1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام بهیر ګړندی شوی

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

د تمې خلاف د آلمان د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام بهیر ګړندی شوی دی. د کار بازار او شغلي څیړنو انیستیتوت وایي چې د روان کال تر مني پورې به ۴۰ سلنه مهاجر کار ولري.

https://p.dw.com/p/3NTpE
Deutschland Flüchtlinge und Arbeit | Flüchtling aus Somalia, Ausbildungsbetrieb
انځور: picture-alliance/dpa/C. Schmidt

د کار بازار او شغلي څیړنو انیستیتوت مشر هربرت بروکر(IAB)  د «آلمان د تحریریه هئيت شبکې» ورځپاڼو ته ویلي دي: «زه فکر کوم چې د مني تر فصله پورې نږدې ۴۰ سلنه هغه مهاجر به چې د کار کولو په سن کي دي، کار پیدا کړي.»

نوموړي زیاته کړه:«په دې توګه نو زموږ د اټکلونو له مخې د کار د بازار ادغام په آلمان کې د مهاجرو د پخوانیو دورو په پرتله، یو کال مخکې ترسره شوی دی.»

بروکر چې د (IAB) په انیستیتوت کې د مهاجرت، ادغام او د کار په بازار کې د نړیوالو تحقیقاتو د برخې مشري کوي وایي چې په اوس وخت کې د هغو پناه غوښتونکو چې له ۱۵ تر ۶۴ کلن پورې دي، ۳۶ سلنه یعنې له ۳۸۰ زرو څخه تر ۴۰۰ زرو پورې کسانو کار پیدا کړی دی.

د دوی ډیر موقتي کارګران دي او لږ تنخوا ترلاسه کوي. هربرت بروکر وایي: «سربیره پر دې د رسټورانټونو، امنیت، پاکۍ، ساختمان او د ناروغانو او زړو د پالنې په برخو کې هم د مصروفو مهاجرو شمیر لوړ شوی دی.»

د بروګر په خبره د په کار مشغوله مهاجرو نږدې ۵۰ سلنه یي د مسلکي کاري ځواک په توګه په کار مشغوله دي. نوموړی زیاتوي: «که فکر وکړو چې له هغو پنځو څخه یوه مهاجر مخکې تر دې چې خپل هیواد پریږدي، د یوه مسلک یا پوهنتون روزنیزه دوره پای ته رسولې ده، نو دا شمیر د تمې خلاف ډیر لوړ دی.»

د بروکر په خبره دلیل یي دا دی چې یو شمیر مهاجر په خپل هیواد کې د مسلکي زده کړو سندونه نه لري، خو دوی هلته په داسې کارونو اخته ول چې په آلمان کې په هغې برخه کې تخصص ته اړتیا ده. دوی د کار کولو په جریان کې تجربه ترلاسه کوي.»

بروکر د کار په بازار کې د مهاجرو د چټک ادغام له بهیر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرو له پاره د کار د پيلولو شرایط ډیر ستونزمن وو. د بیلګې په توګه د عربي ژبه چې ډیري نوي راغلي مهاجر پرې خبرې کوي، د بالکان د سیمې ژبو په پرتله له آلماني ژبې سره ډير زیات لیري والی لري. د شلمې پيړۍ په ۹۰ یمو کلونو کې ډير مهاجر له بالکان هیوادونو څخه آلمان ته راغلي ول.

دا راپور مخې تر دې زمونږ په همکارې رسنۍ «اینفو مایګرانتس» کې خپور شوی دی. 

د اړونده موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: