1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له روسیې څخه تېښته کوونکو ته د پناه د ورکړې اشاره کړې

۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

د آلمان ځينو وزيرانو داسي اشاره کړې ده چې د پوتين د «قسمي بسيج» کولو تر امر وروسته له روسیې څخه تېښته کوونکي په آلمان کې د پناه غوښتنه کولی شي. روسي چارواکو بيا له دغه هېواده د ځوانانو د ډله ایزې تېښتې رپوټونه ناسم بللي.

https://p.dw.com/p/4HFGS
Wehrpflichtige fahren zum Dienst bei den russischen Streitkräften
انځور: Donat Sorokin/TASS/dpa/picture alliance

د آلمان د کابينې ځينو وزيرانو دې ته اشاره کړې ده چې تر ځانګړو شرايطو لاندې آلمان حاضر دی هغه روسي وګړي ومني چې د پوتین د «قسمي پوځي بسیج» له امر څخه تېښته کوي.

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نانسي فايرز د فرانکفورتر الګېماينه ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې ويلي: «له پوځه تښتېدلي کسان چې له جدي ګواښ سره مخ کيږي، په عمومي توګه په آلمان کې نړيوال محافظت ترلاسه کولی شي.»

نوموړې وویل: «هر هغه څوک چې په جرائت له رژيم سره مخالفت ښيي او له دې وجې له ستر خطر سره مخ کيږي، د سياسي تعقيب پر اساس په آلمان کې د پناه غوښتنه کولی شي.»

د آلمان د عدلیې وزير مارکو بوشمن د «قسمي بسيج» د هېشټيګ په کارولو سره په تويتر کې ليکلي دي چې «ظاهراً ډېر روسان د خپل هيواد د پريښودو په حال کې دي – هر هغه څوک چې د پوټین له تګلارې نفرت لري او د ليبرالې دیموکراسۍ سره مينه لري، آلمان ورته هرکلی وايي.»

زيلنسکي: روسيه بايد پر اوکراين د يرغل له کبله «عادلانه جزا» وويني

په دې منځ کې د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک د جګړې ضد روسي مظاهره کوونکی ستايلي دي او زياته کړې یې ده چې اوس په روسيه کې دننه هیڅ يو کس هم پر هغه څه چې په اوکراين کې روان دي، سترګې نه شي پټولی، ځکه «اوس هر روسی وګړی په دې جګړه کې د شامليدو له ګواښ سره مخ دی.»

روسيه د ځوانانو ډله ایز وتل ردوي

د پنجشنبې په ورځ د کريملن وياند ديميتري پيسکوف د پوتین تر اعلان وروسته له روسیې څخه قانوني سن ته د رسېدولو ځوانانو د ډله ایزې تېښتې رپوټونه غير جدي وبلل.

نوموړي وويل: «په هوايي ډګرونو کې د ګڼې ګوڼې او د داسې نورو معلوماتو په برخه کې ډېره مبالغه کيږي... په دې اړه ډېر ناسم معلومات موجود دي. موږ باید ډېر احتياط وکړو، څو پر دې موضوع د ناسمو معلوماتو ښکار نه شو.»

پوتين يو ځل بیا لوېديځ ته خبرداری ورکړ

د ريزرف عسکرو د «قسمي بسيج» په تړاو د پوتين تر امر وروسته هغو هيوادونه ته پروازونه په بشپړه توګه ډک شوي دي چې روسان یې د سفر له پاره ویزې ته اړتيا نه لري، لکه ارمنستان، ترکیه، آذربايجان او صربستان.

د رپوټونو پر اساس همدا شان د ګورجستان، فنلند، قزاقستان او منګوليا سره د روسیې پر سرحدونو هم اوږده کتارونه ليدل کیږي.

پرو ازول له پوځه د تښتېدلو د منلو غږ کړی

په آلمان د مهاجرو پلوي ټولنې پروازول هم پر هيوادونو غږ کړی دی چې له روسیې او بېلاروس څخه له پوځه تښتېدلو او باوجدانه مخالفينو ته یې پناه ورکړي.

د پروازول د اروپايي څانګې مشر کارل کنوپ د آلمان راينشه پوست ورځپاڼې ته وويل: «د اروپايي اتحادیې د قوانينو پر اساس له يوې داسې جګړې تېښته کوونکي چې له نړيوالو اصولو څخه سرغړونه کوي، د پناه او محافظت حق لري. په دې اساس دي آلمان او اروپا بې له ډېرې بيوروکراسۍ د هغو کسانو منل تنظيم کړي چې په خپلي تېښتې سره یې د روسیې د يرغل پر ضد رایه ورکړې ده.»

روسي اتباع نور نشي کولی د آلمان او شينګن هیوادونو ويزې په اسانۍ ترلاسه کړي

د روان کال د فيبرورۍ له ۲۴ نېټې راهېسې آلمان څه نا څه يو ميليون اوکرينيانو ته چې د روسیې د يرغل له کبله په تېښته دي، پناه ورکړې ده. آلمان همدا شان ناراضي روسانو ته هرکلی ويلی دی. د فايرز د معلوماتو په حواله ۴۳۸ ناراضي روسانو چې ژورناليستان هم پکې شامل دي په آلمان کې د پناه د يوې چټکې کړل شوې پروسې څخه ګټه اخيستې ده.

خو نوموړې دې ته اشاره وکړه چې سياسي پناه په اتوماتیک ډول نه ورکول کیږي؛ د عريضه کوونکي په اړه باید لومړی ټولې امنيتي پلټنې بشپړې شي.

د اروپايي ټولنې کمېسيون هم ويلي دي چې هغه کسان چې د روسیې د قسمي بسيج څخه په تېښته دي، په اروپايي ټولنه کې د پناه د غوښتنې حق لري. د مهاجرت په اړه د اروپايي اتحادیې یوې ویاندې انيتا هيپر وويل: «دا يو بې ساری وضعيت دی.» هغې وويل چې غوښتنليکونه به په انفرادي توګه ارزول کیږي.

د چهار شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بالتېک ساحې غړيو هيوادونو ويلي ول چې دوی به د پوتين د قسمي بسيج امر څخه تېښته کوونکو ته پناه ور نه کړي. د روانې اوونۍ په سر کې استونيا، لاتويا او لتوانيا په روسيه کې د اوکراين له جګړې څخه د درانه کورني ملاتړ له کبله د روسي اتباعو پر وړاندې خپل سرحدونه وتړل.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: