1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د افغانانو په گډون نيم ميليون مهاجر په وتلو مکلف دي

۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبه

د آلمان د ايالتونو د کورنيو چارو وزيرانو کنفرانس اټکل کړی چي له دغه هيواد څخه د وتلو پيغام تر لاسه کوونکو شمېر به نيم ميليون کسانو ته ورسيږي. په دغو مهاجرو کي به رد سوي افغان پناه غوښتونکي هم شامل وي.

https://p.dw.com/p/2Ygtd
Deutschland Markus Ulbig
مارکوس اولبيګانځور: picture alliance/dpa/S. Kahnert

کله چي په آلمان کي د يوه مهاجر د پناه غوښتنه رد سي، نو يو داسي سند ورته ورکول کيږي چي پکښي له آلمان څخه د وتلو امر سوی وي. دغه ډول رد سوو مهاجرو يا بهرنيانو ته په آلمانۍ ژبه «Ausreisepflichtig» يعني «په اخراج يا وتلو مکلف» کسان ويل کيږي. د آلمان د ايالتونو د کورنيو چارو د وزيرانو په کنفرانس کي ويل سوي دي چي د ۲۰۱۷م کال تر پای پوري به تقريبا نيم ميليون بهرنيان له آلمان څخه په وتلو مکلف وي.

په ياد کنفرانس کي ويل سوي دي چي اټکل کيږي له ياد نيم ميليون بهرنيانو څخه به زيات بيا هم د روان کال تر پای پوري په آلمان کي پاته وي.

په دغه کنفرانس کي د آلمان د زاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير مارکوس اولبيگ، چي د (CDU) ګوند غړی دی، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د مارچ ۶مه نېټه) وويل: «په ټوليزه توګه موږ له داسي يوې ستونزې سره لاس او ګريوان يو چي د قانون د پلي کولو په ترڅ کي بايد زيات شمېر انسانان د هغوی له رضا پرته خپلو هيوادونو ته ولېږدوو.» د دغه وزير په وينا په يادو نيم ميليون (په وتلو مکلف) کسانو کي ځيني پخوانۍ دوسيې هم شاملي دي.

د اولبيګ په وينا په زياتو مواردو کي مطرح کسانو گام پر گام ځانونه ادغام کړي. د دغه سياستوال په وينا په داسو مواردو کي د په اخراج مکلفو کسانو ايستل او په دې توګه د قانون عملي کول يو مشکل کار وي. د هغه په وينا خو د يوه قانوني دولت له پاره طبعا دغه عمل اړين دی.

افغان رد سوي مهاجر

تر دې دمخه د افغان مهاجرو په تړاو د رسنيو په راپورونو کي ويل سوي ول چي تر ۱۲۰۰۰ زيات يې رد سوي او ښايي د ايستل کيدو له ګواښ سره مخامخ وي. د آلمان د ايالتونو د کورنيو چارو وزيرانو د کنفرانس رئيس اولبيګ، د رد سوو افغان مهاجرو د لېږد په تړاو ويلي دي چي د ۲۰۱۵م کال په کنفرانس کي يې په دې اړه پر يوه گډ دريځ تفاهم کړی وو او دی اوس هم پر هغه تفاهم ولاړ دی. نوموړي وويل: «د افغانستان امنو سيمو ته په بنسټيزه توګه بېرته لېږد ممکن دی.»

اولبيګ د آلمان پر سوسيال ديموکرات او زرغون ګوند ږغ کړی دی چي د آلمان په پارلمان يا بُندستاگ کي دي د هغه قانون په پلوي رايه ورکړي، چي پکښې المغرب هيوادونه د خوندي هيوادونو په توگه ښوول سوي دي.

د زاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير اولبيګ، وويل چي د المغرب هيوادونو خوندي اعلانول، ځکه مهم کار دی چي دغه اقدام به له يادي سيمي څخه آلمان ته د پناه اخيستلو په موخه د راتلونکو کسانو هيلي کمي کړي. اولبيګ وويل چي له زرغون او سوسيال ديموکرات ګوند څخه دا هيله لري چي د «بلاک کولو» له سياست څخه لاس واخلي.

منبع: KNA

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.02.2017):