1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی سياستوال: «افغانستان امن هيواد نه دی»

۱۳۹۵ دی ۸, چهارشنبه

آلماني پوځ ته د آلمان د پارلمان ځانګړي استازي هانس پېټر بارتلز ويلي چي افغان امن هيواد نه دی. بارتلز په داسي حال کي دغه خبره کوي چي له آلمان څخه د رد سوو افغان مهاجرو د ديپورت خبري تودې دي.

https://p.dw.com/p/2UxCW
Deutschland Jahresbericht 2015 Wehrbeauftragter Hans-Peter Bartels
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند سياستوال هانس پېټر بارتلز د آلمان د پارلمان بُنډسټاګ غړی دی. نوموړی د حکومت له لوري د آلمان و پوځ ته ځانګړی استاز هم دی.

په داسي حال کي چي تقريبا دوې اونۍ تر مخه له آلمان څخه ۳۴ افغان مهاجر په اجباري توګه کابل ته ولېږدول سول، بارتلز افغانستان ناامنه هيواد بللی دی. په دې توګه سره د بارتلز دا خبره د آلمان د کورنيو چارو د وزير توماس ديميزېر د وينا سره په ټکر کي ده. د سوسيال مسيحي اتحاد د ګوند سياستوال او وزير ديميزېر ويلي ول چي په افغانستان کي خوندي ځايونه هم سته او دا چي له همدې کبله د رد سوو افغان مهاجرو لېږد بايد عملي سي.

خو سوسيال ډيموکراټ بارتلز د «تاګس شپيګل» د چهار شنبې ګڼې (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۲۸مه نېټه) ته د افغانستان د وضعې په تړاو څرګندونې کړي دي. نوموړي د افغانستان په هکله يادي ورځپاڼي ته ويلي «هلته زموږ هلي ځلي نوري زياتي بريالۍ نه دي لکه څنګه چي يې موږ ښايي هيله ولرو.»

هانس پېټر بارتلز زياته کړې: «افغانستان يو امن هيواد نه دی.» د نوموړي په وينا همدا وجه ده چي نړيواله ټولنه غواړي چي په افغانستان کي د ټيکاو د رامنځ ته کولو له پاره خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي.

د بارتلز څرګندونې د نوموړي د سوسيال ډيموکراټ ګوند د نورو سياستوالو د خبرو ادامه ده، چي د افغان مهاجرو پر ديپورت يې نيوکي کړي وې.

دا چي د آلمان د کورنيو چارو د وزارت چارواکي ادعا لري چي په افغانستان کي خوندي او امن سيمي هم موجودي دي، زيات افغان پناه غوښتونکي په هم دغه دليل رديږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.09.2016):