1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: له مصر سره پر پراختيايي مرستو له سره غور کوي

کې الېکزاندر شولڅ/ احمدولي اڅکزی۱۳۹۱ آذر ۲۸, سه‌شنبه

په مصر کي د نوي اساسي قانون پر مسودې د ټولپوښتني تر لومړي پړاو وروسته آلمان پر دغه هيواد باندي فشار زيات کړی دی. د المان حکومت گواښ کړی دی چي ښايي له مصر سره خپلي پراختيايي مرستې ودروي.

https://p.dw.com/p/174aa
انځور: DW

د آلمان د پراختيايي مرستو وزير ديرک نيبل يوې مرکې په برلين کي بحثونه راپارولي دي. نيبل له آلمانۍ ورځپاڼي فرانکفورتر الگېماين سره په مرکه کي ويلي ول «د دې گواښ موجود دی چي په مصر کي د مبارک زورواکي بېرته راژوندۍ سي، خو له يو بل زورواکي کس لخوا.» دغه آلماني وزير په مرکه کي د مصر سره د اړيکو د درولو گواښ کړی وو.

د آلماني وزير دغه څرگندونو په برلين کي داسي پوښتنې راپورته کړې، چي آيا د آلمان حکومت له مصره سره د حکومتي اړيکو د درولو چمتو والی نيسي؟ خو د پراختيايي چارو د وزارت وياند د دوشنبې د ورځي په حکومتي کنفرانس کي د راپارېدلو کسانو د کرارولو هڅه وکړه.

وزارت وويل چي «د نيبل له خبرو څخه سمه اخيستنه نه ده سوې.» وزارت وضاحت ورکړ چي د نيبل مقصد د هغو پراختيايي پروژو د ځنډولو گواښ وو چي په روانه مياشت کي بايد پېل سوي وای.

د پورونو بخښل وځنډول سوه

مصر يو له هغو هيوادونو څخه دی چي د آلمان د پراختيايي مرستو يوه لويه برخه تر لاسه کوي. دغه هيواد له ۱۹۶۳کال راهيسي له آلمان څخه نزدې ۵،۵ ميليارده يورو د پراختيايي مرستو په ترڅ کي ترلاسه کړي دي. د آلمان له خوا له مصر سره د پراختيايي مرستو وروستۍ ژمنه د۲۰۱۱ کال په اخر کي هغه وخت وسوه، کله چي جي اته هيوادونو پرېکړه وکړه چي په عربي نړۍ کي به د ريفورم په پروسې سره اقتصادي مرسته کوي. هغه وخت المان اعلان کړی وو چي مصر ته به د۲۴۰ ميليونو يورو پور ور وبخښي.

د آلمان د پراختيايي مرستو وزير ديرک نيبل د روان مېلادي کال د نوامبر په مياشته کي په يوه مرکه کي ويلي ول، چي پر ولسمشر محمد مرسي به د هغه پرمختگ له مخي قضاوت کيږي، چي دی يې د مصر د ديموکرات کولو پر لور کوي.

آلماني وزير د دغې مرکې څخه دوې اوونۍ وروسته اوس د مصر په وړاندي په خپل لحن کي جديت زيات کړی دی. نيبل ويلي دي چي آلمان به په لومړي سر کي و مصر ته د پورونو د وربخښلو وعده وځنډوي. نوموړي زياته کړې ده چي د عدالت او ديموکراسۍ پر لاره د مصر روانول د «مصري حکومت په لاس کي دي».

المان ته د مرسي سفر نه دی ځنډول سوی

د آلمان حکومتي وياند شټېفن زايفرټ ويلي دي چي د دواړو دولتونو تر منځ سياسي تماس به وساتل سي. د هغه په وينا د اقتصادي گډ کار او پراختيايي مرستو موضوع د دولتي اړيکو څخه جلا موضوع ده. زايفرټ زياته کړې ده، چي آلمان به تر دې وروسته هم له مصر سره خبري اتري جاري وساتي. د هغه په وينا «آلمان بايد له مصر سره خبري اتري جاري وساتي او دغه هيواد غواړي چي تماس وساتل سي». د آلمان د حکومتي وياند په وينا له همدې کبله به آلمان ته د مرسي سفر هم ونه ځنډول سي.

د آلمان لومړۍ وزيري انگېلا مېرکل ولسمشر محمد مرسي برلين ته دعوت کړی وو چي اټکل کيږي د راتلونکي کال په پېل کي به برلين ته سفر وکړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي دي چي له مصر سره يې خپلي اړيکي جاري ساتلي دي. د وزارت وياند ويلي دي: «مصر د آلمان له پاره يو مهم هيواد دی، ځکه چي په مصر کي يو څه پيښيږي نو تاثير يې پر ټوله سيمه لويږی». د دغه وياند په وينا آلمان له بېلابيلو لارو له مصره سره تماس لري او دا چي «دغه اړيکي بايد همداسي وساتل سي».

آلمان په داسي حال کي د مصر په وړاندي خپل پر دريځ بحث کوي، چي په مصر کي د نوي اساسي قانون پر مسودې د ټولپوښتنې دوهم پړاو د شنبې (دسمبر پر ۲۱مه) تر سره کېدونکی دی. اټکل کيږي چي که دغه اساسي قانون اکثريت رايي تر لاسه کړي نو په مصر کي به د اسلامپالو اغېز هم زیات سي.