1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

آلمان غواړي د ښي اړخو پر ضد عملیات قوي کړي

۱۳۹۸ مرداد ۲۸, دوشنبه

د آلمان امنیتي ادارې غواړي چې د ښي اړخيتوب او کرکې پیدا کونکو جرمونو پر وړاندې مبارزه لا زیاته پراخه کړي. په دې موخه به د آلمان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې او اساسي قانون د حفاظت ادارې تشکيل هم زیات شي.

https://p.dw.com/p/3O7HB
Deutschland Demonstration der rechten Szene in Chemnitz
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

د دې له پاره چې د ښي اړخي ترهګرۍ او انفرادي جرمونو پر وړاندې په لا زیاته ښه توګه مبارزه وشي، د آلمان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې  (BKA) تشکيل به پراخه کړای شي. د دې ترڅنګ به په راتلونکي کې د آلمان په ویسبادن ښار کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې په چوکاټ کې د «کرکې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مرکز»هم رامنځته شي.

رسنیو د نوموړي ادارې نوي پلان ته په اشارې سره ویلي دي چې د نويو تشکیلاتو له پاره ۴۴۰ نوي بستونه هم باید ایجاد شي. د دې اقدام دلیل او پسمنظر د وسله وال ښي اړخي افراطیت د مخ پر ډیریدونکی خطر په ګوته شوی دی.

د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې په حواله په هرو دوو ښي اړخو کې تر یوه زیات یي «تاوتریخوالي خوښونکی» ښودل شوی دی، د داسې کسانو شمیر په ۲۰۱۸کال کې ۱۲۷۰۰ انسانان ښودل شوي وو. په آلمان کې تاوتریخوالي ته د چتمو ښي اړخو افراطیانو شمیر په پرله پسې ډول زیاتیږي او تر دې د یوه کال مخکې په پرتله په کې ۳،۲ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.

رسنیو د راتلونکي پلان د سند په حواله ویلي دي چې په راتلونکي کې به دوه ادارې یا څانګې د ښې اړخیتوب پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مصروفه وي. ښي اړخي شبکې به په راتلونکي کې ډیر ژر وپيژندل شي او همدارنګه به په ملي او بین المللي کچه د ادارو ترمنځ د معلوماتو تبادله بهتره شي.

په عین وخت کې د ښي اړخو افراطیانو له خوا د خطر معلومولو د ارزیابې یو سیستم هم پلان شوی دی، داسې یو سیستم چې لا پخوا د اسلامستي تروریزم په برخه کې موجود وو.

د کرکي زیږونکو پر وړاندې اغیزمنه مبارزه

د دغو رپوټونو په حواله د آلمان د جنایي چارو اداره غواړي په انټرنټ کې د کرکي پیدا کونکو جنایتونو په ارتباط «د جدي مبارزې مرکزي دفتر» رامنځته کړي. په دې ترتیب سره نو ټاکل شوی ده چې د نورو ترڅنګ به انټرنټي څار زیاته شي، څو په دې توګه وکولای شي کرکه زیږونکي او ګواښونکي پيغامونه ژر  وپيژندل شي.

په همدې منځ کې د آلمان د پارلمان پخواني مشر نوربرت لامرت، د نفرت پيداکونکو تحرکاتو او تبصرو له پاره د جدیت او شدید تعقیب غوښتنه کړې ده.

ust/kle (dpa, afp, kna)/sn./bs

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: