1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: امريکا دي خپل اقتصادي مشکلات د ډالر په راکښته کولو سره نه حلوي.

۱۳۸۶ آذر ۹, جمعه

د آلمان د ماليې وزير Peer Steinbrueck د يورو د پولي واحد د لوړي کچي په هکله په سړه سينه د بحثونو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/DKGn
د جرمني د ماليې وزير پيطر شتاين بروک.
د جرمني د ماليې وزير پيطر شتاين بروک.انځور: AP
د آلمان اقتصاد تر اوسه پوري د يورو قوت ښه زغملی دی. دغه څرگندوني ښاغلي شتاينبروک د 2008 م کال دپاره د دولت د بودجې د تعيينولو د وروستيو خبرو اترو په لړ کي وکړې. د اقتصاد وزير ميشايل گلوس د امريکې د متحده آيالتونو څخه هيله وکړه چي خپل اقتصادي مشکلات دي د ډالر په راټيټولو سره نه حلوي.