1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د مرسي سفر او ډیرې پوښتنې

مسعود جهش (کریستین کنایپ)۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

په پلان کې ده چې د مصر ولسمشر محمد مرسي، د آلمان په ګډون اروپايي هیوادونو ته سفر وکړي. دا په داسې حال کې ده چې اوس په مصر کې د دې هیواد د انقلاب د دوهمې کالیزي په مناسبت له تاوتریخوالي څخه ډکې مظاهرې روانې دي.

https://p.dw.com/p/17TbI
انځور: AP

د مصر انقلاب دوه کلن شو خو په ښه ډول يې لمانځنه نه کیږي. اوس يوځل بیا مظاهره کوونکي د تحریر په میدان کې راټول شوي دي چې د خپل هیواد د وضعیت په اړه اعتراضونه وکړي. د مصر د «ژغورني ملي جبهې» مشر او د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان پخواني مشر محمد البرادعي، له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې د انقلاب د اهدافو د پلي کولو له پاره د تحریر میدان ته راووځي.

د مصر نومیالیو ورځپاڼو هم د انقلاب په اړه لیکنی کړې دي او ویلي يې دي چې هغه باید خپلو اساسي اصولو ته بیا توجه وکړي. د «المصر الیوم» ورځپاڼي لیکلي دي: «موږ د ډیرو بدلونو هیلې لرلې، خو په خواشینۍ سره هیڅ څه هم بدل نه شول. داسې ښکاري چې اصلاً کوم انقلاب نه وي شوی.»

د «الشروق» ورځپاڼې هم لیکلي دي چې دوه کاله مخکې په مصر کې د یوې معجزې تمه کیده خو اوس د دې ورځپاڼې په خبره دغه معجزه د مصریانو د اولادو په زنداني کیدو، د غریبو کسانو په لا ناداره کیدو او د بډایو په لا بډایه کیدو کې لیدل کیږي.

خواشینوونکې پوښتني

په داسې وخت کې اروپايي هیوادونو ته د مصر د ولسمشر محمد مرسي، سفر کومه اسانه خبره نه ده. په هر حال هغه په آلمان کې د نورو هیوادونو په پرتله لږ د آرامۍ احساس کوي. په برلین کې د مرسي کوربه ښايي هغه ته نوي پوښتني مطرح کړي.

د آلمان پارلمان د بهرنیو اړیکو مسئول روپریخت پولينڅ، دویچه ویله ته په یوه مرکه کې وویل: «دا به ډیره د زړه ورتیا خبره وي چې سړۍ د مصر انقلاب یو مستقیم او د نه پر شاتګ بهیر وګڼي.»

اعتدالي اسلامي کول

دا چې د مصر پاڅون به پر کومه خوا روان شي، په دې اړه لا تر اوسه پورې د آلمان په سیاسي کړيو کې کوم توافق موجود نه دی. د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند غړی او د آلمان-مصر د خبرو اترو د ډلي مشر کلاوس براندنر، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، هغه انتظار لري چې د مصر د ټولني د اسلامي کولو بهیر لا پسې پیاوړی شي خو د هغه په خبره دا په دې معنی نه ده چې دغه هیواد دې د یوه دیني حکومت د لرلو پر لور روان شي. هغه زیاته کړه چې مصری حکومت ښايي د ترکیې حکومت ته ورته شکل خپل کړي چې پکې د دولت او دین تر منځ واضح بېلوالی موجود دی.

پولينڅ وایي: «پر دې سربیره هم دغه کسان ښيي چې هغوی د پلورالیزم پلویان دي. د خواشینۍ خبره خو دا ده چې د اساسي قانون د بدلون د بهیر په ترڅ کې پر دې خبره باندي توافق و نه شو چې داسې یو قانون رامنځته شي چې ټول کسان ورباندې توافق ولري.»

رښتیا خبره خو دا ده چې سیکولار کسان فکر کوي چې نه شي کولای د اسلامپالو په شتون کې خپل نظرونه په اساسي قانون کې شامل کړي. پر دې سربیره براندنر وایی چې په روان کال کې پارلماني ټاکنې دغه هیواد ته یو امکان رامنځته کوي. دغه ټاکنې د دې امکان رامنځته کوي چې په مصر کې د دیموکراتیک کولو بهیر پر مخ ولاړ شي. ځکه یو قوي پارلمان کولای شي چې په یوه هیواد کې ریښتنې ديموکراسي رامنځته کړي. «په دغه شان یوه ديموکراسي کي ټولنیز حقوق، بشري حقوق او په ځانګړې توګه د ښځو حقوق مطرح وي. که دغه شان حقوق نه وي د بريالي اقتصاد خوند به هم نه وي.»

د «کونراد ادینا ور» د بنسټ راتلونکې

روپریخت پو پولينڅ په مصر کې د «کونراد ادیناور» د بنسټ راتلونکې د آزادۍ له حق سره تړلې بولي. دغه بنسټ اوس له ځینو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. پولينڅ وایي: «موږ باید لا وختې له مرسي څخه په دې اړه خبرې اوریدلې وای چې هغه د مصر له داسې یوې ټولنې څخه څه برداشت لري چې پکې داسې سازمانونه هم موجود وي چې له اخوان المسلمین سره هم نظره نه وي، بلکې له هغوی سره په رقابت کې وي.» د دې پوښتنې له مطرح کولو سره پولانتس د «کونراد ادیناور» راتلونکې ته ځانګړی اهمیت ورکوي.

مرسي له یوه داسې هیواد څخه اروپايي نړۍ ته راځي چې پکې ناآرامۍ موجودې دي. په اروپا کې به له هغه څخه د دغو ناآرامیو په اړه پوښتنې وشي. پر دې سربیره به له هغه څخه وپوښتل شي چې څرنګه غواړي دغو ناآرامیو ته د پای ټکی کښیږدي.