1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان سعودي عربستان ته د وسلو د صادراتو بندیز تمدید کړ

۱۳۹۸ فروردین ۹, جمعه

سعودي عربستان ته د آلماني وسلو صادرات د تیر ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې د خبریال جمال خاشقجي تر قتل وروسته، ځنډیدلي دي. د وسلو د صادراتو دغه بندیز د بریتانیا او فرانسې له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3FrWQ
Symbolbild | Deutschland | Militär
انځور: picture-alliance/dpa/P. Schulze

آلمان پریکړه کړې څو سعودي عربستان ته د خپلو وسلو پر صادراتو بندیز د شپږو نورو میاشتو له پاره تمدید کړي. د آلمان د صدراعظمې انګلامیرکل ویاند شتیفن زایبرت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د مارچ میاشتې ۲۸ نیټه) وویل چې سعودي عربستان ته د آلماني وسلو دغه بندیز به د روان کال د سپتمبر میاشتې پر ۳۰ نیټه پای ته ورسیږي.

زایبرت د خپلو خبرو پرمهال همدا راز وویل چې په دغه موده کې به د وسلو په برخه کې نوي قراردادونه تائید نه شي. د بندیز مودې د تمدید دغه پریکړه د وسلو د صادراتو په برخه کې د پالیسۍ د بیا ارزونې په موخه د صدراعظمې میرکل او د هغې د کابینې ترمنځ تر ناستې وروسته شوې ده.

د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګري کې د سعودي د رژیم د منتقد خبریال جمال خاشقجي تر قتل وروسته، د آلمان حکومت ریاض ته د وسلو پر صادراتو باندې مؤقت بندیز وضع کړ.

د بریتانیا او فرانسې انتقادونه

سعودي عربستان ته د وسلو د صادراتو بندیز نه یوازې د میرکل ائتلافي حکومت سره پاشلی دی، بلکې دغه اقدام د بریتانیا او فرانسې له لوري هم له سختو انتقادونو سره مخ دی. دواړو هیوادونو په پرانیستي توګه پر دغه حقیقت نیوکې کړي دي چې سعودي عربستان ته د وسلو بندیز په بیلابیلو هیوادونو کې د تولید شوو داسې وسلو د صادراتو مخه هم نیسي چې پکې آلماني پرزې کارول شوي دي. 

Deutschland Berlin Protest gegeen Rüstungsexporte
انځور: Getty Images/AFP/J. Mcdougall

په آلمان کې د فرانسې سفیر آنې ماري ډیسکوتس په روانه اونۍ کې وویل چې د آلماني وسلو د صادراتو پالیسي او د وسلو د لایسنس پیچلي قوانین راتلونکې دفاعي پروژې ګواښي. د دې له پاره چې دغو اندیښنو ته ځواب وویل شي، د آلمان حکومت پریکړه کړې ده چې د وسلو د صادراتو هغه لایسنسونه یا جوازونه چې د نهو میاشتو مودې له پاره ورکړل شوي، تمدید کړي.

په دې توګه به یاد شرکتونه د نویو جوازونو د ترلاسه کولو له پاره د زیات لګښت لرونکې او د اوږدې مودې وخت نیونکو د پروسو مخه ونیول شي.

په عین حال کې آلمان پر فرانسې او بریتانیا غږ کړی څو دا ډاډه کړي چې سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ته د دوی د وسلو سیستم او صادرات د یمن په شخړه کې ونه کارول شي.

(KH-NZ (dpa, AP