1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پوځیان د مالي مارمویت ته چمتووالي نیسي

مسعود جهش۱۳۹۲ فروردین ۲, جمعه

آلمان مالي ته خپل ۳۳۰ سرتیري استوي چې د دې هیواد پوځ وروزي. اوس آلماني سرتیري د دغه ماموریت له پیلیدو مخکې هغه ته د گیلتو په ښار کې چمتووالی نیسي.

https://p.dw.com/p/182kg
انځور: DW/R. Fuchs

د گېلتو کوچنۍ المانۍ ښاره له مالي هیواد څخه ډیر ليرې نه دی. دا ځکه چې په دغه ښار کې د آلمان د پوځي ماموريتونو د قومندې مرکز پروت دی. له همدغه ځای څخه د مالي له پاره د آلمان د پوځي ماموريت له پاره چمتووالی نیول کیږي.

ځینې وختونه خو په دې مرکز کې څه نا څه ۴۰ آلماني سرتیري د کمپيوترونو تر شا ناست وي او د ماموريت ساحه پر لويو کمپيوتري پردو ويني. پر دغو پردو د پوځي ماموريت د سيمې د انځورونو او نقشو تر څنگ له مصنوعي سپوږمکيو څخه په ژوندۍ توگه د عسکرو حرکات هم ليدل کېدای شي.

ډگرمن ديتمار بريوکنر، د دغه مرکز د ورځي مشري پر غاړه لري. له دې ځایه ټولې هغه سیمې څارل کیږي چې اوس مهال په کې آلماني سرتیري په پوځي ماموریتونو بوخت دي. اوس ډیره توجه د مالي هیواد ته اړول شوې ده، ځکه چي په دغه هيواد کې د آلمان د پوځي ماموريت د پېل له پاره چمتووالی نيول کيږي. د آلمان فدرالي شورا بوندستگ د دغه ماموريت له پاره مالي ته د ۳۳۰ آلماني سرتیرو د استولو منظوري ورکړې ده. په دغو پوځیانو کې به ۸۰ تنه پوځي روزونکي او ۹۰ تنه طبي پوځیان شامل وي.

ډگرمن ينس کونراد په مالي کې د آلماني سرتیرو د ماموريت د پلانوونکې ډلې مشر دی. هغه وایي چي د یوه قومندان له پاره دا مهمه خبره ده چې خپلو سرتیر په حال خبر وي. ډگرمن ینس باید په لږ وخت کې ډیر کارونه تر سره کړي. خو هغه خپلې دندې ته ژمن دی او باور لري چې و به شي کولای هر څه په خپل وخت پای ته ورسوي.

آلماني پوځي روزونکي به د اپريل له مياشتي څخه د مالي هيواد سرتیرو روزنه پېل کړي. دغه پوځي روزنه به له پلازمېنې بماکو څخه ۶۵ کیلومتره لیرې په یوه روزنيز مرکز« کولي کورو» کي ورکول کیږي. د دغه ماموريت تر پېل وروسته به څرگنده شي چې د گېلټو د قومندې په مرکز کې جوړ شوی پلان څومره بريالی و.