1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته راغلي لږترلږه ۶۰ سلنه کډوال اسناد نه لري

۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د آلماني رسنیو په حواله، آلمان ته راغلي زیاتره مهاجرین له ځان سره د پیژندنې اسناد نه لري. د «دي څایټ» ورځپانې په حواله د دې ترشا ګڼ شمیر دلایل شتون لري.

https://p.dw.com/p/2ZELc
Wartende Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

لږترلږه ۶۰ فیصده ټول هغه مهاجر چي آلمان ته راځي، بې له اسنادو څخه دي. دغه خبر المانۍ ورځپاڼي «دي څایت» نن د چهارشنبې په ورځ خپور کړی دی. دغه خپاره شوي ارقام د حکومت پر اټکلونو باندي متکي دي نو له دې امله دقیق ارقام وجود نه لري. 

«دي څایت» ورځپاڼې د آلمان د کورنیو چارو د وزارت په حواله لیکي چي داسنادو او پاسپورټونو نه درلودل په دې معنی نه دي چې پناه غوښتونکو په قصدأ سره پټ کړي دي. په رپوټ کې د نوموړي په حواله ویل شوي چې له همدې امله باید پر دې باندي عمومي قضاوت هم ونه سي. رپوټ همدا راز زیاتوي چې دا بلاخره د هر مهاجر په حالت او د راتگ په جریان پورې اړه لري چې یو مهاجر څرنګه ځان تر جرمني پوري رارسولی دی.

دورځپاڼي په حواله په همدې دلیل د آلمان حکومت د اسنادو د نه درلودلو د عواملو د څيړنې کوښښ هم نه کوي چې ولې زیاتره پناه غوښتونکي له ځانونو سره اسناد نه لري. کیدای سي د دې تر شا ډیر دلایل موجود وي، د بیلګې په توګه په زیاتره هیوادونو کی د تذکرو د ویش منظم سیسټم وجود ونه لري او یا ورڅخه قاچاقبرانو پاسپورټونه غلا کړي وي.