1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې یو ۲۶ کلن د تروریستي حملې د دسیسي په تور نیول شوی

۱۳۹۵ اسفند ۵, پنجشنبه

آلماني پولیسو د نیدرزاکسن په نوردهایم کوچني ښار کې یو ۲۶ کلن د یوې ترهگرې حملې د پلانولو په شک نیولی دی. دغه کس یوه ورځ وروسته له هغې نیول کیږي چې استخباراتو په آلمان کې د سلفیانو د فعالیتونو له زیاتیدو څخه خبر ورکړ.

https://p.dw.com/p/2Y9Jb
Deutschland Razzia in Leipzig
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د آلمان د نیدرزاکسن ایالت چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې یو ۲۶ کلن سلفي یې د یوې تروریستي حملې د پلان په شک نیولی دی. د دغه ایالت څارنوالۍ ویلي دي چې د نیول شوي کس په کور کې د بم جوړولو مواد موندل شوي دي. دغه کس په نوردهایم نومي کوچني ښار کې نیول شوی دی.

د لومړنیو څیړنو له مخې پولیس داسې اټکل کوي چې دغه ځوان د پولیس افسرانو او یا هم د عسکرو په نخښه کولو پلان درلود. پولیس پر دې باور دي چې دغه کس غوښتل لومړی پولیسو او سرتیرو ته فریب ورکړي او په هغه ځای کې چې په پام کې وه چاودیدونکي توکې پکښې ځای پر ځای کړي د پولیس افسران او سرتیري په یوه «دام کې راگیر کړي.»

بیا وروسته څارنوالۍ خبر ورکړ چې دغه کس آلمانی تابعیت لري او له ډیر وخت راهیسې چارواکو د راډیکاله اسلامیست په توگه پیژنده. دغه ځای ته څیرمه د گوتینگن د پولیسو مشر اووه لوهریگ، ویلي دي چې د شکمنو ترهگرو جرړې او ریښې ایستل په سیمه کې د پولیس افسرانو په ړومبیتوبونو کې راځي. هغه د پولیسو دغه اقدام ستایلی دی.

دغه خبر یوه ورځ وروسته له هغې ورکول کیږي چې د آلمان کورنۍ استخباراتي ادارې په دغه هیواد کې د ځوانانو مسلمانانو په منځ کې د افراطیت د ډیروالي په هکله ارقام وړاندې کړل. د دغو ارقامو له مخې په ۲۰۱۳م کال کې د دغو کسانو شمیر ۱۰۰ تنه وو چې اوس ۱۶۰۰ تنه ته رسیدلی او له دغې ډله څخه ۵۰۰ تنه داسې انگیرل کیږي چې د ترهگریزو بریدونو د پلانولو وړتیا لري.

دا د گوتینگن په سیمه کې په دوو اوونیو کې دوهمه پیښه ده چې یو څوک د ترهگرۍ د پلان په شک نیول کیږي.