1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د «اعش د ښځو» بيرته ستنيدل؟

۱۳۹۶ آذر ۲۷, دوشنبه

په سوريه او عراق کې د داعش تر ماتي وروسته د دې ډلې ځيني آلمانۍ ښځي غواړي چې بيرته هيواد ته ستنې شي. دا کار دولت له سترو ستونزو سره مخامخوي، ځکه يوازي امنيتي ستونزه مطرح نه ده، بلکې د اخلاقي او حقوقي جرمونو موضوع مهمه ده.

https://p.dw.com/p/2pYBj
IS Miliz Frauen Muslima
انځور: picture-alliance/dpa/Syriadeeply.org

لینده چې د بعداد په يوه زندان کي بندۍ ده له خپلي مور او خور سره د خدای په امانۍ پرمهال وويل چي غواړي له هغوی سره بيرته آلمان ته ولاړه شي. د هغې مور او خور چي د آلمان دSüddeutsche په نامه ورځپاڼي او (NDR او SWR) راډيو تلویزيون د څيړنيزي ډلي ژورناليستانو له خوا بدرگه کېدلې، له لينده سره په بغداد کي کتلي. دغه ۱۷ کلنه چې تر نيول کیدو وورسته د بغداد په يوه زندان کې ده، لومړی یې نه غوښتل ډير څه ووايي خو اوس په کرار کرار له داعش ډلې سره د تير کړل شوي وخت په اړه خبرې کوي.

د تيرکال په دوبي کې دغه ځوانه آلمانۍ په پټه سوريې ته تللې وه او هلته له داعش سره يوځای شوې وه. دا وايي چې هلته ټول وخت په کور کې وه او پر ماشومانو او نورو ښځو یې پام کاوه.

آيا پر لينده باور کیدلای شي؟ د Süddeutsch ورځپاڼې د خبریالانو وروستی برداشت دا وو چې اوس هم ډيري پوښتنې بې ځوابه پاته دي. دا چې آيا دا يوه داسې نجلۍ ده چې پر ناسمه لار روانه شوې او مرستې ته اړتيا لري او که يوه جنگيالۍ چې پخپله خوښه یې له یوه تروريستي ډلي سره کار کاوه؟

دغه ژورناليستان نه شي کولای دې پوښتنې ته حتمي ځواب ورکړي خو اټکل کوي چې: «حقيقت ښايي د همدې ترمنځ چيرته وي.»

کيدای شي لينده په حقيقت خبره نه وي، د دې پخپل حقيقت. خو مهمه به داوي چې دا په حقيقت پوهه وي. ځکه هغه غواړي چې بيرته آلمان ته راشي. همدا راز نورو آلماني تابيعت لرونکو ښځو هم دا هيله څرگنده کړې. د مثال په توگه په خټه لبنانۍ نادیه رمضان چې د سوریې په يوه زندان کې ده. دا هم له داعش سره یوځای شوې وه. دې څو مياشتې تر مخه د یوې ويديو له لاره د آلمان له صدراعظمي څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

 زړه نا زړه؟

څه بايد وشي؟ د آلمان دولت کولای شي مرسته وکړي، خو مجبور نه دی او پراخه اختياري ساحه لري. د ارزونې په موخه ډيري پوښتني شته او دا پوښتنه ښايي وروستۍ وي چې دغه جهادياني څومره خطرناکي دي او کوم خطرونه ترې متوجې دي.

په بن کې د جنايي جرمونو د مخنيوي د ملي علمي مرکز کارپوه متره موسی نابو، وايي چې دا پوښتني په مناسب ډول نه شي ځوابيدلای. دی وايي چې هره قضيه بايد جلا جلا  وڅيړل شي او په مجموع کې بايد د راستنو شويو له شاهديو سره په ډير احتياط چلن وشي. دی زياتوي: «په ټوله کې داسې احساس کيږي چې د بيرته راستنو شويو له خوا د دغه ډلې څخه زړه نا زړه فاصله نيول شوې ده. سړی د يو شمير دغه جهادستانو په اړه داسې فکر کوي چې دوی که څه هم چې ډيرې خرابې تجربې کړي بيا هم په بشپړه توگه مايوسه شوي نه دي. تر ډيره یې خپلې تجربې د نړۍ په اړه په خپل تصور کې مدغم کړي او جهادیزم ته په مثبت نظر گوري. خو دا هم بايد ووايم چې له دوی څخه ځينې ښځې رښتيا پر خپل کار پيښيمانه دي»

Screenshot Linda W. IS Daesh ISIS Deutschland
لينده د ۲۰۱۷م کال په دوبي کې ونيول شوهانځور: Youtube

خو په حتمي او يقيني توگه به دا ويل چې هغه ښځې چې د منځني ختيځ څخه بيرته راستنې شوي، په رښتیا يې له مذهبي افراطيت څخه مخ گرځولې او که نه، ډير مشکل وي. 

د آلمان د کورنيو استخباراتو ادارې مشر هنس يورگ ماسن د روانې مياشتې په سر کې وويل: «هغه ښځې چې په دې تيرو کلونو کې د داعش تر کنترول لاندي سيمو کې یې ژوند کړی، زياتره یې افراطي شوي او د داعش په ايډيالوژۍ سره پيژندل کيدای سي چې سړی کولای سي هغوی د جهاديانو په توگه نښاني کړي.»

جرم او مسئوليت

خو امنيت يوازنۍ موضوع نه ده چې په آلمان کې د دې موضوع په اړه په ترسره کيدونکي بحث کې نقش لري. بلکې دلته د اخلاقي او حقوقي جرم پوښتنه هم مطرح کيږي.

ژورناليست وولفگنگ باور چې د «DIE ZEIT» ورځپاڼې له پاره یې له ناديه رمضان سره د سوریې په زندان کې مرکه کړې وه، پوښتنه کوي چې د آلمان حکومت به له داسې انسانانو سره څه ډول چلن کوي چې په دې عقيده دي چې د يوه په اصطلاح «کافر» ژوند تر يوه مچ لا لږ ارزښت لري.»

د قربانيانو ليدلوری

خو که دې ښځو په هره برخه کې فعاليت کړی وي، د هغه يوه سازمان برخه وې چې څو کاله یې نور انسانان ترور کړي، شکنجه کړي او وژلي دي او بشري حقونه يې تر پښو لاندي کړي دي. دې ښځو له داسو نارينوو سره ودونه کړي ول چې نوري ښځې د مثال په توگه يزيدۍ ښځې یې تښتولې، بې پته کولې او پلورلي يې.

دې جرمونو ته په کتو سره به د داعش له لاسه کړيدلي، دغه کار خپل سپکاوی وگڼي چې د داعش د ترهگرو ځيني ميرمني د آلمان د تابيعت لرلو له وجي د سوریې په محکمو کې ځواب ويلو ته مجبوري نه شي. د داعش تر ماتي وروسته دغه ښځې له هغه قانون څخه د خونديتوب ترلاسه کولو هڅه کوي چې دوی رد کړی وو. متره موسې نابو په وايي: «آلمان ته د دې ښځو پر انتقال توافق به په سوريه او عراق کې د ډيرو له پاره آسانه خبره نه وي او دا به درک نه کړي. ځکه دا ښځې په مستقيمه او يا غیر مستقيمه توگه د ځاي خلکو د کړاو باعث گرځيدلي دي.»

کيرستن کنيپه/ ب. ص

زموږ له ارشيف څخه: