1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د عسکرو د وتلو نېټه باید و نه ټاکل سي

۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبه

وستريله نن په ناڅاپي توګه افغانستان ته رسيدلی. هغه وويل که چيري د سرتيرو د ايستلو له پاره يوه مشخصه نيټه وټاکله سي، « دا د دې معني لري چي موږ په خپل لاس ياغيانو ته بلنه ورکوو چي په زور زياتيو لاس پوري کړي.»

https://p.dw.com/p/120gx
افغان ولسمشر حامد کرزی د آلمان د بهرنيو چارو د وزير گيدو ويستر ويله سره د خبرو پر مهال
افغان ولسمشر حامد کرزی د آلمان د بهرنيو چارو د وزير گيدو ويستر ويله سره د خبرو پر مهالانځور: AP

ويستر ويله ددې مخالفت کوي، چي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ايستلو له پاره يوه مشخصه نيټه وټاکله سي.

افغانستان ته د خپل سفر په پيل کي وسترويله وويل:«زما په نظر دا به هوښياري نه وي، چي سړی ووايي، چيري او څه وخت موږ د خپلو سرتيرو په کمولو پيل کوو.»

په پام کي ده، چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير په کابل کي له افغان ولسمشر حامد کرزي او د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف، له نوي قوماندان، جان الن سره هم وويني.

په پام کي ده، چي د المان پوځ به د روان ميلادي کال په پای کي له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو په وتلو پيل وکړي.

آلمان په افغانستان کي 5000 سرتيري لري، چي ډيری يې د افغانستان په شمال کي د امنيت په ساتلو کي مرسته کوي. د نورو نړيوالو ځواکونو په څير آلمان هم په 2014 کال کي خپل جنګي ماموريت هلته پای ته رسوي.

د آلمان د حکومت مخالف ګوندونه غواړي چي له افغانستان څخه د وتلو له پاره يوه مشخصه نيټه وټاکله سي.

وسترويله د مسووليت انتقال ته په اشاري سره وويل: «په دې اونۍ کي د افغانستان په وړاندي زموږ په سياست کي يو نوي پړاو پيل کيږي.» هغه زياته کړه: « نړيوال ځواکونه لس کاله کيږي چي په افغانستان کي حضور لري، تمه نه لرو چي لس کاله نور به هم دلته پاتي سو.»

خو د آلمان د بهرنيو چارو وزير دا هم وويل چي موږ بايد د هغه واقعيت څخه هم سترگي پټي نه کړو، چي «برياليتوبونه له ګواښونو» سره مخامخ دي.

کابل ته د ويستر ويله د سفر يوه بله موضوع د روان کال د ډسمبر په مياشت کي د افغانستان په اړه په بن کي جوړيدونکي کنفرانس ده. که څه هم چي آلمان به د دغه کنفرانس کوربه وي، خو د کنفرانس مشري د افغانانو پر غاړه ده، تر څو د خپل هيواد د لانجې د حل له پاره په خپله لاره چاره ولټوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل