1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې ترکی انتخاباتي کمپاين که د پوهاوي غونډه؟

۱۳۹۵ بهمن ۳۰, شنبه

په آلمان کې د ترکيې د بيرغ تر سيوري لاندې هغسې غونډې چې سياستوال يې مخکې ولاړ وي او خلک ورته چک چکې کوي، ډېرې ليدل شوې دي. دا ځل د ترکيې صدراعظم، بن علي يلديريم، د رياستي نظام په پلويتوب راڅرګنديږي.

https://p.dw.com/p/2XoPB
Symbolbild Türkische Parlamentswahl in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د ترکيې صدراعظم، بن علي يلديريم، غواړي چې د آلمان په اوبرهاوزن ښار کې په يوه غونډه کې د ولسمشر رجب طيب اردوغان له خوا د پلان شوي رياستي نظام په پلويتوب خبرې وکړي. د دغه نظام د پلي کولو يا نه تطبيق په سر د اپريل په ۱۶مه ولسپوښتنه تر سره کيږي. په آلمان کې مېشت ترکان هم پکې برخه اخيستلی شي.

بلګي بولنت، چې د اروپايي ترکي دموکراتانو د اتحاد عمومي منشي دی، وايي چې «موږ غواړو سياستوالو ته د دې زمينه برابره کړو چې وکولای شي د ترکيې په اساسي قانون کې د بدلون په هکله خپل دريځ څرګند کړي. په دې ترتيب خلک کولای شي خپل نظر هم جوړ کړي.»

د بولنت سازمان د يلديريم د راتګ څخه ملاتړ کوي. دغه غونډه په رسمي ډول البته د ترکيې د صدارت د دفتر له خوا تنظيميږي. د اروپايي ترکي دموکراتانو اتحاد ادعا کوي چې له ترکي الاصله جرمنيانو څخه د استازيتوب تر ټولو لويه ټولنه به وي. هغه د ترکيې د حاکم ګوند AKP د لاس آله بلل کيږي.

په برلين کې نارضايتي

دغسې يوه غونډه د آلمان د سياستوالو له پاره لويه ننګونه ده. د ترکيې صدراعظم د آلمان په خاوره کې دننه د ترکيې په اساسي قانون کې د داسې يوه تغيير په هکله خبرې کوي چې د آلمان په پارلمان کې يې اکثريت په کلکه ردوي. له دې کبله له برلين څخه انتقاد هم ډېر تند دی.

د زرغون ګوند د فراکسيون مشر، جم اوزديمير، وايي چې يلديريم د «اردوغان په خوښه د يوه دولت له پاره انتخاباتي مبارزه» کوي. د کيڼ ګوند سياستواله، سېويم داګدېلن، غوښتنه کوي چې د «يوې ترکي ديکتاتورۍ له پاره د تبليغاتي کمپاين» مخه دې د سفر د بنديځ په ذريعه ونيول شي. خو ستونزه دا ده چې يلديريم په يوه شخصي غونډه کې راڅرګنديږي. د آلمان په دموکراسۍ کې چې د بيان او راغونډېدو آزادي پکې تضمينيږي، د دغسې يوې غونډې د رابللو د مخنيوي له پاره کومه حقوقي لاره نشته.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(30.06.2015):
په ترکيه کي پر همجنس بازانو باندي د پوليسو يرغل