1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلماني څيړونکو د سرطاني حجرو وژونکې حياتي ماده کشف کړي

۱۳۹۸ فروردین ۱۲, دوشنبه

کشف شوي مواد د سرطان د حجرو پر سطح باندې په يوه ميکانیزم کې کارول کيږي چې وروسته سرطاني حجرې له منځه وړي. اوس بايد په دې اړه څېړنې وشي چې آیا دا ميکانيزم تر لابراتوار دباندې هم کار ورکوي او که نه.

https://p.dw.com/p/3G1fh
Krebs Krebszelle Illustration Lymphdrüsenkrebs
انځور: Imago/Science Photo Library

که چيرې دا ميکانيزم د سرطان پر حجرو باندې په سمه توگه وکاريږي، نو د دغو حجرو د له منځه تلو سبب به وگرځي. دا چې سرطاني حجري ولې دې ميکانيزم ته موقع ورکوي، تر اوسه لا روښانه نه ده.

د آلمان د بن پوهنتون څېړونکو د « Caris Life Sciences » امريکايي شرکت له همکارانو سره اوس د سرطاني حجرو د له منځه وړلو له پاره په اصطلاح «اپتامر» کشف کړی دی.

اپتامر د «دي اين ای» يا جنيتکي موادو لنډ لړونه يا مزي دي چې پر هغوی د موجودو جنتيکي موادو يعني نيوکليودايید له وجې، په بيلا بيلو شکلونو کې سره را نغاړل کيدلی شي. د بن پوهنتون د کيمياوي بيالوژي د برخې پروفيسر گونتر ماير، اوس دغه ډول يو مناسب را نغاړل شوې اپتامر موندلی دی.

اپتامر « C10.36»  په اصطلاح د Non-Hodgkin-Lymphomen يا د لنفيټک سسټم د خطرناکو ناروغيو په صورت کې د حجرو پر سطحه د پرتو پروتينو له جالونو سره ډېر ښه جوړيږي. پريکړنده داده چې د پروتينو دغه جال او اپتامر په پای کې خپله د ناروغه حجرې منځ ته نفوذ کوي.

دا عمل نه يوازې سرطاني حجره په نخښه کوي، بلکې ور ته د داخليدو لار هم جوړوي. پروفيسر کونتر ماير وايي: «په اصل کې زموږ نظر دا وو چې اپتامر له هغو موادو سره يوځای کړو چې په chemotherapy يا کيمياوي درملنه کې کاریږي.»

Prof. Günter Mayer - Kekulé-Institut
پروفيسر گونتر ماير په بن پوهنتون کې د سرطان په اړه څېړنه کويانځور: Barbara Frommann

خو د څيړونکو نورو څارنو وښووله چې دې کار ته ښايي اړتيا نه وي. ځکه د حجرو پر سطحه پراته پروتين د Splicing-Proteine په نوم داسې مواد لري چې «ډي اين ای» په ځينو معلومو برخو کې پرې کوي، څو یې يوه برخه را وايستل شي او بيرته يوځای کړل شي. دا يوه داسې پروسه ده چې په حجرو کې په دوامداره توگه ترسره کيږي. حجرې له همدې لارې خپل پروتين هم جوړوي. دا اضافي  Splicing-Proteine  په سرطاني حجرو کې د توليد دا پروسه گډوډوي او په دې توگه حجره لږ وخت وروسته په خپله له منځه ځي.

د سرطان ضد بيولوژيکي موادو بانکونه

د حجرو پر سطحو د پرتو پروتينو په لټه کې څېړونکو طالع لرلې. هغوی په اصل کې لا، له ۲۰۰۶م کال راهيسې د سرطاني حجرو په نخښه کولو له پاره د داسې موادو په لټه کې ول چې حجرو ته نفوذ وکړي. په دې موخه هغوی په لومړي پړاو کې بې شميره بيلا بيل اپتامرونه آزمويلي ول. هغه ټول اپتامرونه چې سرطاني حجرو ته نه داخليدل، څېړونکو وار په وار جلا کول. خو هغه چې د C10.36 په څېر یې حجرو ته نفوذ کاوه، هغه یې تر څېړنې لاندې نيول.

کارپوهان غواړي چې په دې اړه ژورې څيړنې وکړي چې ولې سرطاني حجرې پر خپله سطحه داسې پروتين لري چې همدا حجرې وژلای شي. تر اوسه په دې هکله يو شمير نظریې موجودې دي. ماير په دې اړه وايي: «له دې نظرونو څخه يو دا دی چې دا پروتين له نورو حجرو سره د تماس نيولو او د تومور د خپرولو په برخه کې کاريږي.»

څیړونکي ډېر کار په مخکې لري څو معلومه کړي چې آيا له اپتامر څخه د سرطان په درملنه کې کار اخيستل کيدای شي او که نه؟ پروفيسر ماير زياتوي: «موږ دغه مواد تر اوسه يوازې په لابراتوار کې په جوړو شويو حجرو آزمويلي دي.» دا چې دغه دي اين ای به په بدن کې پر موجود سرطاني حجرو هم ورته اغیز ولري، بايد وڅېړل شي. په دې موخه به لومړی په راتلونکو کلونو کې پر مږکانو تجربې وشي.

B.S/ N.Z (AG)

زموږ له آرشيف څخه: