1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرت پر موضوع نوي او سخت مقررات

۱۳۹۷ فروردین ۴, شنبه

د آلمان حکومت د پلان له مخې، په راتلونکې کې به دغه هيواد ته تازه رسيدلي مهاجر تر هغه وخته چې د پناه غوښتنې چارې يې بشپړې شوې نه وي، په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کيږي. دغه پلان به په ممکنه ډول د سپتمبر تر مياشتې عملي شي.

https://p.dw.com/p/2uuLy
Deutschland Stempel Abgeschoben Symbolbild
انځور: Reuters/M. Dalder

د صدراعظمې انګلا مرکل په مشرۍ د آلمان په نوي ائتلافي حکومت کې (سي. دي. او)، (سي. اس. او) او (اس. پي. دې) ګوندونه شامل دي. د کورنيو چارو نوی وزير هورست زيهوفر چې د (سي. اس. او) ګوند څخه دی، د مهاجرو په چارو کې د سخت دريځ پر لرلو کې نوم لري.

د ګډ حکومت د جوړيدو پر سر د ګوندونو ترمنځ د شوي تړون له مخې، په راتلونکې کې آلمان ته تازه رسيدلي مهاجر به تر هغه وخت پورې چې د پناه غوښتنې درخواستونو باندې يې پريکړې نه وي شوي، په ځانګړو مرکزونه کې به ساتل کيږي. زيهوفر د دغه پلان د ژر تر ژره عملي کيدو اعلان هم کړی دی. په ممکن ډول، دغه پلان به د روان کال تر سپتمبر مياشت پورې په عملي توګه په اجرا کې راشي.

دغه نوي اقدامات په ظاهره کې د هيواد د مهاجرت چارې لا فعاله کړي دي چې د منتقدانو پر وينا دا کيدای شي د هغو زيانمن شويو افرادو له پاره هم خطرناکه واقع شي کوم چې د سياسي پناه غوښتنې په موخه آلمان ته راځي.

نوي اقدامات څه دي؟

د آلمان حکومت د پلان له مخې ټول هغه پناه بهرني اتباع چې په راتلونکې کې آلمان ته د پناه غوښتنې په موخه راځي، په ځانګړي مراکزو کې به ساتل کيږي. دوی به تر هغه وخت پورې په دغو مرکزونو کې ساتل کيږي چې آلماني چارواکو يې د پناه غوښتنې پر دوسيو باندې پريکړه نه وي کړي. تر هغه وخته پورې به دغو افرادو ته له مرکزونو څخه بل چيري د تللو اجازه نه ورکوله کيږي.

د اتحادي ګوندونو ترمنځ په شوي تړون کې پر دې خبره هم توافق شوی دی چې په دغو ځانګړو مرکزونو کې به د پناه غوښتونکو د اوسيدو موده تر اتلسو مياشتو پورې وي چې دغې مودې په دننه دننه کې به د پناه غوښتونکو پر دوسيو هم څيړنې ترسره کيږي.

خو هغه پناه غوښتونکي چې کورنيو سره آلمان ته رسيږي د هغوی له پاره به په دغو ځانګړو مرکزونو کې د اوسیدو وخت په نهايي توګه شپږ مياشتې وي.

له دغو مرکزونو څخه به بهر ته د وتلو اجازه يوازې هغه پناه غوښتونکي ولري کوم چې په آلمان کې يې د اوسيدو يا د پناه اخيستنې امکانات ليدل کيږي. خو هغه پناه غوښتونکي چې باید بيرته له آلمان څخه اخراج کړل شي هغوي به د اخراج تر وخته په مرکزونو کې ساتل کيږي. دا چې دغه مرکزونه به په کومو ځايونو کې جوړيږي په اړه يې په دغه سند کې څه نه دي ويل شوي.

د آلمان د موجوده مقرراتو له مخې، دغه هيواد ته رسيدلي مهاجر د پناه غوښتنې د درخواستونو تر سپارنې وروسته تر درو مياشتو په پورې په خصوصي مرکزونو کې اوسيږي. پناه غوښتونکي نه شي کولای په خپله خوښه ځانته د اوسيدو يو ښار انتخاب کړي. دوی د آلمان د مختلفو ايالتونو نفوس ته په کتو پر ايالتونو ويشل يا استول کيږي. خو د دې سربيره د دغو پناه غوښتونکو پر ليږد او حرکت باندې کومه پابندي نه وي. که چيرته د پناه غوښتونکي د پناه غوښتنه رد کيږي، په هغه صورت کې هغه ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي او همدا ډول تر هغه وخت پورې چې له آلمان څخه خپل يا بل هيواد ته استول کيږي نشي کولای په خپله خوښه سفرونه وکړي.

د مهاجرو ملاتړ کونکي سازمانونه او يو شمیر نور سیاسي ګوندونو پورې تړاو لرونکي افراد پر دغو پلانونو سخت تنقيد کوي. هغوی په دې باور دي چې د دا ډول ځانګړي مرکزونه نه يوازې دا چې د پناه غوښتونکو د حقوقو سره په ټکر کې دي، بلکه د هغو افرادو له پاره چې په آلمان کې د قبولۍ چانس لري، په ټولنه کې د هغو د ادغام په برخه کې هم د يو لوي خنډ په توګه ثابت شوي دي.

CSU Horst Seehofer
د کورنيو چارو نوی وزير هورست زيهوفر چې د مهاجرو په چارو کې د سخت دريځ پر لرلو کې نوم لري.انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Pohl

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: