1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر تر یو میلیون واوښت

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۱۸, چهارشنبه

د ټولنیزو چارو یو ایالتي وزیرې ویلي دي چې د منځني ختیځ، شمالي افریقا او نورو جگړه ځپلو هیوادونو څخه سږ کال آلمان ته د پناه راوړونکو مهاجرو شمیر تر یو میلیون زیات شوې دی.

https://p.dw.com/p/1HKmf
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د آلمان د باوریا ایالت د ټولنیزو چارو وزیرې ایمیلیا مولر وویل چې په آلمان کې د سیاسي پنا غوښتونکو کډوالو شمیر، چې په دغه هیواد کې راجیستر شوې دي د سه شنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۸) یو میلیون ته ورسید. د میرمن مولر په خبره یوازی د نوامبر په میاشت کې په آلمان ۲۰۰ زره کډوالو خپل نومونه ثبت کړي دي.

دغه شمیرې د هغو کمپیوټرې ارقامو پر بنسټ وړاندی شوې دي چې یو مهاجر آلمان ته تر رسیدو وروسته د لومړي ځل له پاره په دغه هیواد کې خپل نوم ثبت او راجستر کوي. تر دغه ثبت نام وروسته دوی د آلمان پر مختلفو ایالتونو ویشل کیږي.

مخکې تر دې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس ډیمیزیر له خوا د روان کال تر پایه پورې د ۸۰۰ زره مهاجرو اټکل شوې وو. آلمان د نورو ټولو اروپایې هیوادونو په پرتله ډیرو کډوالو ته پنا ورکړی ده.

د ټول آلمان په کچه په دغه هیواد کې د موجودو کډوالو د مجموعي شمیر په اړه د کارپوهانو تر منځ بحثونه روان دي. ځکه د کمپوټر په وسیله د کډوالو د ویش سیستم پر ړونتیا نیوکې کیږي. یو شمیر کارپوهان وایې چې په آلمان کې د موجودو کډوالو دقیق شمیر تر هغې لوړ دی چې ښودل کیږي.

د دوی په خبره د کډوالو د نوم ثبتولو او هغوی ته د نورو امکاناتو پر برابرونکو ادارو بیرو بار دومره ډیر دی چې اکثره وختونه د کډوالو د نوم ثبتولو یا راجسترکیدو پروسه څو اونۍ وخت نیسي.

بل لور ته یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې د مهاجرو شمیر کیدای شي تر هغې کم وي چې په کمپیوټر کې ښودل کیږي، ځکه امکان لري چې د یو شمیر کډوالو نومونه تر یو ځل ډیر ثبت شوې وي.

د باوریا ایالت د ټولنیزو چارو وزیرې د کډوالو له پاره د یوه معین شمیر یا اندازې د ټاکل کیدو غوښتنه کړی. د مولر په خبره په دوامداره توگه د دومره لوړ شمیر کډوالو ملاتړ ممکن نه دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب