آيا بين الافغاني مذاکرات به راتلونکې اوونۍ پيل شي؟
۱۳۹۹ مرداد ۱۱, شنبهافغان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ د ۵۰۰ طالب زندانيانو د خوشې کولو امر وکړ، په داسې حال کې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ اوربند هم په پيلېدو وو.
د طالبانو له خوا وړانديز شوی او د کابل له خوا منل شوی دغه اوربند به ښايي د لوی اختر په درو ورځو کې مراعات او په پای کې د دواړو ښکېلو جنګي اړخونو تر منځ له ډېر وخت راهيسې ځنډول شويو د سولې خبرو ته لاره هواره کړي. د تاوتريخوالي کمول او د زندانيانو تبادله چې په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو او متحده آيالاتو په يوه تاريخي هوکړه ليک کې ورباندې موافقه شوې وه، د بين دالافغاني خبرو د شروع کېدو اصلي شرطونه دي.
غني وويل چې د جمعې په ورځ د بنديانو آزادول دا معنی لري چې حکومت خپله ژمنه پوره کړې ده چې ۵۰۰۰ نور طالب جنګيالي به خوشې کوي. خو بيا هم دغه ۵۰۰ بنديان د طالبانو په هغه نوملړ کې نه دي راغلي چې طالبانو له متحده آيالاتو سره پرې هوکړه کړې وه. دغه خبره کېدای شي د سولې خبرې بيا هم وځنډوي.
غني په خپله اختريزه وينا کې وويل: «څو ښه نيت ښکاره او د سولې خبرې چټکې شي، موږ به ۵۰۰ طالب بنديان د دغې ډلې د درې ورځني اوربند اعلان ته د غبرګون په توګه خوشې کړو.»
د بنديانو د آزادولو لړۍ
افغان حکومت تر اوسه پورې له هغو ۵۰۰۰ بنديانو څخه ۴۶۰۰ تنه خوشې کړې دي چې طالبانو يې غوښتنه کړې ده. غني وويل چې پاتې ۴۰۰ تنه به په زندان کې وي ځکه چې د دغسې جرمونو له مخې محکوم شوي دي چې دی يې د بخښلو صلاحيت نه لري. نوموړي وويل چې د هغوی د برخليک په هکله د پرېکړې له پاره به يوه لويه جرګه راوغواړوي.
د بنديانو تبادله له واشنګټن سره لاسليک شوې وه او د داسې يوې موافقې يوه برخه ده چې هدف يې د افغانستان ۱۹ کلنې جګړې ته د پای ټکی ايښودل دي مخکې له دې چې د متحده آيالاتو ځواکونه به د پلان سره سم له دغه هېواد څخه ووځي. د کابل له خوا د ۵۰۰۰ طالبانو د آزادولو په بدل کې طابانو د ۱۰۰۰ تنو حکومتي او پوځي کارکوونکو د خوشې کولو ژمنه کړې وه.
د طالبانو وياند، سهيل شاهين، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغې ډلې په دغه ياد شمېر کسان خوشې کړې دي. نوموړي زياته کړه چې طالبان دې ته چمتو دي چې له افغان چارواکو سره راتلونکې اوونۍ حتی خبرې پيل کړي، خو له اسوشيتد پرس سره په خبرو کې يې خبرداری هم ورکړ چې د ۵۰۰۰ غوښتل شوو کسانو په عوض نور کسان به دوی ته د منلو وړ نه وي.
شاهين وويل چې «موږ دوی ټول د ښه نيت د څرګندولو په موخه آزاد کړل چې وکولی شي له خپلو کورنيو سره د اختر ورځې تېرې کړي او ورسره مو اوربند هم اعلان کړ څو د بين الافغاني خبرو د پيل له پاره مناسبه فضا رامنځ ته کړو.» خو د هغه په خبره «بلې غاړې ته د کابل د ادارې مشر، د دې پر ځای چې د سولې او بين الافغاني مذاکراتو پر مخ موانع لرې کړي، موانع او خنډونه ايجادوي.»
د سولې فرصت
ملګرو ملتونو او متحده آيالاتو په روانه اوونۍ کې اوربند ته هر کلی کړی او پر حکومت او طالبانو باندې يې غږ کړی چې د سولې داسې يو فرصت دې هسې له لاسه ورنه کړي.
د دواړو لورو تر منځ د سولې خبرې اصلا د مارچ مياشتې له پاره ټاکل شوې وې، خو په کابل کې د سياسي ناندريو او د بنديانو په آزادولو کې د ځنډ له کبله وځنډول شوې. دواړو لورو دې ته اشاره کړې ده چې غواړي له اختر وروسته مذاکرات پيل کړي.
په فبرورۍ مياشت کې د هوکړه ليک تر لاسليکولو راهيسې طالبانو پر ښارونو او امريکايي ځواکونو باندې خپل ډېری بريدونه درولي. خو افغان ځواکونه يې د پخوا په څېر په نخښه کړي دي.
د پنجشنبې په ورځ يوه ځانمرګي بريدګر په لوګر ولايت کې ډېر کسان وژلي او لږ تر لږه ۴۰ تنه يې ژوبل کړي دي. دغه پېښه له اوربند څخه يوازې لږ وخت مخکې رامنځ ته شوې ده. د بريد پړه چا نه ده منلې او طالبانو ويلي دي چې پکې ښکېل نه ول.
nm/sms (AFP, AP, epd, dpa