1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په ۲۰۱۲ کال کي مو تلفات نه لرل

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۲, سه‌شنبه

په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموريت له پيل راهيسي دا لومړی کال وو چي د دغه هيواد پوځ تلفات نه درلودل. دغه هيواد له يوولسو کلونو راهيسي په افغانستان کي پوځي ماموريت لري

https://p.dw.com/p/17Bqr
انځور: dapd

په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموريت له پيل راهيسي يا په تيرو يوولسو کلونو کي ۵۲ تنه آلماني عسکر وژل سوي دي، چي له دې څخه ۳۴ تنه يې په يرغلونو او چاودنو کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

خو په ۲۰۱۲ کال کي لومړی ځل دئ چي د آلمان پوځ تلفات نه لري، وروستی وار د ۲۰۱۱ کال د جون په مياشت کي په افغانستان کي يو آلمانۍ عسکر وژل سوی وو.

د ۲۰۱۱ کال د جون په مياشت کي آلمان عسکر د خپل يوه ملگري تابوت لېږدوي
د ۲۰۱۱ کال د جون په مياشت کي آلمان عسکر د خپل يوه ملگري تابوت لېږدويانځور: dapd

د افغانستان په شمال کي د ايساف ځواکونو د عمومي قومندان آلماني جنرال يريښ فيفر په خبره په تيرو ۱۸ مياشتو کي د آلماني ځواکونو د ماموريت په سيمه کي امنيتي وضعه ښه سوې ده.

خو د آلمان پارلمان د پوځي چارو مسئول هيلموت کوینګزهاوز، بيا دغه مثبت پرمختگ د دغه هيواد د دفاع وزارت په ښو تجهيزاتو سمبالول بولي:

«عیسکرو ته ځکه خطرونه لږ سوي دي، چي موږ اوس دوی په سرخلاصو موټرو کي غرنيو سيمو ته نه لېږو، بلکي اوس په کافي اندازه محافظتي نقليه وسايل لرو.»

آلمان په سيمه کي پاتيږي

د آلمان پارلمان د پوځي چارو مسئول به پخوا هروخت د تجهيزاتو له کموالي څخه شکايت کاوه. اوس پر دې باندي ټينگار کوي، چي د ۲۰۱۴ کال په پای کي په افغانستان کي د پوځي ماموريت تر ختمېدو وروسته هم بايد آلماني ځواکونه خوندي وي.

هيلموت کونيګزهاوز، په دې عقيده دئ، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د آلمان پوځ ۱۰۰۰ تنه سرتيري په افغانستان کي پاته سي.

په ۲۰۱۵ عيسوي کال کي به يو شمېر نړيوال ځواکونه د افغان امنیتي ځواک د روزلو او سلاکارۍ دنده پرغاړه لري.

په افغانستان کي آلماني جنرال فيفر په وينا په تير کال افغان امنيتي ځواک نور هم پرمختگ کړی او اوس کرار کرار د عامو خلکو ملاتړ پيدا کوي.

د کار پوهانو په اند افغان ځواکونو ته به ډيره گرانه وي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هيواد ټول امنيتي مسئوليت ته په يوازي سر اوږه ورکړي.

خو افغان حکومت وايي، چي د امنيتي مسئوليت د لېږد پروسې په درو پړاونو کي چي د هيواد ډيره برخه پکښي شامله امنيت ئې دوی پرغاړه اخيستي دئ او تر اوسه پوري له کومي جدي ستونزي سره نه دي مخامخ سوي.