1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د شرایطو په پام کې نیولو سره له افغانستان څڅه ځواکونه راباسي

۱۳۹۰ آبان ۱۳, جمعه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرپه یوې مرکه کې ويلي چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د رایستلو په بهیر کې باید له عجلې څخه کار وا نه اخیستل شي. هغه زیاته کړې چې آلمان به دغه کار د شرایطو په پام کې نیولو سره تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/135Ga
ویستر ویله ویلي دي چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل باید لاس ته راوړنې لا ګواښ سره مخامخ نه کړي
ویستر ویله ویلي دي چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل باید لاس ته راوړنې لا ګواښ سره مخامخ نه کړيانځور: dapd

د ۲۰۰۱م کال راهیسې د افغانستان په اړه بیلا بیل کنفرانسونه جوړ شوي دي چې مختلفې پایلې یې درلودلې. د آلمان د بهرنیو چار وزیر، ګیدو ویسترویله، د بن د دویم کنفرانس د اهمیت په اړه د آلمان خبري اژانس ته ویلي چې د بن کنفرانس ډیر مهم دی. د هغه په خبره افغانان دغه کنفرانس ته په ستراتیژیکه سترګه ګوري.

ویسترویله وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د لسو کلونو تر ملاتړ وروسته اوس د دغو ځواکونو د شمیر د راکمولو مسله تر بحث لاندې ده، خو په دې کار سره نه باید لاس ته راوړنې او هغه سرتیري چې هلته میشت دي د خطر سره مخامخ کړل شي.

ښایې افغانستان په راتلونکو لسو کلونو کې هم د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا ولري. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا آلمان به د افغانستان د طبیعي ځیرمو څخه چې د ملیاردونو ډالرو ارزښت لري کومه ګټه واخلې که نه، ویستر ویله وویل:

«دغه مساله په یقني ډول په افغانستان کې ثبات او امنیت پورې اړه لري چې آیا د بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره به په افغانستان کې لازم شرایط برابر شي او که نه؟»

ویستر ویله زیاته کړه چې په افغانستان کې ډیر داسې طبیعي ځیرمې شته چې لا ورڅخه کار نه دی اخیستل شوی. هغه وویل چې آلمان د افغانستان لپاره ډیر ښه وړاندیزونه لري.

ویستر ویله دا خبره روښانه نه کړه چې ایا طالبان به د بن په دویم کنفرانس کې وڼډه واخلي او که نه خو هغه وویل چې د افغانستان ستونزه یوازې د سولې له لارې حل کیدای شي:

«دا معلومه خبره ده چې د پخلایني بهیر باید د افغانانو له خوا پر مخ یوړل شي ځکه چې په افغانستان کې سوله یواځې د افغاني سیاسي ګوندونو تر منځ ټینګدای شي.»

افغانستان څخه د آلماني سرتیرو د راوتلو په اړه ویستر ویله وویل چې آلمان د دغه کار لپاره په سمبولیکه توګه د تاریخو د ورکولو څخه ډډه کوي:

«مونږه نه غواړو چې په سمبولیکه توګه د تاریخونو او ارقامو څخه استفاده وکړو. خو د یوې لسیزې د تیریدو وروسته هغه وخت رارسیدلی چې د خپلو سرتیرو د شمیر د ټیټوالي په هکله خبرې وکړو. خو دا کار باید په یو مناسب وخت کې تر سره کړو.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هغه به د آلمان د دفاع وزیر سره یو ځای د روان کال د دسیمبر په میاشت کې د افغانستان وضعې ته په کتو سره د آلماني پوځ د ماموریت د مودې د غځیدو مسوده جوړه کړي. په دغې مسودې کې به د ځینو سرتیرو د راویستو طرحه هم په نظر کی نیول شوي وي چې په هکله به یې د راتلونکې کال په جنوري کې پریکړه وشي.

دا پداسې حال کې ده چې امریکا او فرانسې لا د مخه افغانستان څخه د خپلو پوځونو په راویستلو لاس پوری کړی. کله چې د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر څخه وپوښتل شو چې ښه به نه وي چې آلمان هم د هغوي په پل قدم کیږدي، هغه وویل:

«په افغانستان کې د امریکا او آلمان ماموریت د سرتیرو د شمیر له اړخه د مقایسې وړ نه دی. افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر د آلماني سرتیرو په پرتله څو ځله ډیر دی. یو ځل بیا وایم چې مسله د سمبولیکو ارقامو په اړه نه ده او د بهرنیو ځواکونو په راویستلو کې باید له بیړې څخه کار وا نه اخیستل شي.»

ویستر ویله وویل چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې افغانستان څخه د ټولو بهرنیو جنګي سرتیرو د راوتلو پلان به عملي کیږي ځکه چې د هغه پر وینا دا پریکړه په نړیواله کچه نیول شوې وو. هغه زیاته کړه چې آلمان په افغانستان کې ځیني عملي اهداف تعین کړي چې په کې سالمه حکومتوالۍ، د خلکو د اساسی حقوقو خوندی ساتل او په دغه هیواد کې د ثبات رامنځ ته کول شامل دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش