه اشغالي سيمو کښی به د ناقلينو دپاره د کورونو جوړول بندسي

۱۳۸۸ شهریور ۵, پنجشنبه

د جرمني څخه د اسراييلود صدراعظم بنيامين نيتانياهو دراتګ او ليدني پر وخت ، په عين حال کښي د اسراييلي ورځپاڼو د سرټکو موضوع هم حاکمه وه ...

https://p.dw.com/p/JJIy
د جرمني جمهوررييس هورست کولر د اسراييلو د صدراعظم بنيامين نيتانياهو سره د ليدو پر وختانځور: AP

دی چه پرون په لندن کښی ؤ، نن سهار جرمني ته رارسيدلی دی . په جرمني کښی به دده سفر دوې ورځي دوام وکي ،اوددغه هيواد د حکومتي او دولتي مشرانو سره به وګوري .

د اسراييلي مهمو ورځپاڼوپه سرټکو کښي راغلي وه، « جرمني منځګړي د شاليت پر قضيه باندي کار کوي »، بل يې وايي « د جرمني د منځګړو څخه مننه چه د تبادلې کار پر مخ روان دی » يا د « جرمني منځګړي ددواړو خواوو په منځ کښي تګ راتګ کوي . » دلته منظور د جرمني د استخباراتو د هغو هلو ځلو څخه دی چه د جيلات شاليت د تبادلې په خاطر يې تر سره کوي ،څوک چه 3 کاله مخکښي د غزې په تراډه کښی د حماس لخوا تښتول سوی ؤ ،او په مقابل کي يې شايد 1000 تنه فلسطيني بنديان د اسراييلي محبسو څخه خلاص سي .

ورځپاڼي وايي چه کله چه بنيامين نيتانياهو د صدراعظم په حيث خپل کار شروع کاوه ،نو يې په دغه موضوع کښي د جرمني څخه د منځګړيتوب هيله کړې وه . ورځپاڼي اضافه کوي چه بنيامين نيتانياهو به د جرمني دصدراعظمي انګيلا ميرکل څخه دهغه په خاطر مننه وکي .

نن سهار اسراييلۍ راډيو خبر ورکۍ ،چه صدراعظم بنيامين نيتانياهو به د

امريکا د حکومت هغه غوښتنه چه په اشغالي سيمو کښي د ناقلينو دپاره د کورونو جوړول کاملأ بند سي ، رد کي . نيتانياهو به په شرقي بيت امقدس کښي محدوديتونه په عموي ډول ونه مني .

اسراييلي وزير جوزې پيليد چه د نيتانياهو سره يو ځای جرمني ته راغلی دی ،وايي :« زه کولای سم يوازي يوه وعده ورکم ،چه هغه دصدراعظم بنيامين نيتانياهو پر خبرو متکي ده : موږ به ټول هغه کوښښونه تر سره کو ،تر څو خاصتأ د

امريکا دمتحده ايالاتو سره مناسبات هغه ډول پاته سي ،لکه څنګه چه وه . او موږ وکولای سو د پخوا په ډول ګد کار سره وکو . زه ګمان کوم چه دا ضروري ده چه اروپايان د نژدې څخه حالات وګوري ،او د هغه بيان وکي . »

د انګلستان د صدراعظم ګوردن براون سره لا پرون صدراعظم بنيامين نيتانياهو په خبرو کښي په بيت امقدس کښي هر ډول محدوديتونه او د هغه تقسيمول رد کړي وه ، هغه دريز چه نه يوازي په ښي اړخي حکومتي اييتلاف کښي د قبول وړ دی ،بلکه په اپوزيسون کښي هم .

د اسراييلو په پارلمان کښي د کاديمه وکيل اوټنيل شنېلر وايي، «زه اروپايان ډير قبلوم ،او امريکا هم . اوکه موږ په آينده کښي يو لږ سوله رامنځته کول غواړو، نو موږ بايد تصميم ونيسو ،چه څشی بايد په راتلونکي کښي وسي ،او بايد ښکاره جواب ورکو . خو داچه يو وخت اسراييليانو ته اجازه ورنکول سي ، چه د بيت امقدس په يوه برخه کښي ژوند ونکي ،نو دا څنګه کيدلای سي . »

صدراعظم بنيامين نيتانياهو پرون په لندن کښی د انګلستان د صدراعظم ګوردن براون سره د ليدو پر وخت
صدراعظم بنيامين نيتانياهو پرون په لندن کښی د انګلستان د صدراعظم ګوردن براون سره د ليدو پر وختانځور: AP

اسراييلي راډيو د برتانوي ګارډين اخبار يوه خبر ته په اشارې سره اضافه کوي ،چه صدراعظم بنيامين نيتانياهو کولای سي د ناقلينو دپاره د کورونو جوړول د يوه معين وخت دپاره بند کي ،پدې شرط چه پر ايران باندي اقتصادي بنديزونه شديد سي .

د هاريڅ په نامه اسراييلۍ ورځپاڼه خبر ورکوي ،چه اسراييلي امنيتي مشاور آراد د جرمني څخه د بنيامين نيتانياهود ليدني کتني پر وخت د صدارت د مقام څخه غوښتي دي ،چه ددواړو صدراعظمانو مرکزي موضوع د ناقلينو دپاره د کورونو دجوړولو موضوع ونه ګرزي ،او هغه نبايد ددوی په مطبوعاتي کنفرانس کښي د خبرو موضوع وي . خو دا خبره د انګيلا ميرکل خارجي او امنيتي مشاور کريستوف هويزاګِن ردکړې ده .

د تيري اونۍ په آخره کښي د بنيامين نيتانياهو امنيتي مشاور يووار بيا برلين ته تليفون کړی ؤ، او د جرمني د خارجه وزارت د يوه وياند د اعلاميې پر ضد يې احتجاج کړی ؤ ،چه د ناقلينو دپاره د کورونود جوړولو موضوع يې په منځني ختيځ کښي د سولي دراوستو اصلي مسله بللې وه .

ويرينکوټه/

کتونکی : محمد قاسم نوري