1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان یو ۲۸ کلن افغان د طالبانو په ممکنه غړیتوب تورن کړی

۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د آلمان څارنوالانو ویلي دي چې دوی پر یوه ۲۸ کلن افغان باندې شکمن دي چې ګواکې د طالبانو له پاره یې جګړه کړې او د وسلو د کنټرول قانون یې مات کړی.

https://p.dw.com/p/2WoL5
Deutschland Gesuchter Islamist in Leipzig festgenommen
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

د چهارشنبې په ورځ د آلمان فدرالي څارنوالانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې تورن کس له طالبانو سره په ۲۰۰۹م کال کې یوځای شوی او د طالبانو له خوا هغه ته د وسلې د کارونې زده کړه هم ورکړل شوې ده.

د آلمان د خوندیتوب قانون په اساس په خپره شوې بیانیه کې د هغه په هکله یوازې د هغه نوم، واجد ذکر شوی دی.

څارنوالانو همدا راز وویل چې یاد تورن کس په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م کلونو کې د افغانستان په کاپیسا ولایت کې په وسله واله جګړه کې برخه اخیستې او په دې جګړه کې وسله والو جنګیالیو پر افغان پولیسو برید کړی وو.

یاد کس د تیرکال د اکتوبر مياشتي پر ۲۷ نیټه نیول شوی او په لومړي سر کې داسې دعوا کیدله چې هغه ۱۹ کلن دی، خو پلټونکو وروسته د هغه عمر ۲۸ کاله ښولی دی.

پر دې سربیره، څارنوالانو په بیانیه کې په دې هکله نور جزیات نه دي خپاره کړي چې یاد کس څنګه او کله آلمان ته راغلی دی. هیره دې نه وي چې د آلمان فدرالي حکومت د وسله وال طالبان د یوې بهرنۍ ترهګري ډلې په توګه پیژني.

نور مطالب: