1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ولي له اقتصادی بحرانه بريالی ووت؟

نسیم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبه

«مننه د هغه څه له پاره چې زموږ د هېواد او اروپا له پاره يې کوﺉ» دغه خبره مېرمن انګلا مېرکل د سږ کال په جون مياشت کې د شرکتونو په وړاندې کړې ده.

https://p.dw.com/p/19c56
#31056862 -made in germany © Goss Vitalij
Made in Germanyانځور: Fotolia/Goss Vitalij

دا د هر کال په څېر پخپله د «آلمان د صنعت د ورځې» غونډې ته راغلې وه او مېنجرانو يعنی د شرکتونو مديرانو ته يې وينا کوله. ځکه چې د آلمان صنعت په دې کې ستره ونډه لري چې دغه هيواد د اقتصادي کړکېچ په وخت هم نسبتا ډېر پياوړی دی. له دغه حقيقت څخه حکومت او اپوزيسيون هم غواړي چې په ټاکنيز کمپاين کې ګټه واخلي.

د آلمان د ټولې اقتصادي وړتيا څلورمه برخه په صنايعو پورې اړه لري. هغه شرکتونه چې د «آلمان د صنعت د مرکزي ټولنې» يا BDI له خوا يې استازيتوب کيږي په آلمان کې څه باندي ۸ ميليونو انسانانو ته کار ورکوي. له دې کبله د BDI مشر، اولريش ګريلو خپل سکتور په ډېر جرات سره د «کارځايونو ماشين» هم بولي.

د آلمان لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل
د آلمان لومړۍ وزيره انگيلا ميرکلانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان په توليداتو پسې نړيواله تقاضا موجوده ده

بل هيڅ صنعتي هېواد د آلمان په څېر داسې يو پياوړی منځنی قشر نه لري چې داسې ډېر بريالي فاميلي شرکتونه دې هم ولري. په آلمان کې هغه شرکتونه د منځني قشر شرکتونه بلل کيږي چې لږ تر لږه۵۰۰ کارکوونکي ولري. په آلمان کې اتيا سلنه شرکتونه د فاميلونو ملکيت دی.

هغه څه چې په آلمان کې توليديږي، په نړۍ کې ډېره تقاضا لري، په تېره بيا د چټک پرمختګ په درشل کي هېوادونو خلک د آلمان موټر، ماشينونه او کيمياوي توليدات غواړي. د دغه هیواد درې پر څلورو توليدات د پروسس په سکتور کې توليديږي چې ډېر مبتکر هم دی. ۹۰ په سلو کې د څېړنو او پرمختيا په برخه کې لګښتونه د صنعتي شرکتونو له خوا ورکول کيږي.

د اروپا نور صنعتي هېوادونه په اوسط ډول يوازې۷۰ سلنه لګښتونه په دې ډول تر لاسه کوي. «آلمان د نن په څېر شکل نيولی دی ځکه چې دغه هېواد له څه باندې۱۵۰ کلونو راهيسې ټول امکانات صنعتي کېدو ته برابر کړي دي. صنعت د آلمان د اقتصاد اصلي بنسټ جوړوي.» دغه خبره ښاغلی ګريلو کوي. نوموړی زياتوي چې د اروپا لويه وچه په هغو ځايونو کې کمزورې ده چې صنعت پکې مهم نقش و نه لري. ګريلو دا هم وايي چې «کمروزی صنعت د بې کارۍ د لوړې کچې او د ټولني د بې ثباته کېدو په معنا وي.» آلمان په رښتيا سره په اروپا کې تر ټولو لوی صنعتي سکتور لري.

ډېر سقوط او چټک پرمختګ

په ۲۰۰۹ کال کې د مالي او اقتصادي کړکېچ پر مهال په آلمان کې هم اقتصادي وده پنځه سلنه کمه شوه. خو يوازې دوه کاله وروسته هغه د کړکېچ مخکې کچې ته ورسېده. دا په داسې حال کې ده چې د نوې زريزې د پيلېدو په وخت کې آلمان په اروپا کې ډېر ضعيف ګڼل شوی وو. په ۱۹۹۸ کال کې سوسيال ديموکرات (SPD) او زرغون (Grüne) ګوندونو حکومتي چارې په لاس کې واخيستې او د Agenda 2010 په نوم اصلاحات يې پلي کړل.

د سوسيال ديموکراتانو کاندي پير شتاين بروک
د سوسيال ديموکراتانو کاندي پير شتاين بروکانځور: picture-alliance/dpa

د کار په بازار او په ټولنيز سيستم کې ژور تغيرات راوستل شول. په ۲۰۰۷ کال کې د مسيحي ديموکرات (CDU) مسيحي سوسيال (CSU) او سوسيال موکرات (SPD) ګوندونو له لوري جوړ شوي لوی اييتلاف دغه لاره پسې تعقيب کړه او د تقاعد عمر يې له ۶۵ کلونو څخه ۶۷ کلو ته لوړ کړ.

د آلمان لومړۍ وزيره انګلا مېرکل اوس وايي چې «موږ له دې کبله هم په ښه موقف کې قرار لرو چې د کار په بازار او په ټولنيزو سيستمونو کې مو هم اصلاحات راوستي دي.» د ټولنيزو چارو کارپوه، بېرند روروپ زياتوي: «زموږ هېواد په تېرو لسو کلونو کې په اقتصادي لحاظ ډېر زيات بدلون کړی دی.»

ارقام د نوموړي خبره هم ثابتوي. د بې کارانو د کچې په برخه کې آلمان په اروپا کې تر اتريش وروسته تر ټولو کښته شمېرې لري د (۲۰۱۳ کال په می کې ۵،۳ سلنه) او اقتصادي وده هم ښه ده. په داسې حال کې چې اروپايي کمېسيون په خپله پسرلنۍ څېړنه کې د اروپايي ټولني له پاره د ۰،۱ سلنې شاتګ اټکل کړی، په آلمان کې د تېر کال په پرتله د ۰،۱ سلنې پرمختګ اټکل شوی دی.

په کړکېچ کې اقتصادي مرستې

سره له دې هم د مالي، اقتصادي او پوروړتيا د کړکېچ په راټوکېدلو سره په آلمان کې له اصلاحاتو سره لېوالتيا کمه شوې ده او پر ځای يې يوازې د زيانونو د محدودولو هڅې روانې وې. آلمان په دغه وخت کې نسبتاً ښه چلند وکړ چې د مرستې د پروګرامونو له لارې د اقتصاد ملاتړ وشو او متضرر شوي شرکتونه وساتل شول.

صدراعظمۍ ته د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند کانديد، پېر شتاينبروک پر دې خبري باندي ټينګار کوي چې سوسيال ديموکراتان د مسيحي ديموکرات/مسيحي سوسيال ګوندونو په هغه حکومتي ائتلاف کې برخه درلودلې ده چې مالي ملاتړ ته يې لاره هواره کړې وه. د زېربنايي جوړښتونو د نوي کولو په موخه د محلي پانګه اچونې په پروګرام او د لنډمهالو کارونو په مقرراتو کې سوسيال ديموکرات ګوند، د شتاينبروک په اند ډېره ونډه لرلې ده.

تر۱۸مياشتو پوري د آلمان د کارموندني ادارې مالي مرستې کولې تر څو شرکتونه دې ته اړ نه شي چې کارکوونکي رخصت کړي. کله چې اقتصادي وضع ښه شوه، د توليد چارې بېرته پيل شوې. پرته له ښو روزل شويو تخصصي کارکوونکو څخه دغه کار ناممکن وو. خو تر دې دمه اپوزيسيون له دغو نوښتونو څخه ګټه نه ده اخيستې. د اقتصاد ښه وضعيت په اولس کې د مېرکل کار ګڼل کيږي.

راتلونکي ته کتنه

خو د آلمان راتلونکی به څه ډول وي؟ دا په انفرادي ليدلورو پورې اړه لري. کله چې په نوي يمو کلونو کې د شرکت له يوه مشر څخه پوښتنه وشوه چې تر ټولو لويې ستونزې کومې دي، نو تل به لوړ معاشونه، لوړ ماليات او ميرزا قلمي يادېده. په ۲۰۱۳ کال کې يوازې د ميرزا قلمۍ موضوع لا پاته ده. د معاشونو او مالياتو په اړه اکثراً خبرې نه کيږي.

شتاينبروک په ټول آلمان کې حد اکثر معاش غواړي، خو مېرکل دغه خبره ردوي. د تخصصي کارکوونکو کمښت او د انرژۍ او اومو موادو بيې البته لا پسې مهمې شوې دي. سياسي حلقې هم دغسې ورته ستونزی ويني، خو د ټاکنيز کمپاين د يوې موضوع په توګه هغه کومه ګټه نه لري.

د آلمان د وګړو او رايه ورکوونکو له پاره د عدالت خبره هم ډېر اهميت لري. د آلمان ماليه ورکوونکو په کړکېچ کې د بانکونو د ژغورنې له پاره يو څو ميليارده يورو ورکړي دي. ۸۰ سلنه اضافه اخيستل شوي دولتي پورونه د مالي سکتور په بيا رغاونه لګېدلي دي. دا هغه پيسې دې چې وګړو ته اوس نه رسيږي او نه د ښوونې روزنې يا زېربناو د جوړولو له پاره مصرفېدای شي. هر هغه څوک چې ښارونو او کليو ته کتنه کوي، نو و به ويني چې ډېر سړکونه او د مکتبونو ودانۍ هرومرو يو څه خرابې دي.

عدالت د ټاکنيز کمپاين د يوې موضوع په توګه

د کار په ساحه کې هم د عدالت د کموالي په اړه شکايتونه پر ډېرېدو دي. د معاشونو او تنخواګانو په برخه کې د تفاوتونو درز پر پراخېدو دی. د آلمان د کارموندنې د ادارې د يوې څېړني له مخې هر څلورم کارکوونکی په آلمان کې د کم معاش اخيستونکو په ډله کې راځي. دا په دې معنا ده چې وار په وار لا زيات خلک په خپل معاش ژوند نه شي کولای او په موازي ډول مختلف کارونه مخ ته وړي يا دولتي مرستې تر لاسه کوي.

ډېر وګړي په دې اند دي چې شرکتونه بايد دومره پيسې ورکړي چې هغوی په خپل معاش سره ژوند وکولای شي. د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند کانديد شتاينبروک په دې برخه کې اخطار ورکوي: «شرکتونه بايد هرومرو پر دې فکر وکړي چې آيا هغوی غواړي ټولنيزه آرامي او په نړۍ کې د صادراتو په برخه کې تر لاسه کړی ښه نوم له خطر سره مخامخ کړي، که څنګه.»

د اصلاحاتو په برخه کې نوې لېوالتيا

اقتصادي حلقې دغه خبري اوري، خو د صنعت د مرکزي ټولنې مشر، ګريلو ورغبرګوي چې عدالت پرته له اقتصادي برياليتوب څخه هم امکان نه لري. د دې له پاره بايد د ده په خبره نوي اصلاحات پيل شي. نوموړی زياتوي چې که د ښووني او روزنې، زېربنايي چارو او مخابراتي شبکو په پراختيا کې پانګونه ونه شي، نو په آلمان کې به اقتصادي وده هم په ټپه ودريږي. «آلمان ته په ټوله اروپا کې د سرمشق په سترګه کتل کيږي. موږ دغه مقام يوازې په دې شرط ساتلای شو چې زمينه ورته مساعده او لاره ورته اواره کړو.»