1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: فلسطينيان دي د خپلواک دولت د جوړولو نه ډډه وکړي

۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه

د آلمان حکومت د فلسطينيانو څخه غواړي چي د «دوو دولتونو حل» نومي پلان پر سر له اسراييلو سره د روغي جوړي خبرو اترو ته کښيني، او په سپتمبر کي د ملګرو ملتو په عمومي اسامبله کي د يو خپلواک فلسطيني دولت د اعلانولو څخه ډډه وکړي

https://p.dw.com/p/11ZUf
د المان د بهرنيو او پرمختيايي چارو وزيران گيدو ويسترويله او ديرک نيبل
د المان د بهرنيو او پرمختيايي چارو وزيران گيدو ويسترويله او ديرک نيبلانځور: picture-alliance/dpa

خو تر کومه ځايه چي ښکاري داسي غوښتني تر اوسه پوري د کاغذ پرمخ پاته دي او د سولي پروسه کي زياته مرسته نه ده کړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله او د دغه هيواد پرمختيايي چارو وزير، ديرک نيبل نن (دوشنبه)او سبا ( سه شنبه) له اسراييلو او فلسطيني خاورو څخه ليدنه کتنه کوي.

هغوي به هڅه وکړي ترڅو فلسطينيان قانع کړي چي ملګرو ملتو ته د هغه پلان له وړاندي کولو څخه لاس واخلي چي د سولي د خبرو اترو د پروسې له چوکاټ څخه بهر د يو خپلواک فلسطيني دولت دي په رسميت و پيژندل سي.

د آلمان د پرمختيايي چارو وزير ديرک نيبل د خپل هيواد له يوې مشهوري مجلې «دير شپيګل» سره په مرکه کي وويل: «موږ بايد فلسطينيان قانع کړو چي په يو اړخيزه توګه د يو فلسطيني دولت اعلان غلطه لاره ده.»

نيبل وويل چي هغه به فلسطينيانو ته مشوره ورکړي چي پر ځاي دي ملګرو ملتو ته هغه يوه پريکړه وړاندي کړي چي د عربو او اسراييلو د 1967 کال د جګړې څخه مخکي د سرحدونو بر بنسټ د «دو دولتونوحل» نومي پلان د عملي کولو غوښتنه وکړي. څرنګه چي د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما له خوا يې هم څه موده مخکي وړانديز وسو.

له خنډ سره مخامخ شوي خبري اتري

فلسطيني مشران په اوسني وخت کي هڅه کوي چي د سپتمبر په مياشت کي د ملګرو ملتو عمومي اسامبلۍ ته يو پريکړه د تصويب له پاره وړاندي کړي چي يو فلسطيني دولت په رسميت وپيژني.

د حماس او الفتح فلسطيني ډلو چي لومړي په غزه او دوهمه يي د اردن د سين په لويديځه غاړه کي حکومت کوي تيره مياشت د خپلمنځي پخلايني څخه وروسته موافقه وکړه ترڅو په خبرو اترو کي د فلسطينيانو دريځ پياوړي کړي.

خو اسراييلو له هغه يو فلسطيني متحد حکومت سره خبري اتري ردي کړي دي چي په هغه کي د حماس اسلام پاله ډله برخه ولري.

د المان د بهرنيو چارو د وزير ګيدو وسترويله وياند اندرياز پيشکه منځني ختيځ ته د وستر ويله له سفر څخه مخکي په برلين کي وويل:«موږ په دې باور يو چي د عربي نړۍ د روانو بدلونو په پام کي نيولو سره د منځني ختيځ د سولي په پروسه کي هر ډول خنډ د ناکامي څخه ويندويي کوي.»

رسمي خبري اتري

آلمان د حماس له رډيکالي ډلي سره په غزه کي په 2006 کال د هغي د واکمني د پيل څڅه را په دي خوا اړيکه نيول ردوي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير وسترويله به په لومړي سرکي د اسراييلو او وروسته د فلسطينيانو له مشرانو سره وګوري.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل