1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان خپلو ۱۵۰ تنو افغان همکارانو ته ويزه ورکوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آبان ۷, سه‌شنبه

په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د افغان همکارانو د لومړۍ ډلې لپاره آلمان ته د تګ اجازه ورکړه سوې ده. دغه کارکوونکي له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو له خوا د غچ اخيستلو بيره لري.

https://p.dw.com/p/1A7d7
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې خبري آژانس د آلمانۍ ورځپاڼي «شتوتګارتر څايتونګ» په حواله خبر ورکړی دی چي د افغاني همکارانو لومړی ډله چي نزدې ۱۵۰ تنه کیږي آلمان ته د سفر اجازه ورکړه سوې ده.

شتوتګارتر څايتونګ د سه شنبې په ورځ په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د انتقال د مسؤل بريد جنرال ميشايل فيتر، په حواله ليکلي دي چي دغه افغان همکاران اوس کولای سي چي آلمان ته سفر وکړي، خو دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده چي هغوی غواړي آلمان ته ولاړ سي او که يا غواړي چي په افغانستان کي پاته سي او هلته يې مالي ملاتړ وسي. د جنرال په خبره د دغو کسانو ډيری يې ساتونکي او ژباړونکي دي.

فيتر له ورځپاڼي سره په خبرو کي زياته کړې ده چي که چيري د آلماني ځواکونو دغه افغان همکاران وغواړي چي آلمان ته ولاړ سي نو دوی ته به په دغه هيواد کي د يوه نا محدود وخت د اقامت اجازه ورکړه سي.

په افغانستان کي له آلماني ځواکونو سره د افغان همکارانو له نزدې ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۳۶ تنو يې ځکه په آلمان کي د اوسېدو اجازه غوښتې ده چي د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته يې په خپل هيواد کي ژوند په خطر کي دی.

تر دې مخکي د آلمان پر دفاع وزارت باندي داسي تورونه لګول سوي ول چي ګويا دغه وزارت خپل محلي کارکوونکي يوازي پرېږدي.

په افغانستان کي له بهرنيو ځواکونو سره له ډيرو افغاني کارکوونکو سره داسي بيره سته چي له دغه هيواد څخه د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته به د دوی ژوند له خطر سره مخامخ وي.

څه موده دمخه په کندوز کي له آلماني ځواکونو سره يوه افغان کارکوونکي صفي الله ساحل له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو په تلو سره به د هغه ژوند له خطر سره مخامخ وي. ساحل وويل: «که هغوی [طالبان] ما پيدا کړي نو کيدای سي چي ما د خپل کور په مخکي ووژني.»

ساحل ټينګار وکړ چي طالبان هر هغه کس چي په افغانستان کي له آلمانانو سره کار کوي خاين بولي او هغه څاري.

تر اوسه یوازي درې تنه افغان همکاران آلمان ته تللي دي

د آلمان د کورنیو چارو وزارت او د دغه هیواد د پوځ له خوا د خپرو سویو شمیرو له مخي تر اوسه پوري د آلماني پوځ ۲۸۹ افغان همکارانو د خپل امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د دغو کسانو له ډلي څخه ۱۷۳ تنه يې له مشخصو ګواښونو سره مخامخ دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د یوه ویاند په خبره د دغو کسانو ۲۳ تنو یې آلمان ته د سفر په برخه کې د خپل ځان او کورنۍ له پاره مثبت جوابونه ترلاسه کړي دي.

دغه کسان کولای سي چي خپلې ښځي او کوچنيان له ځان سره آلمان ته بوزي او هلته د ژوند کولو او کار اجازه ترلاسه کړي. خو تر اوسه پورې یوازي درې تنه افغانان چې تر دې دمخه یې له آلماني پوځ سره په افغانستان کې کار کاوه آلمان ته رسېدلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب