1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د افغان مهاجرو پر اخراج تاوده بحثونه

۱۳۹۶ خرداد ۱۳, شنبه

د آلمان ائتلافي دولت يو شمير مشرانو افغانستان ته د افغان مهاجرو د بشپړ اخراج درولو بهير رد کړ. دغه غوښتنه د آلمان فدرالي حکومت د اپوزيسيون او د سوسيال دموکرات ګوند د يو شمير سياستوالو لخوا مطرح شوې ده.

https://p.dw.com/p/2e4tG
Afghanistan Migranten aus Deutschland abgeschoben
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossaini

کابل کې آلمان سفارت ته نژدي د تيرې چهارشنبې ورځ ترسره شوی موټربم له بريده وروسته، برلين لخوا افغانستان ته د افغان مهاجرو ډليز اخراج ترسره نشو. د کابل د وروستۍ خونړۍ پيښې له رامنځ ته کيدو وروسته په آلمان کې يو ځل بيا د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه بحثونه تاوده شوي دي. اپوزيسيون خواوو د آلمان له ائتلافي حکومته وغوښتل چې افغانستان ته دې د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ پرته له کوم ځنډه ودروي.

خو اوس په تازګۍ سره د آلمان د ائتلافي حکومت يو شمير مشرانو د اپوزيسيون خواوو او د سوسيال دموکرات ګوند د يو شمير غړو له دغې غوښتنې سره مخالفت ښکاره کړی دی. مخالف نظر لرونکي وايي چې د رد شويو افغان مهاجرو د بشپړ اخراج درول به د انساني قاچاقبرانو په ګټه پريوزي.

د آلمان په مرکزي پارلمان (بونديستاګ) کې د ائتلافي فراکسيون وياند او د بايرن د مسيحي سوسیال اتحاد ګوند غړی شتیفن مایر آلماني رسنۍ «پاساور نوين پرسه» ته وويل: « کله چې دا باور په بشپړه توګه پرامنځ ته شي چې نور حتي ردشوي افغان مهاجر هم اړ ندي چې زمونږ هيواد پريږدي یعنې خپل هيواد ته به نه اخرجيږي، کيدای شي دا انساني قاچاقبرانو لپاره يوه بلنه وي». 

ماير بل دليل دا راوړ چې « د بشپړ اخراج ممنوعیت د تروريستانو په بريا هم حسابيږي». هغه زياته کړه چې د کابل د چهارشنبې ورځې له پيښې وروسته آلمان لخوا د افغانستان پر امنيتي وضعيت باندې له سره بيا کتنه او د کتنې د پايلو تر معلوميدو د افغان مهاجرو د اخراج ځنډول يو مناست اقدام دی.

د آلمان د ائتلافي فراکسيون وياند دغه راز وويل چې هغه کسان د اخراج په ممنوعيت کې نه راځي کوم چې جرمونه ترسره کوي او يا ورڅخه د خطر احساس کيږي.

کابل کې د تيري چهارشنبې ورځ د موټر بم بريده وروسته چې لږ ترلږه ۹۰ تنه په کې ووژل شول، د آلمان فدرالي حکومت پريکړه وکړه چې يو شمير رد شوي افغان مهاجر چې په پام کې وو افغانستان ته اخراج کړل شي اخراج يې وځنډول شي.

خو په آلمان کې د کيڼ اړخ، زرغون، د بشر د حقونو ملاتړ کونکو ډلو او د آلمان د سوسيال دموکراټ ګونډ د يوې برخې په ګډون، ګڼ شمير کړيو بيا پرته له کوم ځنډ او استثنا د افغان مهاجرو د بشپړ اخراج د ممنوعيت غوښتونکي شول.

د مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال له اتحاد څخه حقوقي سلاکار هنس پيتر اوهل، د دغې غوښتنې په ردولو سره وويل چې حتی د کابل د وروستي بريده وروسته هم، امنيتي وضعيت په افغانستان کې تغیير ندی کړی. مسيحي سوسيال ګوند پورې اړوند دغه سياستوال وويل: « اوس هم کيدای شي چې د افغانستان يو شمير سيمو ته مهاجر اخراج کړل شي، هلته هم د آلمان د بايرن، بادن او ورتمبرګ په شان لوي او امن ولايتونه شتون لري.