1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ ښارونه د نوو مهاجرو د نه منلو ګواښ کوي

۱۳۹۷ فروردین ۶, دوشنبه

د آلمان د ښارونو اتحاديې ښارونو ته سپارښتنه کړې چي که اړ سي نو دي د نوو مهاجرو له منلو انکار وکړي. د يادي اتحاديې رئيس رسنيو ته ويلي چي د ښارونو د امکاناتو نه درلودلو په صورت کي دغه ډول يو اقدام اړين دی.

https://p.dw.com/p/2uxh5
Asylbewerber auf Bundesamts-Gelände
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د آلمان د ښارونو د اتحاديې رئيس ګېرد لاندسبېرګ د فونکه رسنيزي ډلې سره د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۲۶مه نېټه) پر دغه موضوع خبري کړي دي. هغه ويلي چي که د ښارونو له پاره د نورو مهاجرو د منلو او د هغوی د ځای پر ځای کولو له کبله امکانات نور نه وي موجود، نو «د نوو مهاجرو پر منلو بنديز» بايد ولګول سي. لاندسبېرګ البته زياته کړې چي د دا ډول يو بنديز لګولو څخه تر مخه مسؤل کسان بايد په خپل ښار کي د ځايي خلکو او د مهاجرو تناسب په نظر کي وساتي.

لاندسبېرګ ويلي چي که څه هم چي د نوو مهاجرو په راتګ کي ښکاره کموالی راغلی خو د مهاجرو وېش ډېر غير تناسبي دی. د هغه په وينا له دې کبله په ځینو ښارونو کي د نورو په پرتله د مهاجرو شمېر زښت زيات دی. د آلمان د ښارونو د اتحاديې دغه رئيس زياته کړې چي د زښتو زياتو مهاجرو له کبله په يو ښار کي د هغوی د ادغام ستونزي رامنځ ته کيږي. د هغه په وينا د بېلګي په توګه په وړکتون کي د ماشومانو له پاره ځايونه موندل، مهاجرو ته د ژبو کورسونه برابرول او د هغوی له پاره د اوسېدو ځايونه برابرول زښت مشکل وي.

د دې څخه تر مخه د زاکسن ايالت لومړي وزير ميشايل کرېچمر د ځینو ښارونو له هغې فيصلې سره تفاهم څرګند کړی وو چي نه غواړي نور مهاجر ومني. کرېچمر ويلي چي دا د «زړه نه غوښتلو يا د انکار» کولو نخښه نه ده. د هغه په وينا په دغو ځايونو کي په عملي توګه د ادغام په ترڅ کي ستونزي موجودي دي. د هغه په وينا د بېلګي په توګه په کودکستان او ښوونځيو کي ځايونه نه پيدا کيږي. د آلمان د مسيحي دیموکرات ګوند سياستوال کرېچمر زياته کړې: «د دې تر څنګ د هغو انسانانو سره ستونزي رامنځ ته کيږي چي زموږ ارزښتونه او قوانين نه مراعاتوي.»

ميشايل کرېچمر ډاډ څرګند کړی چي نوي قواعد به رامنځ ته سي. د هغه په وينا «په زياته بيا کم سنه مهاجر بهترې توجه ته اړتيا لري.» هغه وويل چي ځیني نوي پديدې سته چي ورڅخه بيره نه ده پکاره. کرېچمر د جرمونو له زياتېدو څخه هم يادونه وکړه. هغه وويل چي د رد سوو مهاجر اخراج له دې کبله ناکامه کيږي ولي چي هغوی خپل اصلي هويت پټوي. د کرېچمر په وينا د دغه حالاتو سره بايد په اړينه توګه چلند وسي ولي چي دغو حالاتو د لويو ګوندونو رايه ورکوونکي دې ته هڅولي چي احتجاجي رايي استعمال کړي.