1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د مهاجرو کورنيو د الحاق قانون په اړه تازه بحثونه

۱۳۹۶ دی ۳۰, شنبه

د آلمان پارلمان د مهاجرو د کورنيو د الحاق د نويو مقرراتو په اړه د قانون جوړونې بهير پيل کړ. په پارلمان کې ګوندي خواوو په دې اړه متفاوت غبرګونونه لري.

https://p.dw.com/p/2rDF7
Deutschland Flüchtlingspolitik Familien-Nachzug syrische Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د آلمان عمومي پارلمان د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۱۹مه نېټه) د لمړي ځل له پاره د مهاجر کورنيو د غړو د يوځای کيدو يا الحاق د مهمې موضوع پر سر خبرې اترې پیل کړې. د دغو خبرو پر اساس په لمړي سر کې باید د «موقتي اقامه لرونکو» مهاجرو د الحاق اوسنی توقف د جولای تر مياشتي پورې وغځول شي او تر هغې وروسته هر کال په ټوليزه توګه د مهاجرو د کورنيو ۱۰۰۰ تنو غړو ته آلمان ته د راتلو اجازه ورکړل شي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير چې د مسيحي دموکرات ګوند څخه دی، په دې اړه يې د يو لړ« معقوله او معتدله مقرراتو» څخه خبرې وکړې. د سوسيال دموکرات ګوند، د نيوکې سربيره، د دغه اقدام په اړه موافقت ښکاره کړی، خو اپوزيسيون يې بیا نه مني.

د الحاق له پاره شرطونه

ديميزير وويل داسې هيڅ نړيواله حقوقي ژمنه شتون نه لري چې د «موقتي اقامه» لرونکو مهاجرو د کورنيو الحاق دي ممکن وګرځوي. د هغه په وينا، د مهاجرو د کورنيو د الحاق له پاره بايد په راتلونکې کې يو لړ ثابت معيارونه مشخص کړل شي. د کورنيو چارو وزير د خبرو پر اساس، بايد شرايط کيښودل شي چې نکاح له مهاجرت څخه د مخه ترسره شوي وي، مهاجر بايد د درنو جرمونو سابقه ونلري او د يو خطر جوړونکي شخص په توګه ثابت شوی نه وي.
په دې اړه نور مطالب:
آلمان ـ د مهاجرو کورنۍ څنګه رابلل کيږي؟
ډېرو سوریایانو ته موقتي اقامه ورکول کیږي
د سوسيال او دموکرات اتحاديي ګوندونو د کورنيو چارو کارپوه، شتيفن ماير وايي، د بيلګې په توګه هغه سوريايي مهاجر چې «موقتې اقامې» لري، په خپل هيواد کې تر کورنيو جګړو وروسته، باید له آلمان څخه ووځي. هغه وايي له همدې امله نشو کولای چې له يو «اوږدمهاله او دايمي ادغام» څخه خبرې وکړو.

Bundestag Mitglieder der AfD-Bundestagsfraktion Baumann, Weidel, Gauland, Braun und Braun
ښي اړخی ګوند «آلمان له پاره بديل» د مهاجرو کورنيو د الحاق له موضوع سره مخالف دی.انځور: picture alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د کورنيو پر الحاق د کيڼ اړخي ګوند ټينګار

خو د آلمان په پارلمان کې د سوسيال دموکرات اړخ د رئيس مرستيال ايوا هوګل بيا برعکس ويلي دي چې د مهاجرو کورنيو د حفاظت موضوع، په اساسي او د بشر حقونو په قوانينو کې تسجيل شوې ده.

آلمان د موقتي اقامې لرونکو مهاجرو د کورنيو الحاق یا يوځای کيدو قانون په موقتي توګه درول دی.

هغه زياته کړې ده چې سربيره پر دې، سوسيال دموکرات ګوند د (مهاجرو د کورنيو د الحاق) د تمديد د توقف په تړاو، د مسيحي سوسيال او دموکرات اتحادي ګوندونو له پيشنهادي طرحې سره موافقه کوي. خو دغه موافقه به په هغه صورت کې وي چې د موقتي توقف نيټه په واضح او روښانه توګه د جولای۳۱مه ټاکل شوې وي.

ښی اړخی ګوند «آلمان له پاره بديل» بيا په ټوله کې د مهاجرو کورنيو د الحاق له موضوع سره مخالف دی. د آلمان په پارلمان کې د دغه ګوند استاځي مارتين زيشرت د دغې موضوع پر سر روان بحث کې وويل چې «په آلمان» کې د مهاجرت مسئله د «یو ډلييز مهاجرت وسيلې» په توګه اوښتې ده. هغه ټينګار وکړ چې «موقتي اقامه» لرونکي مهاجر باید په منځ مهاله کې له آلمان څخه بيرته ووځي. زيشرت وویل چې «دا ډول خلکو له پاره د کورنيو الحاق يوه بې معنی خبره ده».

دغې موضوع پورې اړوند زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: