1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی پوځ سعودی سرتیرو ته روزنه ورکوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۰, سه‌شنبه

سعودي عربستان  په وار وار سره بشري حقونه ترپښو لاندي کوي او حکومت يي په جنګ ځپلي يمن کي د ناوړه بشري حالت مسوول بلل کيږي. خو اوس د برلين او رياض ترمنځ يوه پوځي اتحاد شخړيزبحثونه رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/3Hgs0
DW Exclusive Deutsche Waffen in Jemen SPERRFRIST 26.02.2019 20 Uhr saudische Luftwaffe Folgen
انځور: picture-alliance/Xinhua/M. Dhari

ډير ژر به د آلمان پوځ د سعودي عربستان ځينو سرتيرو ته پوځي روزنه ورکړي. که څه هم چي سعودي عربستان له ۲۰۱۵م کال راهيسي په يمن کي يوه خونړۍ جګړه پرمخ بيايي.

د آلمان خبري آژانس (ډي پي آې) ته دغه رسيدلي معلومات چي د جرمني د دفاع وزارت تائيد کړي هم دي، د اپوزيسيون ګوندونو د خښم سبب سوي دي. کيڼ اړخه او زرغون ګوندونه ددغه شان يوې پروژي د ژر تر ژره ختمولو غوښتنه کړې ده.

دغه ډول يوه هوکړه هغه وخت رامنځته سوه کله چي د آلمان د دفاع وزيره اورزولا فون ديرلاين د ۲۰۱۶م کال په پای کي په پلازمينه رياض کي له شهزاده محمد بن سلمان سره چي هغه وخت لا د دفاع وزير وو، وليدل او ژمنه يي وکړه چي د هيواد ځيني سرتيري به يي په آلمان کي روزنه ترلاسه کړي. په دې اړه تړون بيا وروسته د ۲۰۱۷م کال په اپريل کي په جِده کي لاسليک سو.

Saudi-Arabien Verteidigungsminister von der Leyen & bin Salman al-Saud
د آلمان د دفاع وزیره فون دیر لاین په ریاض کی د شهزاده بن سلمان سرهانځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

بشري ناورين

دا په داسي حال کي ده چي رياض له څلورو کلونو راهيسي د عربي هيوادونو له يوه ايتلاف سره په ګډه، په ګاونډي هيواد يمن کي له حوثي ياغيانو سره چي ايران يې ملاتړ کوي، په جګړه کي دي.

دغه ډول جګړي سخت بشري ناورين رامنځته کړي چي ملګري ملتونه يي اوس وخت په نړۍ کي تر ټولو ناوړه ناورين بولي.

 

همدارنګه د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر مياشت کي په استانبول کي د سعودي منتقد جمال قاشقجي وژل کيدل هم پر دغه ډول هوکړي باندي خپل سيوری غوړولی دی. سربيره پر دې سعودي عربستان څو ورځي مخکي۳۷ کسان د ترهګرۍ په تور اعدام کړل چي په هغو کي کم سنه کسان هم شامل ول.

«د ګډ کار ژر تر ژره ختمول»

د زرغون ګوند استازي اميد نوري پور، اوس په آلمان کي د سعودي سرتيرو د روزني په اړه د ګډ کار د ژر تر ژره ختميدو غوښتونکی دی. هغه په سعودي کي د ۳۷ کسانو اعدام ته په اشاري سره، دويچه ويلي ته وويل: «نه يوازي دا چي سعودي عربستان په يمن کي خونړۍ جګړه پر مخ بيايي، بلکي په دغه هيواد کي د ناوړه بشري حالت له کبله هم.» د هغه په خبره برلين بايد له رياض سره د ګډ کار په هکله له سره فکر وکړي.

Dschamal Chaschukdschi
په ۲۰۱۸ کی وژل سوی ژورنالیست جمال قاشقجیانځور: Getty Images/AFP/M. Al-Shaikh

د آلمان په پارلمان کي د کيڼ اړخه ګوند مرستيال مشر سي ويم داګديلين، دا يو بې رحمانه عمل بولي چي د آلمان حکومت اجازه ورکوي په خپل هيواد کي د «عربستان د قاتل دولت» سرتيري و روزي او له همدې کبله د دغه کار ژر ترژره په ټپه دريدو غوښتنه کوي.

اوږدمهاله پروژه

په هامبورګ کي د آلمان پوځ د مشرتابه په اکاډمي کي د نورو هيوادونو د افسرانو روزنه يو معمولي کار ګرځيدلی دی. آلمان د سعودي په شان د نړۍ له ۱۰۰ هيوادونو سره هم دا ډول پوځي اړيکي لري.

په هامبورګ کي له ډير وخت راهيسي د ناټو له ملگرو سره د روزني بالمقابل پروګرامونه موجود دي. د مثال په ډول د فرانسې، انګليستان او امريکا افسران په هامبورګ او په مقابل کي يي بيا د آلمان افسران په فرانسه، انګليستان او امريکا کي پوځي روزنه ويني. همدارنګه له چين، پاکستان او مصر څخه هم راتلونکي پوځي ځواکونه په هامبورګ کي روزل کيږي. خو دا کار پر متحدو عربي اماراتو باندي صدق نه کوي چي هم د يمن په جګړه کي برخه لري. او پر قطر باندي هم چي د اسلامي ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.

آيا د تړون لغوه کيدل ممکن دي؟

يو باتجربه کس چي نه غواړي نوم يي ياد سي وايي چي په اوس وخت کي د روزني دا ډول نړيوال خدمت ډير مهم بلل کيږي، دا ځکه چي له مخي يي اوږدمهاله ارزښتونه او تصورونه اغيزمن کيداي سي.

له حقوقي لحاظه ددې پروژې بندول ممکن دي. دا په دې معني چي د برلين او رياض ترمنځ دغه پنځه کلن تړون د دواړو خواوو په توافق سره ژر تر ژره او يا هم په يو طرفه ډول تر شپږو مياشتو پوري بنديداي سي. خو که برلين په يوازي سر دا کار وکړي، نو لږ تر لږه ددغه ډول روزنيز ماموريت د پيل مخه نه سي نيولای. دا ځکه چي پوره دوې مياشتي وروسته به د سعودي افسرانو روزنه په آلمان کي پيل سي.

G,P/N.Z/Strack, Christoph