1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له افغانستان سره د نورو مرستو اعلان وکړ

نجيب الله زیارمل (dpa)۱۳۹۱ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د آلمان د پراختيايي چارو وزارت اعلان وکړ، چي د افغانستان د ملکي بيا رغاوني له پاره ئې په ۲۰۱۳ کال کي ۲۵۰ميليونه يورو ځانگړي کړي دي.

https://p.dw.com/p/17y0q
Zu sehen ist der Neubau einer Straße in der Provinz Helmand in Afghanistan Arbeiter beim Teeren Die Bilder hat uns unser Korrespondent Mojtaba Mohammadi aus Helmand geschickt. Alle Rechte gehören der DW. Aufnahmedatum: 09.05.2011 Auf-Afg (Wiederaufbau Afghanistan)
Wiederaufbau Afghanistanانځور: DW

دغه وزرات د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ مياشتي ۱۴) په برلین کي وويل چي له دغو پيسو څخه ۱۵۰ ميليونه يورو همدا اوس تياري دي چي د افغانستان په ملکي بيا رغاونه کي مصرف سي.

د آلمان د پراختیايي چارو وزير ديرک نيبل په برلين کي د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي جان کوبيش سره د ليدني پرمهال وويل:

«هغه ژمني چي موږ د مرستو په برخه کي کړي دي، د افغان حکومت په واضح پرمختگونو پوري تړلي دي. د يوې باثباته راتلوکي له پاره ټوله چارې د دغه حکومت په لاس کي دي. په دې سره نو د آلمان دغه وزارت له هغو مرسته کوونکو څخه لومړی دئ، چي د افغانستان له پاره د توکيو کنفرانس پريکړي عملي کوي.»

ديرک نيبل زيارته کړه، چي هيواد به ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري ټول جنگي بهرني سرتيري له افغانستان څخه ووزي.

په ۲۰۱۰ کال کي د آلمان حکومت له افغانستان سره د کاله د ۴۳۰ ميليونو يورو د مرسته اعلان وکړ.

آلمان د افغانستان د بيا رغاوني په برخه کي تر متحده ايالاتونو او باپان وروسته دريم هيواد دي چي ډيري مرستي ئې کړي دي او کوي ئې.

د آلمان د پرمختيايي چارو وزير ديرک نېبل څه موده دمخه ويلي ول، چي که افغان حکومت په خپلو چارو کي سمون رانه ولي نو له دغه هيواد سره به مرستي ډيري نه کړي.

نيبل له يوې ورځپاني سره په مرکه کي د دې خبري سپيناوی په دې ډول وکړ چي وئې ويل، «که زياتي پيسې ولگوم کيدای سي لا ښې لاس ته راوړني هم ونه سم لرلای.»

هغه دا هم ويلي ول چي آلمان د تېر کال په جولای کي د توکيو په نړيوال بسپنه ورکوونکي کنفرانس کې ژمنه کړې ده چې د افغانستان ملاتړ به تر ۲۰۱۶ کاله پوري په يوه ثابته مالي کچه سره مخ ته بوزي.

د آلمان حکومت په ۲۰۰۱ کال کي د طالبانو د واکمنۍ له ړنگېدو راهيسي د افغانستان د ملکي بيا رغاوني له پاره څه باندې ۲،۵ ميليارده يورو په مصرف رسولي دي. آلمان په دې ترتيب په اروپا کې دوهم او په ټوله نړۍ کې دريم لوی مرسته ورکوونکی هېواد دئ.

نيبل تېر کال په اګست مياشت کي له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي ول او د اداري فساد په له منځه وړلو او اداري اصلاحاتو ئې ډېر ټينګار کړی وو.

نيبل هغه وخت ويلي ول چې آلمان دې ته ژمن دی چي له افغانستان سره به خپلو مرستو دوام ورکوي او د ۲۰۱۲ کال له پاره يې د ۱۷۵ مليونو يورو ژمنه کړې وه. نيبل ويلي ول:

«زه هيله من يم چي افغان دولت به په خپلو چارو کي اصلاحاتو ته پراختيا ورکړي. دا هغه څه دي چي زموږ تر منځ همکاريو ته اعتبار ور بخښي.»