آلمان ته د مهاجرینو په راتګ کې د پام وړ کموالی
د حکومتي شمیرو له مخې د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د مهاجرینو په راتګ کې د پام وړ کموالی او بل لوري ته له آلمان څخه په خپله خوښه او یا په زوره ایستلو شوو د مهاجرینو په شمیر کې ډیروالی رغلی دی.
آلمان ته د مهاجرینو په راتګ کې د پام وړ کموالی
د آلمان د کورنیو چارو د وزارت په حواله، د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د مهاجرینو راتګ ډیر کم وو. د یاد وزارت د یوه خپاره شوي رپوټ په اساس په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د راغلو سیاسي پناه غوښتونکو مهاجرینو شمیر دوه لکه او ۸۰ زره ښوول شوی دی.
د مهاجرت کړکیچ
د آلمان د حکومتي شمیرو له مخې، په ۲۰۱۵م کال کې دې هیواد ته ۸ لکه او ۹۰ زره مهاجرینو د پناه لپاره غوښتنه کړې وه. په همدې ۲۰۱۵م کال کې تر یو میلیون څخه د ډیرو مهاجرینو راتګ، اروپايي ټولنه د مهاجرینو له سخت کړکیچ سره مخ کړې وه.
په آلمان کې پارلماني ټاکنې
د چارو د کارپوهانو په حواله د مهاجرینو د راتګ کموالی به په پارلماني ټاکنو کې هم اغیزمن ثابت شي. داسې ویل کیږي چې د مهاجرت کړکیچ او د آلمان په ټولنه کې د مهاجرینو ادغام به هم د ټاکنیز بهیر یو له مهمو موضوع ګانو څخه وي.
د رد شوو مهاجرینو د شمیر ډیروالی
د آلمان د کورنیو چارو د وزیر، توماس دیمیزیر په حواله په آلمان کې د پناه غوښتونکو د رد په شمیر او بیرته خپلو هیوادونو ته د لیږل شوو کسانو په شمیر کې هم ډیروالی راغلی دی. د آلمان د چارواکو په حواله تراوسه کابو ۸۰ زره مهاجرین په خپله خوښه او یا هم په زور بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.
په خپله خوښه بیرته ستنیدونکي
د توماس دیمیزیر په حواله، په ۲۰۱۵م کال کې ۳۵ زره مهاجرینو په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته د تګ پریکړه کړې او دغه شمیره بیا په ۲۰۱۶م کال کې ۵۵ زرو کسانو ته لوړه شوی ده. د آلمان د کورنیو چارو وزیر د تیر کال په ترڅ کې په زور سره د ایستل شوو کسانو شمیر ۲۵ زره کسان ښوولی دی.
د مهاجرینو او پناه غوښتونکو شمیر
د حکومتي شمیرو له مخې د آلمان په حکومتي ادارو کې تیر کال د ۷ لکه او ۴۵ زره کسانو د سیاسي پناه غوښتنه ثبت شوی ده. د تیر کال په ترڅ کې ترټولو ډیر پناه غوښتونکي سوریايي مهاجرین وو او بیا په دویم او دریم ځای کې افغان او عراقي مهاجرین ځای لري.
«حکومتي اقداماتو اغېز ښودلی»
د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديميزېر د جنورۍ په دويمه اونۍ کي وويل چي و آلمان ته راتلونکو مهاجرو په شمېر کي د کمښت راتللو يو لامل هغه اقدمات دي چي د آلمان حکومت کړي ول. نوموړي د جنورۍ په مياشت کي د کډوالۍ ادارې ته امر وکړ چي د مارچ مياشتي له ۱۵مې نېټي دي نور له هغو مهاجرو څخه د پناه غوښتنه نه مني چي د يونان له لاري آلمان ته راغلي وي.
د بالقان د مسير تړل کېدل
په داسي حال کي چي مخکي زيات مهاجر له يونان څخه د بالکان هيوادونو له لاري و آلمان او شمالي اروپايي هيوادونو ته راتلل، نو کله چي د بالکان دغه مسير د مهاجرو پر مخ وتړل سو، و آلمان او شمالي اروپايي هيوادونو ته د مهاجرو په راتګ کي کمښت راغلی.
د ترکيې او اروپايي اتحاديې تړون
په مجموع کي و اروپا ته د مهاجرو په راتګ کي د هغه وروسته کموالی راغلی، کله چي اروپايي اتحاديې د ترکيې سره د مهاجرو په تړاو يو تفاهم وکړ. د دغه تفاهم له مخي ترکيې ځان مکلف کړ چي هغه مهاجر چي له ټاکلې نېټي له ترکيې څخه يونان ته ولاړ سي نو ترکيه به هغه مهاجر د شرايطو په ړنا کي بېرته له يونان څخه ومني.