1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان عراقي کردانو ته وسلې ورکوي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۱۰, دوشنبه

آلمان د «اسلامي دولت» ډلي پرضد جگړه کي د کوردانو «پيشمرگي» ملېشې ته وسلې ورکوي. دغه پريکړه د صدراعظمي په مشرتوب د آلمان د وزيرانو په يوه غونډه کي سوې ده.تر دې دمخه آلمان خوارکي مواد هم لېږلي ول.

https://p.dw.com/p/1D4af
انځور: Reuters

د مېرمن انگيلا ميرکل په مشرتوب د آلمان څو تنو وزيرانو په يوه غونډه کي تاريخي پريکړه وکړه چي د عراق په شمال کي له کردانو سره د وسلو مرسته وکړي.

د پريکړي له مخي به عراقي کردانو ته ۱۶۰۰۰ G3 او G6 ډوله توپکان ۸۰۰۰ توپکچې، ۱۰۰۰۰ لاسي بمونه، ۲۴۰ د اوږې د سر توغندي، ۳۰ د ټانگ ضد ميلان ډوله راکټونه له ۵۰۰ توغنديو سره او موټران، ورکول کیږي.

د آلمان د دفاع وزارت د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چي دغه اقدام د بشري او امنيتي مسئوليت له مخي د دې له پاره کيږي چي له ځپل سوو سره مرسته وسي او د اسلامي دولت تروريستي ډلي مخه ونيوله سي.

د آلمان د دفاع وزيري اورزولا فون دير لاين ويلي دي چي دغه وسلې به په څو قسطه د سپتمبر مياشتي تر پايه پوري انتقال سي او نزدې ۴۰۰۰ عسکر به په عراق کي په وسلو سمبال سي.

آلمان دغه راز پريکړه کړې ده چي پر دې سربيره بايد د بشردوستانه مرستو کچه ۵۰ ميليونو ته لوړه سي. د آلمان د دفاع وزارت تر اوسه پوري عراق ته ۱۸۰ ټنه خوراکي مواد، کمپلان او دارو درمل لېږلي دي.

پر دې سربيره آلمان ۴۰۰۰ زغري او د مرميو ضد خولۍ، ۷۰۰ مخابرې او ۶۸۰ د شپې دوربينان لېږلي دي. دغه راز ۶ تنه آلماني عسکر هم په عراق کي د بشري مرستو او پوځي تجهيزاتو وېش همږغی کوي.

سياست ئې پلوي، خلک ئې پرضد

نن د دوشنبې په ورځ ميرکل خپل پارلمان ته د آلمان حکومت د نوی دريځ په اړه وينا کوي. وروسته به بيا پارلمان په يوه ځانگړې غونډه کي په دې اړه رايه ورکوي. خو د رايو نتيجه د حکومت له پاره مهمه نه ده. له آلمان څخه دباندي د پوځي ماموريت برخلاف چي پريکړه يې پارلمان کوي، جنگ څپلو سيمو ته د وسلو لږلو په برخه کي پارلمان د رايه ورکولو حق نه لري.

کردانو ته په وسلو لېږلو سره آلمان په امنيتي سياست کي داسي پريکړه وکړه چي تر اوسه پوري نه وه سوې. خو دا هم لومړی وار نه دئ چي آلمان دي يوې جنگ ځپلي سيمي ته وسلې لېږي. د آلمان فدرالي حکومت له لسيزو راهيسي بې له دې چي د منځني ختيځ وضعيت په پام کي ونيسي اسرائيلو ته وسلې برابروي. خو دا يوه ځانگړې قضيه ده: د «هولوکاست» يا د يهوديانو د عام وژني په پام کي نيولو سره آلمان د اسرائيلو د موجوديت د حق په خوندي ساتلو کي دولتي مکلفيت لري.