1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: افغانستان خپل اخراج شوي مهاجرین مني

۱۳۹۴ آبان ۸, جمعه

آلماني چارواکي وایي چې د افغانستان د کډوالو چارو وزیر هغه څرګندونې چې اروپایي هیوادونه دې افغان کډوال نه اخراجوي د هغه شخصي نظر دی. چارواکو ویلي دي چې افغان حکومت چمتو دی له آلمان څخه ايستل شوي افغان مهاجر ومني.

https://p.dw.com/p/1GxLS
انځور: Reuters/O. Sobhani

د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د آلمان دیپلوماتیکو سرچینو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د جمعې په ورځ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سره تلیفوني خبري کړي دي. زیاته شوې ده چې دواړو چارواکو د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي، د وروستیو څرګندونو په اړه بحث کړی دی.

دیپلوماتیکو سرچینو ویلي دي چې افغان ولسمشر شتاین مایر ته ډاډ ورکړی دی چې د بلخي وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او د ده د حکومت موقف نه ښيي. سرچینو ویلي دي چې ولسمشر غني په خپلو خبرو کې روښانه کړې ده چې افغانستان په دې برخه پر خپلو نړیوالو مسئولیتونو خبر دی.

د ولسمشر غني او د آلماني وزیر څرګندوني له دویچه ویله سره د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي، تر یوې مرکې وروسته شوي دي چې دغه افغان چارواکي یې په ترڅ کې پر آلمان باندي غږ کړی وو چې د افغانستان د وروستي وضعیت په پام کې نیولو سره افغان کډوال اخراج نه کړي.

په عین حال کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویانده سوزان چیبلي، په برلین کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي دي چې په کابل کې یې له خپل سفارت څخه په دې اړه معلومات غوښتي دي: «هغه معلومات چې موږ ترلاسه کړي دي دا دي چې دغه څرګندونې [د بلخي څرګندونې] تر ډیره حده پورې یو انفرادي نظر دی نه د افغان حکومت موقف.»

اوس مهال آلمان ته تر سوریې وروسته، تر ټولو ډیر افغان مهاجر راځي. د آلمان حکومت پلان لري چې هغه افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته واستوي چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه نه وي منل شوې. تر دې مخکې دغه شان افغان مهاجر پر آلمان په اصطلاح «تحمل کیدل» او بیرته خپل هیواد ته نه استول کیدل.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاندي دا خبره تایید کړې ده چې د کابل حکومت د دې خبري پلوی دی چې ځوانان په خپل هیواد کې پاته شي او په دې اړه یې آن په ټولنیزو رسنیو کې کمپاینونه هم پيل کړي دي.

آیا افغانستان «یو امن هیواد » دی؟

د آلماني حکومت پر هغي پریکړي چې افغان مهاجر تر نه قبلیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته استوي، پخپله په آلمان کې هم ډيري نیوکي شوي دي. پر دې سربیره چې د کډوالو د حقونو مدافع سازمان «پرو ازیول» پر دې پریکړي باندي نیوکه کړې ده، د بشري حقونو په برخه کې د آلمان حکومت ځانګړي مامور هم ویلي دي چې افغانستان داسې یو امن هیواد نه دی چې وګړي یې بیرته واستول شي.

Afghanistan Sayed Hossein Alimi Balkhi Minister für Flüchtlinge und Rückführung
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاندي روښانه کړې ده چې افغانستان د یوه «امن هیواد» په توګه نه دی درجه بندي شوی چې له کلبه یې د دې هیواد ټول پناه غوښتونکې بیرته واستول شي، بلکې د هغې په خبره آلمان هغه افغانان بیرته خپل هیواد ته استوي چې په آلمان کې د قبلیدو هیڅ چانس و نه لري.

د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو په وروستیو وختونو کې د کډوالو د کړکیچ د حلولو په موخه پر یوې طرحې باندي موافقه وکړه چې پکښې له افغان حکومت سره د دغه هیواد د رد شویو اتباعو د اخراجولو پر څرنګوالي خبري کول هم شامل دي.

که څه هم په دې اړه کوم تړونه نه دي لاسلیک شوي، خو د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د کډوالو د اخراجولو له پاره له افغان حکومت سره د داسي یو تړون شتون، شرط نه دی. دغه چارواکي ویلي دي چې د نړیوالو اصولو پر اساس هر هیواد مکلف دی چې خپل اتباع ومني.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاندي وویل چې اروپايي ټولني له افغان حکومت سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې یې د کډوالو د اخراجولو پر موضوع باندي بحث کیږي. هغې زیاته کړې ده چې له همدې کبله په دې اړه خبري اتري د اروپايي ټولني مسئولیت دی نه د آلمان د حکومت.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب