1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ترهګرو ډلو له دوه تابعیته جنګیالیو خپل تابعیت اخلي

۱۳۹۸ فروردین ۱۵, پنجشنبه

د آلمان حکومتي کابينې په قانون کې هغه تغیرات تائيد کړي دي چې له مخې به یي هر هغه دوه تابعیته شخص چې د ترهګرو سازمانونو له پاره جنګیږي، په اوتوماتیک ډول خپل آلماني تابعیت له لاسه ورکوي. په دې کې پخواني موارد نه دي شامل.

https://p.dw.com/p/3GDTW
IS Kolonne Fahrzeuge Toyota
انځور: picture-alliance/AP Photo

د آلمان کابينې د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې په راتلونکي کې به د دې هیواد هر هغه دوه تابعیت لرونکي وګړي خپل آلمانی تابعیت له لاسه ورکړي چې له کوم ترهګر سازمان سره یوځای کیږي.

د آلمان حکومت په خپله اعلامیه کې ویلي دي: «هغه کسان چې بهرنیو هیوادونو ته ځي او واقعاً د یوه ترهګریز سازمان له پاره په جنګي عملیاتو کې ګډون کوي، ښيې چې آلمان او د دې هیواد اساسي ارزښتونو ته یې شا اړولې ده او د ترهګرو ملیشه و په شکل په خارجي ځواکونو بدل شوي دي.»

د آلمان په قانون کې دغه بدلون یوازې د هغو بالغو کسانو په حق کې صدق کوي چې پر آلماني تابعیت سربیره د یوه بل هیواد تابعیت هم لري.

قانوني سن(۱۸کلنۍ) ته نه رسیدلي کسان په دې کې نه راځي. همدارنګه هغه کسان هم په دې ډله کې نه شاملیږي چې پخوا له ترهګرو ډلو سره یوځای شوي ول.

دغه تغیرات په یوه داسې وخت کې رامنځته کیږي چې په سوريه او عراق کې د داعش ډلې په ملاتړ له جنګیدونکو آلماني جنګیالیو سره د چلند په اړه بحثونو په آلمان کې زور اخیستی دی.

اوسمهال د داعش یا «اسلامي دولت» په نوم ډلې په لسونه آلماني جنګیالي په عراق کې له کردي ځواکونو سره بندیان دي. البته دغه قانوني تغیرات د دې جنګیالیو په برخه کې نه عملي کیږي. 

چس وینتر/ (ع.ف،ش. ن.)

په دې ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: