1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي له کوردانو سره خپله نظامي مرسته زياته کړي

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۱۲, شنبه

آلمان نه غواړي چي په عراق او سوريه کي پر «اسلامي دولت» اسلامپاله افراطي ترهگرې ډلې باندې په هوايي بريدونو کي برخه واخلي. خو د آلمان د دفاع وزارت له کوردانو سره د لا زياتو وسلو او پوځي روزني مرستو ته چمتو دی.

https://p.dw.com/p/1DPoG
انځور: picture-alliance/dpa/D. Ebener

د آلمان فدرال دولت غواړي چي په عراق کي د کوردي جنګياليو پيشمرګانو سره خپلي مرستي لا زياتي کړي. دا چي آلمان په څه ډول د «اسلامي دولت» پر ضد کوردي ملېشي تقويه کولای سي، د دفاع وزارت ورباندي غور کوي. د نورو وړانديزونو تر څنګ په ايربيل کي د کوردي وسلوالو د پوځي روزنې له پاره د يوه مرکز د جوړولو پر وړانديز هم غور کيږي.

د دفاع د وزيري وياندي ويلي دي چي آلمان پر دې هم غور کوي چي په عراق کي عراقي دولتي عسکرو ته پوځي روزنه ورکول سي. د دغې وياندي په وينا دا هم ممکنه ده چي لوړ پوړي آلماني پوځي افسران د مشاورانو په توګه سيمي ته ولېږدول سي.

د آلمان د دفاع وزارت په داسي حال کي د کوردانو سره د خپلو مرستو د پراخولو خبره کوي چي امريکا متحده ايالتو ورڅخه تېره اوونۍ د لا زياتي ښکېلتيا غوښتنه کړې وه. د آلمان حکومت د څو ورځي راهيسي د عراق په شمال کي کوردي مليشو یا پيشمرګانو ته وسلې لېږدوي چي پکښي د ټانک ضد توغندي هم شامل دي.

د «ميلان» په نوم د دغو توغندیو د کارولو له پاره د پوځي روزنې تر لاسه کولو په موخه يو شمېر پيشمرګان آلمان ته هم راوستل سوي دي. دغه کوردي جنګيالي د آلمان په هوملبورګ کي تر روزنې لاندي دي.

«ژمی مرګونی دی»

له بل اړخه د آلمان د پراختيايي مرستو وزير ګېرد ميولر، پر نړیوالو ږغ کړی دی چي د سوريې او عراق له پناه غوښتونکو سره دي لا زیاته مرسته وکړي. ګېرد ميولر د عراق په شمال کي د مهاجر کمپ څخه د ليدنې پر وخت وويل: «موږ شپږو اوونۍ وخت لرو. اول بارانونه کيږي او بيا يخ راځي او ورسره بيا مرګ راځي.»

ګېرد ميولر د «زاربريوکر» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي آلمان به د خوراک د نړیوال پروګرام سره خپلي مرستي زياتي کړي. هغه زياته کړې چي د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان سره به هم د آلمان مرستي زیاتي سي. هغه پر اروپايي اتحاديې ږغ کړی دی چي د مهاجرو سره د مرستي له پاره په میلياردونو يورو چمتو کړي.

د پراختيايي مرستو آلمانی وزير ګېرد ميولر، د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو (د اکتوبر ۲ او ۳مې نېټې) د عراق شمال ته ورغلی وو. نوموړي هلته د مهاجرو بد حالت په خپلو سترګو وليد. هغه ويلي چي د عراق او سوريې د مهاجرو سره مرسته به نړیواله ټولنه په کلنو کلنو مصروفه وساتي. د هغه په وينا د امريکا د متحده ايالتونو له خوا د «اسلامي دولت» پر مورچلونو د هوايي بريدونو له کبله د پناه غوښتونکو وضعه لا خرابه سوې ده.