1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: آیا د ستر ائتلاف رامنځته کيدل له خطر سره مخامخ دي؟

۱۳۹۶ دی ۲۵, دوشنبه

د سوسيال ديموکرات گوند يوه برخه له مسيحي اتحاد سره د «سترائتلاف» د رامنځته کولو له پاره د ازمايښتي خبرو پر نتايجو ډيره خوښه نه ده. خو مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونه په هيڅ صورت کې په دې اړه نوري خبري نه غواړي.

https://p.dw.com/p/2qqe3
Deutschland  Angela Merkel und Martin Schulz
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان په پارلمان کې د مسيحي اتحاد د گوندي جناح مشر فولکر کاودر «بلد» ورځپاڼې ته ويلي دي، چې د ستر ائتلاف په هکله د ازمايښتي خبرو پر اجماع «د نورو خبرو اترو امکان» نه شته. دغه سياستوال د سوسيال ديموکرات گوند د پخوانيو مخکښو سياستوالو له خوا د ځينو ټکو په اړه شکايتونو ته په اشارې سره وويل: «د ازمايښتي خبرو اترو د نتايجو ځينې ټکي موږ ته هم مشکل تمام شول.داسې نه ده چې دا يوزاي سوسيال ديموکرتانو ته مشکل ول.»

خو نوموړي په عين حال کې د دغه خبرو اترو نتايج مثبت و ارزول: «دغه گوند بيا هم ډير بريالی وو او ډير څه يې ترلاسه کړل. دا هم بايد ياد شي.»

د آلمان د مسيحي سوسيال گوند عمومي منشي اندرياس شوير هم د نورو خبرو اترو غوښتنه په واضح توگه رد کړه: «موږ د ازمايښتي خبرو اترو نتايج منو او د هغو ټکو په اړه به د خبرو اترو سهوه ونه کړو چې توافق پرې شوی دی.»

مسيحي اتحاد پر «غلطه لار روان دی»

خو د سوسيال ديموکرات گوند د مشر مارتين شولڅ يوه مرستيال رالف شتيگنر بيا ټينگار وکړ: «د ازمايښتي خبرو اترو نتايج بايد د ائتلاف رامنځته کولو مذاکراتو اساس وي. خو دلته داسې انگيرل کيږي چې پر ټولو خبرو توافق شوی دی.»

ورته څرگندونې د سوسيال ديموکرات گوند مرستیال مشر، تورستن شيفر گيومبل هم وکړې: «که څوک دا فکر کوي چې د ازمايښتي خبرو موافقه په اتوماتيکه توگه د ائتلافي خبرو اترو موافقه ده، نو واضح ده چې هغه سهوه کوي.»

Deutschland Abschluss der Sondierungen von Union und SPD
د آلمان د دريو مخکښو گوندونو مشران چې غواړي د ائتلاف پر دوام خبرې وکړيانځور: picture-alliance/Photoshot/S. Yuqi

هغه زياته کړه: «د ائتلافي حکومت د رامنځته کولو خبري اتري د ازمايښتي خبرو اترو د نتايجو د لاسليکولو «مراسم» نه دي. څوک چې داسې فکر کوي غلطي کوي».

د سوسيال ديموکرات گوند ډير مخکښ غړي پر دې ناخوښ ول چې گوند یې په دغه خبرو اترو کې د انتخاباتي کمپاين خپلې غوښتنې، لکه په اصطلاح ولسي بيمه او د کاري قراردادونو د محدوديت د له منځه وړولو ژمنې پوره کړي نه دي.

دوه ستونزمن پړاونه لا په مخکې دي

د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند کانگره به په اول وار د جنورۍ مياشتې پر ۲۱ نيټه له مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونو سره د يوه نوي ائتلاف د پيلولو په هلکه پريکړه کوي. دا چې په بن ښار کې به د دغه گوند راټول شوي غړي د د ې خبرو اترو د ترسره کولو ملاتړ وکړي او که نه، لا روښانه نه ده. خو که چیري گوندي کانگره د نوي ائتلاف له پاره مذاکرات تائيد کړي نو د گوند غړي به بيا د ائتلافي تړون په هلکه رای گيري وکړي. دلته هم کيدلای شي د انگلا ميرکل په مشرتوب د «تورـ سور» یعني د مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوند ترمنځ د يوه ائتلافي حکومت جوړښت له ناکامۍ سره مخامخ شي.

د سوسيال ديموکرات گوند د ځوانانو د ټولنې مشر کيون کيونرت له يوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل: «د سوسيال ديموکرات گوند د غړو ترمنځ د نظر اختلاف ډير زيات دی.»

wa/ie dpa,rtr (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: