1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان څخه د تورنو سلفيانو اخراج قانوني وګڼل شو

۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبه

د آلمان اداري محکمې د يوه الجزايري او يوه نايجريايي وګړي اخراج، يو قانوني اقدام بللی دی. په آلمان کې زيږيدلي دغه دوه تنه، آلماني ټولنې لپاره ګواښ بلل شوي وو.

https://p.dw.com/p/2ihm8
Abschiebung von Ausländern
انځور: picture alliance/dpa/R. Hirschberger

د آلمان اداري محکمې د سه شنبه په ورځ د دوو هغو شکمنو تروريستانو د اخراج حکم تائيد کړ، کوم چې آلماني ټولنې له پاره خطرناک بلل شوي ول.

دغه دوه تنه چې د نايجیريا او الجزاير اوسيدونکي دي، تر دې مخکې يې د خپلو اخراجونو په اړه د دعوا کړې وه. هغوي ادعا کړې وه چې تر اخراج وروسته به په خپلو هيوادونو کې تر شکنجې لاندې ونيول شي. خو په لايپڅيګ کې فدرالي محکمې، د هغوې د اخراج درولو غوښتنه رد کړه. دوی پريکړه وکړه چې د نيدرزاکسن ايالت، د تابعت قانون د ۵۸ مادې الف بند په ښه توګه عملی کړی دی. دغه ايالت د روان کال په پيل کې د همدې مادې پر اساس د دغو دوو کسانو د اخراج په اړه پريکړه کړې وه.

د آلمان د قانون پر اساس يو بهرني وګړی هغه وخت له دغه هيواده اخراجيداي شي چې يو «باالقوه خطر» رامنځ ته او د رامنځ ته کيدونکي خطر امکان يې حتمي وي. محکمې د شته شواهدو پر اساس دا قناعت ترلاسه کړی دی چې دغه دوه کسان، افراطي اسلامپاله دي او تاوتريخوالی رامنځ ته کوي.

د  اخراج حکم

ايالتي حکومت په اپريل مياشت کې ۲۱ کلن نايجیريايي تورن، نايجیريا ته او په جولاي مياشت کې يې ۲۷ کلن الجزایری تورن، خپل هيواد ته اخراج کړل. دغه کسان د آلمان د اخراج د حکمونو پر اساس خپلو هيوادونو ته استول شوي ول چې په پایله کې يې د هغوی وکيلانو د حکم د اجرا کيدو څخه د مخه د اقامې دعوا له پاره کافي وخت نه لاره.

مسئولينو دغه دوه کسان په فبرورۍ مياشت کې د اوږدې مودې تر څار وروسته، په ګوتيګن سيمه کې ونيول. هغوی په دې تور نیول شوي وو چې د آلمان امنیت ته خطر پیښوي. ايالتي مسئولين پر دې باور دي چې یاد کسان په دې تکل ول چې په نژدې راتلونکې کې بريدونه ترسره کړي.

د ۸۵ مادې الف بند په ۲۰۰۵ کال کې د آلمان د اقامت قانون ته ورزیات کړل شو. دغه بند ایالتي مسئولينو ته واک ورکوي چې هغه مهاجر، کوم چې ټولنې ته خطر جوړوي، د اخراج حکم له مخې يې په چټکۍ سره له آلمانه اخراج کړي. د آلمان فدرالي اداري محکمې په مارچ مياشت کې د دغو دوو تنو د اخراج حکم صادر کړی وو. د دغې پريکړې رسمي اعلان د سه شبنې په ورځ، د محکمې د حکم دلايل بيان کړل او روښانه يې کړه چې دغه حکم په څه ډول د رسمي وړاند وينو پر اساس او پرته د يوه واقعي خطر رامنځ ته کيدو، نيول شوی دی.  خو د اخراج شويو افرادو وکيلانو بيا وويل چې د دوی خبرې جدي نه دي نيول شوي او موکلان يې خطرناک نه دي.

د کريسمس حمله، دغه حکم لپاره انګيزه

آلمان خبري آژانس ويلي دي چې د تيرکال په دسمبر کې د برلين پر کريسمس بازار یرغل، ايالتي چارواکو ته د لسو نورو فوري اخراجونو د حکمونو زمينه برابره کړه. د دغو لسو حکمونو له ډلې څخه د اوو پر وړاندې يې د دعوا شوې ده چې په اړه يې تر اوسه هم د آلمان په محکمو کې څيړنې ادامه لري.

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل مسيحي دیموکرات ګوند، د آلمان د اداري محکمې د سه شنبې ورځ حکم هرکلی کړی دی. آلمان کې مهاجرت او اسلامپاله ګواښونه د دغه هيواد د پارلماني ټاکنو په درشل کې پر جدي موضوعاتو اوښتي دي.

د آلمان د سوسيال دیموکرات ګوند (اس پي دي) څخه توماس اوپرمن، د دغه حکم په اړه ويلي دي: «هغه خلک چې تروريستي بريدونه تنظيموي، بايد د نرمښت توقع ونه لري، بلکه زندان ته د تلو، اخراج او پر تبعيد باندې حساب وکړي».

نيدرزاکسن د آلمان لومړنی ایالت دی چې د آلمان د اقامت قانون د ۸۵ مادې له الف بند څخه کار اخلي.